1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امريکا تر کرزي نسي تيريدای

۱۳۸۹ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

دا به يو خوب او خيال يي، چي موږ فکر وکړو،چي د افغانستان د حکومت سره د ستونزو د راپيدا کولو په صورت کي د ولايتي حکومتونو سره خبري اتري و کړای سو...

https://p.dw.com/p/NLRq
ولسمشر کرزی په واشنگټن کي د بهرنيو چارو د وزيري هيلري کلينټن سره
ولسمشر کرزی په واشنگټن کي د بهرنيو چارو د وزيري هيلري کلينټن سرهانځور: AP

کله چي د پنجشنبې په ورځ په افغانستان کي د امريکا او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ميک کريسټل او په افغانستان کي د نوموړي هيواد سفير کارل آيکن بري په واشنګتن کي ګډ مطبوعاتي کنفرانس ورکاو، ډيره هڅه يي کوله چي يو والی وښيي.

خو دافغانستان دپاره درښتيني تګ لاري په برخه کي ددوئ د نظر توپير د ورايه ښکارېدی.

په کابل کي دامريکا سفير آيکن بري ددې پوښتني په جواب کي چي آيا د افغانستان دجمهوررييس کرزي په برخه کي يې ترديد د منځه تللی اوکنه. يوازي دونه ويلي دي چي :

«جمهوررئيس کرزی دافغانستان ټاکل سوی ولسمشر او افغانستان زموږ نژدې ملګری اومتحد هيواد دی، طبعاً زه په دې دنده کي د جمهوررئيس کرزي ډيردرناوی کوم.»

ايکن بري د2009 کال دنومبر په مياشت کي دوه پټ تلګرامونه دبهرنيو چارو وزيري ته استولي، او په هغو کي يي په افغانستان کي د پو ځ د شمېر د ډيريدو سره مخالفت ښودلی وو.

په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټل او په هغه هيواد کي د امريکا سفير کارل آيکن بيري
په افغانستان کي د ناټو او امريکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټينلي ميک کريسټل او په هغه هيواد کي د امريکا سفير کارل آيکن بيريانځور: AP

هغه ويلي ول، چي جمهوررييس کرزی د افغانستان دستراتيژۍ دعملي کولو دپاره نامناسبه سړی دی.

دهغه پر خلاف جنرال ميک کريسټل په هغه ډله پوري اړه لري، چي ددې ستراتيژۍ پلوي کوي. جنرال ميک کريسټل دکرزي په اړوند ويلي دي چي :

«زماپه عقيده دامهمه ده چي زه د «هغه» سره موثره، سپيني ،او مسولانه اړيکي لرم، او زه تراوسه پوري ددې وضعي څخه ډير راضي يم.»

واشنګټن پوست ورځپاڼه په عراق کي دامريکا دسفير کروکر د خولې ليکي، نژدې اړيکي وې، چي په عراق کي دپوځ د شمېر د ډيرېدو څخه وروسته بريا ترلاسه سوه.

خو د امريکا او افغانستان ترمنځ پر اړيکو باندي يوازي د امريکايانو د خپل منځي مناقشو له امله دروند بارنه دی ايښی،بلکي جمهوررييس اوباما او د هغه دبهرنيو چارو وزيري کلينټن په خپلو دندو باندي دپيل کېدو څخه وروسته پر کرزي او د هغه پر حکومت باندي نيوکي وکړي.

وضعه هغه وخت لا خړه پړه سوه چي اوباما څو مياشتي د مخه افغانستان ته تللی وو.

د کابل په ارگ کي د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما او ولسمشر حامد کرزی
د کابل په ارگ کي د امريکا جمهوررئيس بارک اوباما او ولسمشر حامد کرزیانځور: AP

د اوباما امنيتي سلاکار جيمز جونز د هغه د خبرو په هکله په لوړ آوازځني څرګندوني وکړې، چي اوباما کرزي ته ويلي دي،چي د کار په دويمه دروره کي بايدهغه شيانو ته ، چي تراوسه يې پام نه دی ورته کړي متوجه سي. کرزي دهغه په وړاندي په قهر سره غبرګون ښکاره کړي، او پرامريکايانو باندي يې تور لګولی چي په ټاکنو کي يې لاس وهني کړي، اوزياته کړې يي ول، چي دی له ځانه سره فکر کوي چي د طالبانو سره يو ځای سي که څنگه.

اوس لکه څنگه چي ښکاري سپينه ماڼۍ پدې پوهيدلې ده، چي دکرزي په مقابل کي د مخالفت لاره غوره کول دهيلي وړ بريا نه راوړي.

د افغانستان دچارو کارپوه او د بروکينګن د انستيتوت د غړي، وندا فلباب برون په عقيده، د اوباما حکومت بايد دکرزي ددې کتني پر وخت د فضا د بيرته ښه کيدو غم وخوري.

«ترټولو مهم ګام اوس دادی، چي دا واضحه کړای سي، چي دوئ ددښمنۍ د ډکو اړيکو نه، بلکي د مثبتو اړيکو غوښتونکي دي .زه به لدې نه تعجب ونکړم چي، که ددې کتني تر ټولو مهم ټکی د اعتماد راوستل وي.»

په واشنگټن کي د دواړو هيوادونو امریکا او افغانستان تر منځ خبري پيل سو
په واشنگټن کي د دواړو هيوادونو امریکا او افغانستان تر منځ خبري پيل سوانځور: AP

د افغانستان اوپاکستان دپاره د اوباما سلاکار تورن جنرال دوگلاس لوته، په يو تلفوني مطبوعاتي کنفرانس کي خبريالانوته وويل:چي د امريکا حکومت غواړي له کرزي سره دسولي د جرګې په هکله خبري وکړي.

«موږ غواړو پدې پوه سو، چي ددې غونډي دپاره ده کومو قواعدو اومقرراتو په پام کي نيولو، اوکومو اهدافو ته رسيدل غواړو، او تر ټولو مهمه داده، چي غواړو وپوهيږو چي څنګه مرسته ورسره کولای سو.»

د وندا فلباب برون په نظر د افغانستان پر حکومت باندي د اداري فساد او او کمزوري حکومت، د تورونو سره سره د امريکا حکومت د کرزي او د مرکزي حکومت څخه صرفنظر نسي کولای .

«دا به يو خوب او خيال يي چي موږ فکر وکړو، چي دافغانستان د حکومت سره د ستونزو ډکي اړيکي، او د ولايتي حکومتونوسره خبري اتري کولای سو. ځکه مرکزي حکومت بايد په ځني پوښتنو کي ولايتي حکومتونوته هدايت ورکړي، او دغه راز واليان دمرکزي حکومت لخوا ټاکل کيږي.پدې ډول د افغانستان مرکزي حکومت د ولايتي حکومتونو سره زموږ اړيکي ويجاړولای سي.

دهغه په خبره د افغانستان د حکومت سره د خبرو پرته په افغانستان کي هيڅ نسي کيدای.

Bergmann, Christina/ رحيله اميري

کتونکی. زيارمل