1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د افغانستان د کرهڼي له سکتور سره نوري مرستي کوي

۱۳۸۹ آذر ۸, دوشنبه

د افغانستان له بيلا بيلو ولايتونو څخه را ټول سوي يو شمير حکومتي چارواکي، د کرهني ماهرين او امريکايي سلاکاران پر دي خبري کوي چي څنګه کولای سي د افغانستان د کرهني له سکتور سره د امريکا مرستي په لا اغيزمنه توګه ولګوي.

https://p.dw.com/p/QKg5
انځور: AP

د امريکا دولت ژمنه کړې چي د افغانستان د کرهني له سکتور سره به اته ديرش مليونه ډالره نوي مرسته وکړي.

افغانستان چي اقتصاد يي په کرهنه ولاړ اقتصاد بلل کيږي تر ډيره بريده خپلي اړتياوي له اقتصادي برخي پوره کوي.

د کرهني وزير محمد اصف رحيمي وايي چي د افغانستان او امريکا ترمنځ د کرهني په برخه کي د ګډ کنفرانس د جوړيدوهدف د کابل کنفرانس د پريکړو عملي کول دي.

کابل کنفرانس شاوخوا څلور مياشتي مخکي د مرستندويه هيوادونو او په افغانستان کي جوړ سوي وو.

د نادولتي سازمانونو لخوا جوړ شوي و، چي د افغانستان حکومت په کنفرانس کي د هيواد د کرني په برخه کي اصلي تګلاره وړاندي کړه او له نړيوالي ټولني يي د لانورو مرستو غوښتنه وکړه.

محمد اصف رحيمي په دي کنفراسن کي د امريکا له متحده ايالتونو وغوښتل چي د دي پروګرام په عملي کولو کي پوره ملاتړ ته اوږه ورکړي.

«افغانستان په مليونونو هکټاره شاړه ځمکه لري او په ورته وخت کي دومره اوبه لرو چي له ملکه دباندي رواني دي، مونږ له امريکا څخه غواړو چي زمونږ دغه ځمکي راته آبادي کړي، ځکه چي افغانستان کرهنيزو محصولاتو ته ډيره شديده اړتيا لري».

د امريکا د کرني د وازرت مرستيالي، دارسي ويټر وويل، که څه هم په افغانستان کي د کرني په برخه کي د دوي نږدي شپيته تنه مسلکي کسان په کار بوخت دي خو دوی هڅه کوي، چي له دي برخي سره ډيره همکاري وکړي.

په دغه کنفرانس کي امريکا ژمنه وکړه چي افغان بزګرانو ته به تخمونه ورکړي او نړيوالو بازارونو ته به د افغاني محصولاتو لپاره لاره پيدا کړي.

د امريکا د حکومت دغه چارواکي همدارنګه افغانستان ته د ۳۸ ميليون ډالرو مرستي ورکولو ژمنه وکړه.

د دغه امريکايي چارواکي په وينا، له دغو پيسو څخه به د افغانستان د کرني د سيمه ييزو ادارو د وړتياوو په لوړولو کي ګټه واخيستل شي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل