1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د سوریې پر وضعه په يوازې سر د غبرگون ښوولو گواښ کړی

۱۳۹۶ اسفند ۲۲, سه‌شنبه

امريکا متحدو ايالاتو گواښ کړی چې که چيري امنيت شورا په سوريه کې پر پراخيدونکي زورزياتي غبرگون ونه ښيي، دوی به په يوازې سر لاس په کار شي. بل لوري ته د کارپوهانو په وينا په سوريه کې د ترکانو حضور جگړه لا پسې پراخولای شي.

https://p.dw.com/p/2uDZc
USA UN-Sicherheitsrat US-Botschafterin für die UN Nikki Haley
انځور: picture-alliance/dpa/AA/A. Ozdil

په ملگرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نېکي هيلي په امنيت شورا کي وويل چې که چيرې روسيه په سوريه کې د يوې مياشتي اوربند د غوښتني ملاتړ ونه کړي نو امريکا به په يوازي سر چلن ته مجبوره وي. نوموړې زياته کړه: «موږ هم نه غواړو دا لار خپله کړو خو وايو چې که چيري مجبور شو نو چمتو يوو چې يو وار بيا همداسې وکړو.» هیلي په دې اړه نور جزيات په ډاگه نه کړل. تير کال امريکا متحدو ایالاتو په سوريه کې د زهرجن گاز تر يوه بريد وروسته پر حکومتي ځواکونو هوايي بريدونه کړي ول.

د امريکا حکومت د امنيت شورا څخه غوښتنه کړې ده چې د پلازمينې دمشق او د ياغيانو د پاخه سنگر ختيځې غوطې له پاره د يوه ديرش ورځني اوربند ملاتړ وکړي. د فيبرورۍ مياشتې په پای کې همدې شورا د يوه پريکړه ليک له لارې د ټول هيواد له پاره د دغه ډول يوه اوربند غوښتنه کړې وه. خو په دې اړه کومه الزامي پريکړه ونه شوه. پر دې سربيره له ترهگریزو سازمانونو سره د جگړې له پاره د ځينو استثناو اجازه هم ورکړل شوې وه.

روسيه: سملاسي اوربند «يو خيال»

روسیې په لومړي سر کې د دغه پريکړه ليک په پلوۍ رای ورکړه، خو لږ وروسته یې په يو اړخيز ډول په ختيځه غوطه کې هره ورځ يوازې د يو څو ساعته اوربند اعلان وکړ. مسکو اوس د خپل دې گام په دليل کې ويلي چې سملاسي اوربند هسی «يو خيال» دی چې عملي شوی به نه وای. نيکي هیلې اوس د يوه نوي پريکړه ليک اعلان وکړ چې د «ترهگرۍ ضد عملياتو له پاره استنثاوې» به مراعت نه کړي. دا چې پر دې به رای گيري وشي او که وشي نو کله به وي، په دې اړه څه روښانه نه شول.

مکرون سره کرښه کشوي

فرانسې هم يو وار بيا  گواښ کړی دی چې که چیري د سوریې په جگړه کې د کيمياوي وسلو د کارولو کره شواهد وموندل شي نو «هدفمن بريدونه» به وکړي. ولسمشر ايمانويل مکرون وويل دا يوه سره کرښه ده.  نوموړي په هند کې د سفر په ترڅ کې په بنارس ښار کې وويل: «موږ د داسې بريدونو د ترسره کولو وړتيا لرو.»

Syrien, Ost-Ghouta, ein UNHCR-Hilfskonvoi fährt durch die belagerte Stadt Douma
د مارچ مياشتې په پيل کې د ختيځې غوطه دوما سيمې ته د مرستې کتارونه رسيدلي ولانځور: Reuters/B.Khabieh

په فيبرورۍ میاشت کې د اسد رژيم پر ملکيانو د بيلري بمونو بريدونه وکړل چې ۲۷ تنه پکښې ووژل شول. په همدې مياشت کې پر غوطه کابو ۳۰۰ بمونه وغورځول شول. دغلته حکومتي ځواکونه د ياغيانو پر ضد کلک چلن کوي چې قرباني یې ملکي وگړي دي. خو د اسد مخالفين هم سخت ځپل شوي دي. د سوریې د چارو کارپوه کيرستن هيلبيرگ له دويچه ويله سره په خبرو کې په دې هلکه وويل: «د حکومت د مخالفينو په ليکو کې یې ډير اوس د خپل ژوند د ژغورنې له پاره جنگيږي. دا زياتره سوريايان دي چې په دې وروستيو کې راديکال شوي دي. په ختيځه غوطه کې هم د بهرنيو جنگيالو شمير ډير کم دی او زياتره د همدې سيمې خلک دي.»

همدا راز پر ادليب هم چې د ياغيانو په ولکه کې دی، ډير هوايی بريدونه وشول. هلته هم د سوریې رژيم بيلري بمونو استعمال کړي دي.

په عفرين کې د زور زياتي پراخوالی

په داسې حال کې چې په سوريه کې د ياغيانو تر ولکې لاندي سيمو باندي سختي هوايي بريدونه کيږي، په شمال ختيځ کې د عفرين ښار په شا او خوا کې د ترکیې پوځ حضور لري. د رسنيو د معلوماتو په حواله دوی نزدې ټول ښار کلابند کړی دی.

د اسد رژيم له پاره د ترکیې عمليات په ختيځه غوطه کې پر خپلو برياوو سربيره هم، يو کلک گوزار دی. له هغه وروسته چې د روسیې او ايران په مرسته یې په دې تیرو څو میاشتو کې بايللې سيمې  بيرته وگټلې، خو اوس ورته داسې ښکاري چې واک یې يو ځل بيا تر سوال لاندې راغلی دی. ځکه عفرين ته يوازې ترکي ځواکونه نه دي ننوتلي، بلکې د دوی په ليکو کې عربان هم شته چې زياتره یې د «سوریې د آزاد پوځ» په نوم ډلې جنگيالي دي. دا په لومړي سر کې يو سيکولر غورځنگ وو خو ډيري غړي یې د وروستيو کلونو په اوږدو کې په مذهبي توگه راډيکال شول او افراطي دريځونه یې خپل کړي دي. 

په دې توگه د اسد رژيم له يوه بيخي نوي وضعيت سره مخامخ دی: سني مقاومت ښايي يو ځل بيا سر راپورته کړي او د ترکیې د پوځ له وجې ښايي يو ځل بيا پياوړی شي. دا کار به په لومړي سر کې که څه هم چې د هيواد په شمال ختیځ کې وشي خو نورو سيمو ته د جگړو د پراخوالي خطر هم موجود دی.

Knipp (B.S/Z.N) 

زموږ له آرشيف څخه: