1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا غواړي د سوریې په شمال کې پوله ساتی ځواک رامنځته کړي

۱۳۹۶ دی ۲۶, سه‌شنبه

امريکا متحد ايالات د سوریې په شمال کې په اصطلاح د سرحدي ځواک د جوړولو پلان لري. دغه ځواکونه بايد د افراطي ډلې «اسلامي دولت» يا داعش د راستنيدو مخه ونيسي. خو دې پلان په سيمه ايزه او نړيواله کچه غبرگونونه راپارولي دي.

https://p.dw.com/p/2qv2Z
Syrien YPG Kämpfer in Qamishli
انځور: Getty Images/AFP/D. Souleiman

د ترکیې ولسمشر رجب طيب اردوغان په دې اړه خپل دريځ په واضح ټکو کې بيان کړ. هغه د سوریې په شمال کې په ادليب ايالت کې د امريکا متحدو ايالاتو د ۳۰۰۰۰ کسانو د سرحدي ځواک د ملاتړ او دوی ته د وسلې پر پلان داسې تبصره وکړه چي د «د ترهگرو دغه پوځ به په نطفه کي له منځه يوسي.»

اردوغان دې سخت په غوسه کړی چې دا ځواک به نيم د کردانو د ولس ساتونکي ځواک څخه چې لنډيز یې YPG  دی،جوړ وي. دا ډله د کردي ـ سوريايي «ديموکراتيک اتحاد» گوند وسله واله يا پوځي څانگه ده او د کردستان کارگر گوند «پي کې کې» ته نزدې بلل کيږي.

اردغان ويره لري چې د کردانو وسله وال کول به کردي نيشنلزم او بيلتون پالنه نه يوازې په سوريه، بلکې په ترکيه کې هم له نوي سره را ژوندۍ کړي. نوموړي د امريکا د پلان په اړه وويل: «امريکا زموږ پر پوله د یوه تروریستي پوځ د رامنځته کولو په برخه کې د مرستې هوډ کړی.»

د سيمې نور هيوادونه لکه سوريه هم د امريکا دغه پلانونه رد کړي دي. د سوریې حکومت د پلان له دې ټکي سره چې امريکا غواړي د اسد معتدل مخالفين تقويه کړي، مخالفت لري. دمشق د سوریې د «ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ» د سرغړونې خبره وکړه.

«پياوړی ځمکنی ځواک»

د امريکا حکومت د سوریې پر رقه ښار له يرغل راهيسې چې په ۲۰۱۳م کال کې داعش نيولی وو، له پورته ‌ذکر شويو دوو ډلو سره مرسته کوي. د ۲۰۱۶م کال په می مياشت کې د دغه ښار د بيرته ترلاسه کولو هڅې پيل شوې چې مشري یې د اسد معتدلو مخالفينو او د کردانو ولس ساتونکي ځواک کوله. د امريکا متحدو ایالاتو او داعش ضد ائتلاف ملاتړ له دوی سره وو. دغه ائتلاف د امريکا او د ځینو مخکښو عربي هيوادونو چې سعودي عربستان یې په سر کې وو، له ملاتړه برخمن وو. د اکتوبر مياشتې په پای کې دوی دغه ښار آزاد کړ.

په هامبورگ کې د منځني ختيځ د مطالعاتو له مرکز څخه د سوریې کارپوه اندرې بانک وايي چې د پوله ساتي ځواک د رامنځته کولو يا ملاتړ سره امريکا دوه گوني هدفونه تعقيبوي. لومړی دا چې غواړي له نوي سره د داعش د رامنځته کيدو مخه ونيسي. بانک وايي: «په دې موخه امريکا پر ځمکه «قوي پوځ » ته اړتيا لري يوه داسې پوځ ته چې د کلک گوزار جوگه وي.» دی زياتوي: «د داعش هغه جنگيالي چې د رقه او ديارالزور ښارونو تر له لاسه ورکولو وروسته عراق ته تښتيدلي، بيرته بايد سوریې ته راستانه نه شي او داسې يوه ستره ډله د دوی مخه نيولای شي.»

Syrien, Idlib, Zerstörung nach Bombenangriff
د ادليب د ويجاړ شوي ښار يوه څنډهانځور: picture-alliance

ډیري بې ځوابه پوښتنې

د امريکا متحدو ايالاتو دويمه انگيزه نسبتاً جيو ستراتيژيک نوعيت لري. «دا په سيمه کې د يوه متحد په درلودو پوري تړاو لري څو د ايران نفوذ راکم کړل شي چې د سوریې په جگړه کې د څو کالو تر دخالت وروسته یې په سيمه کې د روسیې په پرتله نفوذ زيات دی.»

بانک وايي که څه هم دا چې خبره د پوښتنې وړ ده چې دغه ځواکونه به د ايران د انقلاب ساتونکي ځواک ځواب وويلې شي او که نه. خو دا يوه نخښه ده چې امريکا په سوريه کې د ايران د  نفوذ راکمولو ته ملا تړلې ده.

خو د امريکا دا غوښتنه د روسیې له مخالفت سره مخامخ شوې ده. د روسیې د بهرنيو چارو وزیر سرگې لاوروف وويل چې د امريکا دا پلان يو «ستر گام» او «ښه کار» دی، خو داسې يو څه هم چې «ډيري پوښتنې» یې راپورته کړي دي.

دا پوښتنې په تيره بيا د امريکا او روسیې ترمنځ د مخکني توافق په اړه ده. روسيه له يوه پلوه دې ته ليواله ده چې په سوريه کې نسبي اور بند دوام ولري. له بله پلوه روسيه دا هم غواړي چې د سوریې واکمن بشارالاسد پر قدرت پاته شي ځکه په دغه هيواد کې یې نفوذ د اسد په واکمنې پورې تړلی دی.

Türkei Grenze Syrien Idlib Provinz Armee
د ترکیې پوځ ادليب ته عسکر او پوځي وسايل انتقال کړيانځور: Getty Images/AFP/O. Haj Kadour

يو نوی جغرافيايي ترکيب؟

اندرې بانک وايي په اصل کې همدې ترکيب د امريکا متحدو ايالاتو طرحه له پوښتنو سره مخامخ کړې ده. تر اوسه ولسمشر دونالد ترمپ د سوریې بحران تر ډيره روسیې ته پرېښې وو. دا څه په آستانه کې پر لار د اچول شويو پروسو څخه روښانه دي. بانک زياتوي: «خو اوس داسې ښکاري چې د امريکا نوي فعاليتونه په مسکو کې د مخکني توافق په تړاو د پوښتنې په توگه مطرح شوي دي.»

ځکه له یوه طرفه پلان شوی سرحدي عسکر که له يوه پلوه د داعش پر ضد يو قوي اړخ دی خو د بانک په وينا «په عين حال کې دا خبره روښانه نه ده چې دغه ۳۰ زره عسکر به په راتلونکي کې د اسد د ځواکونو او يا د ايراني مليشو سره څه ډول چلن کوي.»

د کردانو مسئله

په نوي سرحدي ځواک کې به د سوریې د کردانو د پياوړی حضور وضعه لا پسې پيچلې کړي. د آلمان په بوخم ښار کې د کردانو د مطالعاتي مرکز څخه نيواف خليل وايي چې کردي ـ سوريايي ديموکراتيک اتحاد گوند د يوه خپل او سوریې څخه د خپلواک دولت د رامنځته کولو غوښتنه نه کوي او نه هم داسې کومه اراده لري. د سوریې کردان غواړي چې د سوریې په دولت کې شامل اوسي. د نوموړي په حواله امريکا هم دا خبره درک کړې ده، ځکه ترکيه هم د دې نويو ځواکونو پر ضد د اقداماتو اجازه بايد ونه لري.

خو ترکيه يو څه موده مخکې سيمې ته خپل عسکر او پوځي وسايل ليږدولي دي چې دې کار د سوریې حکومت سخت په غوسه کړی او دې ته د سوریې د خپلواکۍ څخه د سرغړونې په سترگه گوري.

Kersten Knipp (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: