1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د افغانانو د انتقال پر پاليسۍ له سره کتنه کوي

۱۴۰۱ شهریور ۱۱, جمعه

د جمهوررئيس بایدن اداره امريکا ته د افغانانو د انتقال پروسه پر يو څو استثناو سربیره، دروي او پر ځای یې د دايمي اقامې اسنادو او کډوالۍ د ځانګړو ویزو لرونکو او له خطر سره د مخامخ افغانانو انتقال چټکوي.

https://p.dw.com/p/4GLHG
Italien | Afghanische Evakuierte besteigen US-Transportflugzeug
انځور: Kegan E. Kay/U.S. Navy/Planet Pix via ZUMA Press/picture alliance

د تګلاري دا بدلون د امريکا کانګرس ځينو غړيو، د مهاجرو سازمونونو او د پخوانيو پوځيانو ټولنو له خوا له افغانستان څخه د خطر سره د مخامخ کسانو د را ايستلو پر پروسې تر انتقادونو وروسته ليدل کيږي.

خو د ولسمشر بایدن اداره وايي چې د تخلیې پروسه چې د کابل په هوايي ډګر کې له شديدې ګډوډوۍ سره مل وه او په ترڅ کې یې د يوه ځانمرګي بريد په نتيجه کې۱۳ امريکایي عسکر او تر ۱۷۰ ډېر افغانان ووژل شول، بريالۍ وه.

د بايدن اداره زياتوي چې د خپل ډول په تر ټولو سترو عملياتو کې یې تر ۹۰ زره ډېر افغانان په امريکا کې ځای پر ځای کړل.

يوه امريکايي چارواکي وويل چې په پاليسۍ کې د بدلون له مخې به پر يو څو استثناو سربيره، امريکا ته د انتقال پروسه يعني د بشردوستانه يا « Humanitarian Parole» پروسه دروي. ځکه د دې ځانګړي پروګرام له مخې افغانانو ته يوازې د داخليدو موقتي اجازه ورکول کیږي خو د دايمي اقايمې د ترلاسه کولو کومه لاره نه ور ښيي.

امريکا افغانانو ته د موقتي محافظت اقامه ورکوي

د پنجشنبې په ورځ د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې د سپينې ماڼۍ وياندې کيرن ژان پيرر، د خپلو افغان متحدينو په اړه د بايدن ادارې ژمنيا يو ځل بيا تکرار کړه او ویې ويل چې د بيرته ځای پر ځای کولو په تګلاره کې ډېر بدلونونه راوستل شوي دي.

نوموړې وويل چې موږ يو نوی ماډل معرفي کوو چې له مخې به يې افغانان نېغ په نېغه هغو ځایونو ته ليږدول کيږي چېرې به چې هغوی د مهاجرو د ټولنو په مرسته په دايمي توګه ځای پر ځای کيږي. پرته له دې چې يوازې يو خوندي موقتي پټنځای ورته ورکړل شي.

امريکايي چارواکي وايي چې له سره تر غور لاندې نيول شوې تګلاره به د هغو افغانانو د کورنيو ژر تر ژره امريکا ته پر انتقالولو تمرکز وکړي چې د امريکا تابعيت او يا ګرین کارد ولري او يا هم د «اس آی وي» ويزو لرونکي وي.

امریکایي چارواکو په ابوظبۍ کې له افغانانو سره لیدلي

د پيرر په حواله له دغه کټګوريو څخه منل شوي افغانان به د «اوږدې مودې» پايداره حيثيت ترلاسه کوي.

امريکا ته په افغانستان کې له خطر سره مخامخ افغانانو د انتقال پروسې ارزونه د ولسمشر بایدن ادارې او د افغانان د انتقال د ائتلاف د ډلو ترمنځ تر خبرو اترو وروسته کيږي. دغه ډلې د افغانانو په انتقال او په امريکا کې په ځای پر ځای کولو کې مرسته کوي.

د دغه ائتلاف مشر شون وين ديور، وويل: «دا زموږ له پاره يو ستر ګام دی.» هغه زياته کړې ده چې حکومت اوس هم دې ته اړتيا لري چې د اس آی وي د ځانګړو ویزو لرونکو ته د رسېدګې پروسه چټکه کړي او د انتقال له پاره د پروازونو شمير لوړ کړي.

ب. ص/ ن. ز (Reuters)