1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د مهاجرو منلو پروگرام بیرته پیلوي

۱۳۹۶ آبان ۳, چهارشنبه

د امريکا جمهوررئيس دونالد ترمپ د مهاجرو د بیرته منلو پروگرام یو فرمان لاسلیک کړ. له هغه وروسته چي دغه پروگرام د ۱۲۰ ورځو له پاره لغؤ سوی و، اوس بیا د ۱۱ هیوادونو دمهاجرو له پاره سخت کنټرول اعتبارلري.

https://p.dw.com/p/2mS1F
Kanada Flüchtlinge an Grenze zu Roxham Road in Champlain New York
انځور: Getty Images/AFP/G. Robins

د دونالد ترمپ د حکومتي چارواکو له پاره که څه هم د مهاجرو د بیرته منلو پروگرام پیل سو، خو د ۱۱هیوادونو مهاجرو له پاره بیا سره له اوسه سخت کنټرول اعتبارلري.

د امریکا د داخلي استخباراتو په حواله کوم مهاجر چي تردې وروسته له دغو هیوادونو څخه د امريکا متحدو ايالاتو ته راداخلیږي، باید جدي کنټرول سي.ځکه دا د امریکا د امنیت له پاره یو ضروري اقدام دی.

دغه تدابیر د۹۰ ورځو له پاره اعتبار لري. داچي کوم ۱۱ هیوادونو ته د خطرناکو او له ریسکه ډکو هیوادو په سترگه کتل کیږي،په اړه یې معلومات نه دي ورکړل سوي.

د مهاجرو منلو پروگرام امریکا ته د سفر کولو د سختو سوو مقرراتو په چوکاټ کي د۱۲۰ ورځو له پاره لغو سوی و. خو دغه مهلت پرون سه شنبه پای ته ورسیدئ.

ددغه پروگرام ځنډیدل د ترمپ د سیاست یوه برخه وه چي د انتخاباتي مبارزې په جریان کي یې لا د مهاجرو پرضد خبري کړي وې او خپل دغه دریځ ته یې له ولسمشر کیدو راهیسي هم دوام ورکړ. خو په دې لار کي د ده ډیر هغه کوښښونه، چي د مشخصو هيوادونو د مهاجرو له پاره امریکا ته د سفر کولو ممانعت تطبیق کړي د محکمو له خوا څوواره بلاک سو.

په همدې حال کي په ټوله نړی کي د مهاجرو مخ پر ډیریدونکي شمېر ته په کتو سره د ترمپ په مشرۍ امریکا ته ډیر لږ مهاجر ورغلي دي.

د امریکايي څیړنیز مرکز-Pew Research په حواله امريکا متحدو ايالاتو په ۲۰۱۷م کال کي تراوسه پوري یوازي ۲۸۰۰۰ مهاجر نیولي دي. پروسږکال لا د ملگرو ملتو د مهاجرو د عالي سازمان –UNHCR په حواله هغه ۹۷۰۰۰ کسان ول.

زموږ له ارشيف څخه: