1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا د افغان ولسمشرۍ ټاکنو په اړه نظر پوښتنه نه تمويلوي

شمس الرحمن ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ بهمن ۱۱, جمعه

امریکا متحده ايالاتو اعلان کړی دی چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه نظر پوښتنه نه تمویلوي. امریکا دغه پريکړه له هغه وروسته کړې ده چې په دسمبر میاشت کې د ترسره شوي نظر پوښتني په اړه له مختلفو تورونو سره مخامخ شوه.

https://p.dw.com/p/1B00U
انځور: picture alliance/dpa

تیره ماشت د ترسره شوي نظر پوښتني په حواله داسي تورونه رامنځ ته شوي ول چې ګويا امریکا د افغانستان په ولسمشریزو ټاکنو کې بې نظمي رامنځ ته کوي. د امریکا له خوا د بودیجې د نه ورکولو اعلان په داسې وخت کې کیږي چې د کابل او واشنګټن تر منځ ترينګلتیا ډېره شوې ده.

د دواړو هیوادونو تر منځ د رامنځ ته شوی ترينګلتیا تر ټولو لوی عامل د ولسمشر کرزي له خوا د امنیتي تړون د نه لاسلیکولو اعلان ګڼل کیږي.

کرزي د دغه تړون د لاسلیکولو له پاره ځیني شرطونه وړاندي کړي دي او وايي چې دغه تړون به د افغانستان راتلونکی ولسمشر لاسلیک کړي.

ټاکل شوې ده چې د ۲۰۱۴ کال تر پایه پوري به ټول نړیوال ځواکونه له افغانستان څخه ووځي. دغه امنيتي تړون تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو حضور ته لار هواروي.

د امریکا د مالي چارو ادارې یوه لوړپوړي چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلې دي چې ډيرو سازمانونو غوښتل چې په اپریل میاشت کي په افغانستان کي د ترسره کېدونکو ولسمشرۍ ټاکنو په اړه يوه نظر پوښتنه وشي.

د «دیموکراسي انترنیشنل سازمان» د پروګرامونو مشر محمد عطا، د پنجشنبې په ورځ له رويترز خبري آژانس سره د خبرو پر مهال ویلې ول« یو شمیر سازمانونو ته دنده سپارل شوې وه چې يوه نظر پوښتنه ترسره کړي، خو اوس دغه ټول سازمانونه له دې کار څخه منع کړل شوي دي.»

دغه سازمان د تیر عیسوي کال په دسمبر میاشت کې يوه نظر پوښتنه ترسره او پايلامې يي خپرې کړې. ټاکل شوې وه چې اوس بيا دغه شان دوې نوري نظر پوښتني هم ترسره شي، خو پر لومړۍ نظر پوښتني باندي داسي تورونه ولګېدل چې ګويا، تر ټاکنو دمخه د خلکو د نظر بدلولو هڅه کیږي.

په کابل کې د امريکا سفارت تر اوسه پوري لا د دغو نظر پوښتنو د نه ترسره کولو په اړه څه ويلي نه دي. د افغانستان د اساسي قانون پر اساس ولسمشر کرزی چې په دریم وار ولسمشرۍ ته کاندیدو حق نه لري له تیرو څو میاشتو راهیسي يې له واشنګټن سره اړیکي ترينګلي شوي دي.

کرزی او د پاکستان او افغانستان له پاره د امریکا د هغه وخت ځانګړی استازی ريچارد هولبروک
کرزی او د پاکستان او افغانستان له پاره د امریکا د هغه وخت ځانګړی استازی ريچارد هولبروکانځور: AP

افغان ولسمشر حامد کرزي څه موده مخکي په مشورتي لويه جرګه کي د وينا پرمهال وويل چې د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کي امريکا متحده ايالاتو مداخله کړې وه. کرزی خبرداری ورکړی وو چې په راتلونکې کي دي دا ډول عمل بیا تکرار نه شي.

د امريکا متحده ايالاتو د دفاع پخواني وزير رابرت ګېټس، په دې وروستيو کي په خپلو خاطراتو کې چي د يوه کتاب په بڼه چاپ شوي دي، د کرزي دغه ادعاوي تاييد کړي دي.

رابرټ کېټس ليکلي دي چې په هغه وخت کې د پاکستان او افغانستان له پاره د امریکا ځانګړي استازي پوره کوښښ کړی وو چې کرزی له ماتي سره مخامخ شي.

د ولسمشر کرزي ویاند ايمل فیضي په خپله یوه وینا کې ویلي دي چې « امریکا غواړي د نظر پوښتنو په ترسره کولو سره راتلونکي ټاکني تر خپلي اغېزې لاندي راولي. دا په بشپړ ډول روښانه ده چې د ۲۰۰۹کال په ټاکنو کې لاسوهنه شوې وه.»

نوموړي زیاته کړې ده: «د افغانستان ولسمشرۍ ته د کاندیدانو په هکله د نظر پوښتني له پاره امریکا ولي پيسې ورکوي؟»