1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د ایران له پاره جوړ شوی پلان برملا کړ

۱۳۹۷ خرداد ۱, سه‌شنبه

د امریکا متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د ایران په هکله خپله سخته ستراتیژي اعلان کړه. داسې ګومان کیږي چې په دې ستراتیژي سره به د اروپايي ټولنې او امریکا ترمنځ ترینګلتیا لا پسې پراخه شي.

https://p.dw.com/p/2y5ka
Mike Pompeo US Außenminister
انځور: picture-alliance/AP Photo/J. S. Applewhite

د دوشنبې په ورځ د ولسمشر ترمپ ادارې ایران په «بې ساري مالي فشارونو» تهدید کړ او د غوښتونو یو اوږد لیست یې د ایران مخې ته وړاندي کړ. په دې توګه امریکا متحدو ایالاتو له ایران څخه وغوښتل چې خپل داخلي او بهرني سیاست ته تغیر ورکړي.

د ایران په هکله د امریکا د ستراتیژۍ د اعلان په موخه د امریکا د بهرنیو چارو نوي ټاکل شوي وزیر مایک پمپیو ژمنه وکړه چې که ایران د امریکا متحدو ایالاتو غوښتنې له پامه وغورځوي، نو تهران به د تاریخ له تر ټولو سختو اقتصادي او مالي بندیزونو سره مخامخ شي.

د پمپیو دغه څرګندونې کابو دوې اونۍ له هغه وروسته کیږي چې ولسمشر ترمپ د ایران له اتومي تړون څخه د وتلو اعلان وکړ او د ګډ جامع کاري پلان د تړون په واسطه پر ایران باندې لیرې کړل شوي بندیزونه یې یو ځل بیا پر تهران وضع کړل. د ګډ جامع کاري پلان په نامه د ایران دغه اتومي تړون په ۲۰۱۵م کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر اوباما، روسیې، چین، بریتانیا، فرانسې او آلمان لاسلیک کړ.

Washington Oval Office Trump Pence Pompeo
انځور: Getty Images/A. Harrer

په واشنګټن ډي سي کې د هیریتیج فاونډیشن یا بنسټ له لوري د فکري ټولنې په یوه جوړه شوې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو وویل: «د بندیزونو نیښ به هغه وخت لا ډیر زهرجن او دردناک شي چې [د ایران] رژیم خپله د نه منلو او بې اغیزه کړنلارې ته بدلون ور نه کړي کوم چې ایران د خپل ځان او د د دې هیواد د خلکو له پاره ټاکلې ده.»

پمپیو په دې غونډه کې همدا راز وویل چې امریکا نه غواړي چې د ايران پر اټومي تړون له سره خبرې او بحثونه وکړي، بلکې د دې پر ځای له ایران سره د یوه تازه تړون له پاره ایران اړ دی چې ۱۲ غوښتنې ومني. په دې غوښتونو کې د بالستیک توغندیو د پروګرام بندول، په سوریه او یمن کې مداخلې ته د پای ټکی ایښودل او همدا راز د ملکي اتومي پروګرام له پاره پراخ امتیازات شامل دي.

پمپیو په خپلو خبرو کې همدا راز وویل چې امريکا او په منځني ختیځ کې د دوی متحدین به په دې سیمه کې د ایران ملاتړي ډلې او سیمه ایز متحدین لکه د لبنان شیعه ډله حزب الله په څیر ډلې له منځه یوسي.

سربیره پر دې د افغانستان د ناکراریو په هکله پمپیو د خپلو غوښتنو په لړ کې له ایرانه وغوښتل چې باید په افغانستان کې طالبانو ته د وسلو او مالي سرچینو ورکولو او له ملاتړ هم لاس پر سر شي. هغه ويلي دي چي د ايران دغه کار د افغانانو له پاره سوله او ثبات له منځه وړي او د زورزیاتيو د زیاتوالي سبب ګرځي.

Iran Hassan Rouhani
انځور: picture alliance/AP Photo/Iranian Presidency Office

ایران هم خوله خلاصه کړې

تر دې څرګندونو څو ساعتونه وروسته د ایران ولسمشر حسن روحاني د پمپیو دغه تهدیدونه رد کړل او ویې ویل چې واشنګټن هیڅ حق نه لري چې د دوی د هيواد په هکله پریکړه وکړي.

د پریس ټي وي په نامه د ایران دولتي رسنۍ د حسن روحاني په حواله ویلي: «د نړۍ ټول هیوادونه غواړي چې خپلې پریکړې په خپلواکه توګه وکړي او امریکایان به ښايي په ځینو ځایونو کې د فشار له لارې خپله اجندا پرمخ یوسي، خو منطق دا مني چې د ټولې نړۍ له پاره پریکړې وشي.» روحاني امريکا ته په خطاب سره وویل: «ته څوک یې چې د ایران او نړۍ له پاره پریکړې کوې؟»

په عین وخت کې د ایران د بهرنيو چارو وزير جواد ظریف هم غبرګون ښولی او د ټويټر له لارې په یوه پیغام کې یې د پمپيو دغه پلان «زړو عادتونه ته بیرته ګرځیدل» یاد  کړي دي. 

دا ستراتیژي نه، بلکي یو خیال دی

ځینې شنونکي او د امریکا متحدو ایالاتو پخواني چارواکي وايي چې د ترمپ ادارې دا ښکاره کړه چې دوی د دپلوماتیک حل له پاره ډیره کمه علاقه لري او د دې پرځای دوی د اقتصادي فشارونو د وضع کولو موضوع ته ډیر مخ اړوي کوم چې د ایران رژیم د چپه کولو له پاره طرح شوي دي.

د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما د واک پرمهال د بهرنیو چارو په وزارت کې د ایران د اتومي تړون د همغږي مسئول جاریت بلانک په دې هکله وایي: «دا ستراتیژي نه ده. دا نه د لومړیتوبونو او داخلي بې ربطه غوښتنو یو لیست دی.» هغه زیاتوي چې دا د رژیم د بدلون یو خوب او خیال دی چې د منابعو او لوریج یا زیان پرته لیدل کیږي. په ښکاره توګه دا زموږ د اروپايي متحدینو سپکاوی هم دی.

داسې انګیرنې هم موجودې دي چې د واشنګټن سخت دریځه سوداګریزې جګړې سیاست به د متحدو ایالاتو له هغو متحدینو سره اړیکې لا پسې ترینګلې کړي چې له وړاندې نه پر ترمپ باندې د ایران له اتومي تړون څخه د وتلو له امله په غوسه دي.

Symbolbild Kündigung Atomabkommen mit Iran durch USA
انځور: Imago/Ralph Peters

د اروپايي ټولنې مشران اوس په دې هڅه کې دي چې د ایران په اتومي تړون کې د پاتېدو په بدل کې ایران ته ژمنه کړل شوي مالي مرستې برابرې کړي. د نور اقداماتو ترڅنګ اروپايي ټولنه اوس د دې هڅه هم کوي چې د امریکا متحدو ایالاتو د بنديزونو په مقابل کې د «بلاکنګ ستیتوت» په نامه هغه مقرره هم عملي کړي چې له مخې یې اروپايي شرکتونه له ایران سره د تجارت له امله نه جریمه کیږي. دوی همدا راز هڅه کوي چې داسې لارې چارې هم پیدا کړي چې وکولای شي د اړتیا په وخت کې د اروپايي ټولنې بانکونه په مستقیمه توګه د ایران مرکزي بانک ته پیسې ولیږي.

په واشنګټن کې بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پمپیو دا په ښکاره توګه وویل چې امريکا د اروپايي ټولنې په ګډون له خپلو سیمه ایزو او نړیوالو متحدینو د ملاتړ انتظار لري. نوموړي وویل چې اروپايي ټولنه به د امریکا پر پله پل کیږدي ځکه چې دوی ګډ ارزښتونه لري خو زیاتوي چې امريکا به هغه شرکتونه هدف وګرځوي چې له ایران سره سوداګري ته ادامه ورکوي.

زموږ له آرشیف څخه: