امريکا غواړي آلمان ته بې پيلوټه الوتکي ورکړي
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۰, سهشنبهد «شپېگل انلاين» د يوه راپور له مخي د امريکا متحده ايالات ترڅو مياشتو آزموينو وروسته اوس غواړي چي آلمان ته جنگي بې پيلوټه الوتکي صادري کړي.
شپيگل د آلمان د دفاع وزارت د يوه چارواکي په حواله ليکي دي چي په برلين کي په سياسي کړيو کي د مقدماتي غوښتنو له مخي داسي معلوميږي، چي دغه هيواد به د درو جنگي بې پيلوټه الوتکو «Reaper» او د ځمکي د څلورو مرکزونو له پاره د می د مياشتي په لومړيو کي امريکا متحده ايالاتو ته مثبت جواب ورکړي.
د امريکا متحده ايالاتو کانگرس د اپريل د مياشتي پر ۱۰ نېټه لا آلمان ته زرغون چراغ لگولی وو. د آلمان د دفاع وزير توماس ديميزیر د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳ کال د اپريل د میاشتې ۳۰ نېټه) په واشنگټن کي له خپل امريکايي سيال چاک هېگل، سره گوري. په دغه ليدنه کتنه کي کيدای سي پر دې موضوع باندي هم خبري وسي.
خو د آلمان د دفاع وزير د دوشنبې په ماښام په نيويارک کي د «ويست پوينت» په پوځي اکاډمۍ کي د خبرو پرمهال وويل، چي تر اوسه پوري د امريکايانو له خوا موږ ته جواب نه دی رارسېدلی.
آلمان ته د «Reaper» او «Predator B» جنگي بې پيلوټه الوتکو د صادرولو مقدماتي غوښتني د ۲۰۱۲ کال په لومړيو کي سوي وې. له دغه ډول الوتکو څخه اوس له افغانستان سره د پاکستان په سرحد کي د ياغيانو د ځپلو له پاره کار اخيستل کيږي.
شپيگل انلاين ليکي چي د آلمان د دفاع وزارت له پاره د بې پيلوټه الوتکو د خريدارۍ يو بل بديل د اسرائيلو «Heron TP» ماډل الوتکي دي. خو دغه الوتکي د امريکايي الوتکو په پرتله مجهزي نه دي.
د آلمان د دفاع وزارت اوس په افغانستان کي د «Heron 1» ډوله بې پيلوټه الوتکي چي وسلې نه لري او يوازي کشف کوي، کار اخلي. خو د بې پيلوټه الوتکو دغه ماموريت په ۲۰۱۴ کال کي پای ته رسيږي.
په واشنگټن کي به د آلمان د دفاع د وزير توماس ديميزير د خبرو بله موضوع په افغانستان کي نوی ماموريت وي. آلمان څو ورځي دمخه اعلان وکړ، چي تر ۲۰۱۴ کال وروسته به په افغانستان کي له ۶۰۰ څخه تر ۸۰۰ تنو سرتيري پريږدي، چي هلته به د افغان امنيتي ځواک په روزلو کي ونډه واخلي.
د امريکا متحده ايالاتو تر اوسه پوري په دې اړه چي په افغانستان کي به په څه تعداد عسکر پريږدي کومي پريکړي ته نه دي رسېدلي.