امريکا د افغان پوځ دپاره روسۍ الوتکي خريداري کوي
۱۳۸۹ شهریور ۲۲, دوشنبهد امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت د سياسي اړيکو د ادارې مرستيال اوليام بيرنس د انتر فکس خبري آژانس سره په مرکه کي د افغان پوځ سره د روسيې د مرستي هرکلی کړی.
« موږ د روسيې د هغه اقدام هرکلی کو چي د افغان ملي پوځ د تجهيزولو په لاره کي يې کړی دی او غواړي چي د افغان پوځ په اختيار کي يو شمېر څرخي الوتکي په بلاعوضه توگه ورکړي.»
روسيه په پلان کي لري چي د افغان ملي پوځ په واک کي يو شمېر Ми 17 ډوله څرخي الوتکي ورکړي.
د امريکا د متحده ايالاتو لوړپوړي ډيپلومات دا هم ويلي دي چي « موږ هم په دې تلاښ کي یو چي د مالي امکاناتو په پيداکولو سره د افغان ملي پوځ دپاره يو شمېر نوري دغه Ми 17 ډوله څرخي الوتکي د روسيې څخه خريداري کړو.»
د هغه په خبره د امريکا متحده ايالات اوس پر دې باندي غور کوي چي دغه الوتکي بايد د افغان حکومت په اختيار کي ورکړل سي او يوازي او يوازي افغان وسلوال ځواکونه ځني استفاده وکړي.
بيرنس دغه راز وويل چي د امريکا متحده ايالات د روسيې د هغه اقدام څخه هم هرکلی کوي چي د افغانستان د اقتصاد د پر پښو درولو په پروژو کي ونډه اخلي.
هغه دغه راز د روسيې هغه اقدام هم ډير لوړ و ستايه چي په افغانستان کي يې د امريکا او نورو بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو د پاره هوايي او مځکنۍ د ترانزيت لاره پرانستله.
« د دواړو هيوادونو د موافقې په چوکاټ کي د هوايي ترانزيت د لاري موږ تراوسه ۵۰۰ پروازه کړي چي په مرسته يې افغانستان ته شاوخوا ۶۰۰۰۰ امريکايي سرتيري رسول سوي دي.»
هغه وويل چي دغه راز د ځمکنۍ ترانزيت په مرسته په افغانستان کي بهرنيو ځواکونو ته تجهيزات رسول سوي.
څه موده د مخه د روسيې مرستيال ولسمشر په يوه خبري غونډه کي ويلي ول چي که چيري د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د هغوی څخه د پوليسو په تجهيزولو کي مرسته وغواړي نو روسيه به يې ډير ژر ورکړي.
دغه راز څو ورځي وړاندي روسيې په افغانستان کي د خپلو پخوانيو پروژو و رغولو ته يوار بيا زړه ښه کړی چي په هغه کي د سالنگ تونل او يو شمېر فابريکې شاملي دي چي د وخت د شوروي اتحاد په دوره کي په افغانستان کي دغه پروژې تر سره سوي وې.
روسيې په وار وار ويلي دي چي د افغانستان سره به هر ډول مرسته وکړي خو هيڅ کله به بيا خپل سرتيري هغه هيواد ته وا نه ستوي.
تيره مياشت د روسيې په سوچي ښار کي د افغان ولسمشر حامد کرزي او د روسيې د جمهورريس ديميتري ميدويدف په ليدنه کتنه کي ميدويدف په سيمه کي د هرډول مرستي تياری و ښودی خو په سیمه کي د نشه يي موادو د تحديد په اړه اندېښنه وښوده.
انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: محمد عارف وردگ