1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د داعش د کيمياوي وسلو کارپوه نيولی

۱۳۹۴ اسفند ۲۰, پنجشنبه

امريکايي ځواکونو په عراق کي د سليمان داود العفري، په نوم يو کس نيولی دئ، چي ويل کيږي د داعش د کيمياوي وسلو مسئول وو. هغه ويلي دي چي دغي تروريستي ډلي زهرجن گاز کارولی دئ.

https://p.dw.com/p/1IAEK
USA untersuchen neue Chemiewaffenvorwürfe in Syrien
انځور: picture-alliance/dpa

د نيويارک ټايمز او اسوشېتدپرس خبري آژانس د راپور له مخي سليمان داود العفري، د افراطي ډلي «اسلامي دولت» د کيمياوي وسلو مشر ۵۰ کلن دئ او تر دې دمخه ئې د صدام حسين په پوځ کي کار کړی.

العفري، تيره مياشت د ځانگړو امريکايي ځواکونو په عملياتو کي نيول سوي او اوس د اربيل په زندان کي بندي دئ.

امريکايان بريالي سوي چي له هغه څخه په عراق او سوريه کي د داعش د کيمياوي وسلو په اړه معلومات تر لاسه کړي. د پنتاگون يوې سرچينې چي نه ئې غوښتل نوم ئې واخيستل سي ويلي دي چي دا د افراطي ډلي «اسلامي دولت» (داعش) ډېر مهم غړی دئ.

د هغو معلوماتو له مخي چي د زندان چارواکو امريکايانو ته ورکړي دي، د داعش جنگيالو له زهرجن گازه پوډر جوړ کړي او وروسته ئې لاسي بمونه ځني ډک کړي دي.

دغه امريکايي چارواکي نيويارک ټايمز ته ويلي دي چي د زهرجن گاز پوډرو اندازه دومره لږ وه چي د انسانانو د وژلو توان ئې نه لاره، خو کولای ئې سوای چي هغوی ټپيان کړي.

امريکايي چارواکو په وارو وار ويلي ويل چي داعش په سوريه او عراق کي کيمياوي وسلې کارولي دي. تر دې دمخه د امريکا د استخباراتي سازمان (سي آی اې) مشر جان برنان له سي بي اس تلويزيون سره په خبرو کي ويلي ول چي داعش کيمياوي وسلو ته لاس رسی موندلی او په عملياتو کي ترې کار اخلي.

سره صليب سازمان تائيد کړې ده چي استازو ئې له غه کس سره ليدلي دي. خو د ملاقات د جزئياتو په اړه ئې څه نه دي ويلي.