1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا: روسيه په سوريه کې د «بې ثباته کوونکي» نقش لري

۱۳۹۶ اسفند ۹, چهارشنبه

يوه لوړ پوړي امريکايي جنرال روسيه په سوريه کې په دوه مخې لوبه تورنه کړې. امريکا ويلي دي چي د اوربند تر نه ټينگيدو څو ساعته وروسته روسيه د ختیځ غوطه په بمبارولو کې د اسد ځواکونو سره په مرسته بوخته وه.

https://p.dw.com/p/2tS5l
Syrien Blutvergießen in Syrien geht weiter - Hilfsorganisationen können Ost-Ghuta nicht erreichen
انځور: Reuters/B. Khabieh

د امريکا متحدو ایالاتو د پوځ جنرال جوزف ووتل د کانگرس غړو ته وويل چې روسيه په سوريه کې «يوه بې ثباته کوونکي» نقش لري. ده پر روسيه تور ولگاو چې په عين وخت کې د «اور اچونکي او اور وژونکي» رول لوبوي. ده زياته کړه: «زه جدي وايم چې روسيه هم  اور اچونکې او هم  اور وژونکې ده. لومړی ترنگلتياو ته لمن وهي او بيا یې وورسته په خپله گټه د حلولو هڅه کوي.»

ووتل چې د امريکا د پوځ د مرکزي قوماندې مشري کوي، پر روسيه یې د «ملگرو ملتونو د نقش له منځه وړولو» او د افغانستان او سوریې د شخړو د سياسي حل په لټه کې د «امريکا د نفوذ د محدودولو» تور ولگاو. ده وويل: «روسيه يا خو بايد دا ومني چې د سوریې د کړکيچ د حلولو وړتيا نه لري او يا ووايي چې نه غواړي د دغي شخړې په ختمولو کې کوم نقش ولوبوي.»

د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸ م کال دفيبرورۍ ۲۷ نيټه) پر روسیې تور لگولی وو چې د اوربند تر اعلانيدو وورسته یې هم د سوریې له ځواکونو سره د ختيځې غوطې په بمبارولو کې مرسته کوله.

«بشري دهليز» هم جوړ نه شو

د سه شنبې په ورځ سهار روسیې په ختيځه غوطه کې د اوربند اعلان وکړ څو يو «بشري دهلیز» جوړ کړل شي او هلته د بندو پاتو ملکيانو ژوند وژغورل شي. د جگړې د خپلواکه څارونکو په حواله پرون هم د حکومت په هوايي بريدونو کې لږ تر لږ ۶ ملکيان ووژل شول.

سرې میاشتې مرستندويه ټولنې ويلي دي چې د اوربند په دغه موده کې دوی د ناروغو او ټپيانو په انتقالولو نه دي توانيدلي.

Syrien, Damaskus, Rotes Kreuz
د سرې مياشتې امبولانسونه له ختیځه غوطه څخه د ټپيانو او ناروغانو انتقالولو ته د انتظار په حال کېانځور: picture-alliance

د سره صليب نړيوالې کميټې وياندې ايولانده جاکمت، هم د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «د نړيوال قوانينو پر اساس بشري دهليزونه هغه څه دي چې رامنځته کول یې بايد په سمه توگه پلان شي او د ښکيلو اړخو په موافقه بايد عملي بڼه خپله کړي، دا نه چې يوازې يو اړخ یې غوښتونکی وي.»

د سوریې د سرې مياشتې امبولانسونه په ټاکل شويو سيمو کې په انتظار ول څو د ختیځې غوطې څخه ملکيان خوندي ځايونه ته انتقال کړي خو د دې کار له پاره د اوربند موده ډيره کمه وه او اوربند د رامنځته کيدو سملاسي وروسته مات شو.

پای نه تر سترگو کيږي

تيره اوونۍ په ختيځه غوظه کې تر۵۷۰ زيات ملکيان ووژل شول چې دا پېښه له ۲۰۱۱ م کال راهيسي د سوریې د کورنۍ جگړې له پيله د رامنځته شويو تر ټولو خونړيو واقعاتو څخه يوه وه.  د خپلواکو څارونکو، بشري حقونو ټولنو او امريکا متحدو ایالاتو په حواله د روسیې جنگي الوتکې د اسد د تهاجمي عملياتو اصلي برخه ده.

ختيځه غوطه چې له دمشق سره نزدې پرته سيمه ده، د ياغيانو له وروستيو پخو سنگرونو څخه يوه ده. څارونکي په دې آند دي چې حکومت په دې تازه عملياتو سره هڅه کوي د سولي تر خبرو اترو د مخه له ياغيانو څخه ډيري سيمې بيرته ونیسي.

د سوریې د اووه کلنې کورنۍ جگړې پر وخت د حکومتي ځواکونو د عملياتو پر وخت تر۳۰۰ زرو زيات انسانان وژل شوي او په میليونو نور بې ځایه شوي دي. دا جگړه اوس پر څو بعدي شخړه اوښتې ده چې نړيوال قدرتونه، گاونډي هیوادونه او غير دولتي نقش لرونکي پکښې ښکيل دي.

Reuters, AP, AFP (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه: