1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د ملگرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وتلې ده

۱۳۹۷ خرداد ۳۰, چهارشنبه

نخښې نښانې یې له ډيرو مودې راهيسې وې خو اوس دا خبره رسمي شوه: امريکا متحده ایالات د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې خپل غړيتوب لغوه کړ. دلیل یې دا وړاندې کوي چې دوی یې له کاره مطمئن نه وو.

https://p.dw.com/p/2ztfo
USA Washington Ankündigung Austritt aus UN-Menschenrechtsrat | Nikki Haley
انځور: Reuters/T.S. Jordan

په ملگرو ملتونو کې د امريکا متحدو ايالاتو سفيرې نيکي هیلي، په سختو ټکو کې د خپلې دې پریکړې علت بيان کړ. هغې وويل: «دا شورا د سياسي تعصبونود مردارو اوبو ډنډ دی.» امريکا متحده ايالاتو د بشري حقونو پر شورا باندې د اسرائیل مخالفت دريځ د خپلو تور لگوي.

د يوه کال راهيسې د امريکا نيوکې

د ۴۷ هیوادونو د دې شورا څخه د امريکا متحدو ايالاتو وتل د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د ساتنې د سیستم او په ټوله کې پر ملگرو ملتونو ستره ضربه انګیرل کیږي. د ملگرو ملتونو غړيتوب به له پلان سره سم په راتلونکي کال کې پای ته رسیدلی وای خو اوس د ولسمشر دونالد ترمپ، حکومت دا غړيتوب په داسې توگه پای ته ورسوه چې ډيره پاملرنه یې جلب کړه.

خو د امريکا د حکومت دا پريکړه ډيره حيرانونکې او ناڅاپي نه وه. سفيرې نيکي هيلي، لا يو کال د مخه  د اسرائيلو پر ضد د  ملگرو ملتونو د بشري حقونو د شورا د «دوامدار غيرعادي کمپاين» د له منځه وړولو غوښتنه کړې وه. نیکي هیلي هغه مهال نيوکه کړې وه چې دغه شورا په منظم ډول پر اسرائيلو نيوکې کوي او غندي یې، په داسې حال کې چې پر ډيری مطلق العنان رژيمونو هيڅ ډول مسوليت نه اچول کيږي.

هيلي سربيره پر دې د هغه ميکانيزم غوښتنه هم کړې وه چې له مخې یې په دې شورا کې د هغو هيوادونو د ټاکل کيدو مخه ونيوله شي چې خپل سري سلطه غوښتونکي حکومتونه لري، لکه وينزويلا، کيوبا، چين، بروندي او سعودي عربستان. خو په خبره یي د امريکا دغه غوښتنه تر ننه نه ده منل شوې.

ترمپ او ملگري ملتونه ـ ښه ملگري نه دي

ولسمشر دونالد ترمپ، په ۲۰۱۷م کال کې د ولسمشر په توگه تر ټاکل کيدو راهيسې د ملگرو ملتونو پر وړاندې يو کلک سياست پرمخ وړي. د امريکا حکومت خپله مالي ونډه کمې کړې، د ملگرو ملتونو د اقليم له تړونه بيل شوی او همدا راز د ملگرو ملتونو د ښوونې او روزنې او کلتور د ادارې يونيسکو څخه یې هم د وتلو پريکړې کړې ده.

dpa,epd,rtr (B.S/S.R)

زموږ له آرشيف څخه: