1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا ترکيې ته د اړيکو خرابېدو خبرداری ورکړ

آژآنسونه / ا.و.ا.۱۳۹۵ تیر ۲۷, یکشنبه

د ترکيې او امريکا د متحده ايالاتو تر منځ فشار زيات سوی دی. د ترکيې له لوري د امريکا پر ضد نوو تورونو پخوانۍ مشکله اړيکي لا لانجمنې کړي دي.

https://p.dw.com/p/1JQIp
Russland John Kerry Außenminister USA
انځور: picture-alliance/dpa/I. Pitalev

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما او د بهرنيو چارو وزیر جان کېري يې د انقرې پر لور څرګند پيغام لېږلی دی. دا د هغه وروسته چي په ترکيه کي د پوځي کودتا هڅه ناکامه سوه او انقرې د امريکا پر لور تورونه ولېږدول. د هغه وروسته د امريکا او ترکيې تر منځ اړيکي تر نوي فشار لاندي راغلې.

د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر باراک اوباما په انقره کي پر حکومت ږغ کړی چي حوصله وکړي او د کودتاچيانو پر ضد د مبارزې پر وخت قوانين مراعت کړي. ولسمشر اوباما د خپلو مشاورينو سره پر دې موضوع د بحث پر وخت دې ته اشاره کړې چي ترکيه د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کي هم د امريکا د متحده ايالاتو له پاره شريک هيواد دی.

«امريکا په تحقيقاتو کي همکارۍ ته تياره ده»

خو د امریکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزير جان کېري تر اوباما په لا څرګندو الفاظو ترکيه مخاطبه کړې ده. هغه خپل ترکي هم منصب مولود چاوس اوغلو ته د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو د زيانمنېدو څخه خبرداری ورکړی دی. کېري په روښانه توګه د ترکيې هغه تورونه رد کړل چي ګواکي امريکا د ترکيې په ناکامه پوځي کودتا کي لاس درلود.

د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت له خوا ويل سوي: «هغه (کېري) دا خبره په روښانه توګه وکړه چي د امريکا متحده ايالات چمتو دي چي د ترکيې د چارواکو سره د پلټنو په ترڅ کي مرسته وکړي خو په عامه محضر کي داسي څرګندونې چي په ناکامه سوې کودتا کي د امريکا د متحده ايالاتو د ښکېلتيا د تور اشاره ورکوي، د دوو اړخيزو اړيکو له پاره تاواني دي.»

اوباما او کېري په ترکيه کي د کودتا د هڅې وروسته دغه په غندلې وه. خو د ترکيې د کار وزير سليمان سويلو وروسته داسي اشاره کړې وه چي ګواکي د امريکا متحده ايالات په خپله په دغه کودتا کي ښکېل ول.