1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«روسیه د اوکراین پوځ پر مورچلو فيرونه کوي»

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ مرداد ۳, جمعه

امریکا متحده ایالات ادعا کوي چې روسي ځواکونه له خپلي پولي څخه پر اوکرایني ځواکونو باندي د درنو وسلو فيرونه کوي. امریکا متحده ایالات همداراز وایي چې مسکو غواړي اوکرایني بېلتون غوښتونکو ته لا درنې وسلې ورکړي.

https://p.dw.com/p/1Cimn
انځور: picture-alliance/dpa

دغه ادعاوي د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاندي ماري هارف، د استخباراتي سرچینو په حواله کړي دي. هارف وویل: «موږ اوس داسي شواهد په لاس کې لرو چې روسیه اوس غواړي چې بېلتون غوښتونکو ته لا پياوړي توغندي توغوونکي ورکړي. پر دې سربیره موږ داسې شواهد هم لرو چې روسیه له خپلو پولو څخه پر اوکرایني ځواکونو باندي د توبخانو فيرونه هم کوي.»

دغه تورونه د روسي پلوه بېلتون غوښتونکو له خوا د اوکراين پوځ د دوو جټ الوتکو تر ویشتلو دوې وروځي وروسته لگول کیږي. تر دې دمخه یوه مالیزیایي مسافر وړونکې الوتکه هم د اوکراین په ختیځ کې رالویدلې وه چې امریکا ادعا کوي په اوکراين کي د روسي پلوه بېلتون غوښتونکي له خوا ویشتل شوې ده.

په دې الوتکه کې ۲۸۹ کسان سپاره ول چې ټول یې وژل شوي دي. د الوتکې ټوټې او د سپاريانو مړي یې د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو تر کتنرول لاندي سیمې کې اوس هم پراته دي.

روسیې ټول هغه تورونه رد کړي دي چې وایي بېلتون غوښتوونکو د دې هیواد د وسلو په مرسته مالیزیایي مسافر وړونکي الوتکه ویشتلې ده. بېلتون غوښتونکي بیا د اوکراین پر حکومت باندي د دغي الوتکې د ویشتلو تور لگولی دی، خو کیف وایي چې شواهد په لاس کې لري چې دا د بېلتون غوښتونکو کار دی چې مسکو یې ملاتړ کوي.

په رالویدلې مالیزیایي الوتکه کې ډیر سپاره کسان هالندیان ول چې د ۱۱۴ تنو مړي یې دغه هیواد ته لیږدول شوي دي. خو اوس هم ډیر نړیوال څېړونکي د پېښي سیمي ته تللای نه شي، ځکه هلته د بېلتون غوښتونکو او حکومتي ځواکونو تر منځ سخته جگړه روانه ده.

څېړونکي اندېښنه لري چې بېلتون غوښتونکو د الوتکي د رالوېدو په سیمه کې لاس وهلی دی چې کیدای شي له کبله یې د الوتکي د رالوېدو د څرنگوالي د معلومولو په برخه کې ستونزي رامنځ ته شي.

دا په داسې حال کې ده چې چارواکي وایي تر اوسه پوري داسي شواهد په لاس کې نه لري چې وښيي د الوتکي په تور بکس کې لاس وهل شوی دی. هالندي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې له دغه بکس څخه یې معلومات په بریالیتوب سره کمپیوترونو ته انتقال کړي دي.

د اوکراین لومړي وزیر استعفأ وکړه

په داسې حال کې چې د چهارشنبې په ورځ د اوکراین جکړه د دنتڅک ښار ته نزدې شوه، د اوکراین لومړي وزیر له خپلې دندې څخه استعفأ وکړه او ویې ویل چې پارلمان نور کولای نه شي کار وکړي او قوانین تصویب کړي.

دغه سیاستوال تر هغه وروسته استعفأ وکړه چې د اوکراین پارلمان د هغه قانون په تصویبولو کې پاته راغلی دی چې له مخې یې د روسيې گاز ته د دغه هیواد احتیاج کمیږي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب