1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

المان د گلرنگ ژوند ته نوی رنگ ورکړ

۱۳۹۱ فروردین ۱۰, پنجشنبه

په افغانستان کې ډاکټرانو گلرنگ ته ویلي ول چې د هغه پښه باید پرې شي. ګلرنګ او د هغه کورنۍ خپلي ټولي هیلي له لاسه ورکړي وې. خو المان د هغه ژوند ته نوی رنګ ور وباخښه.

https://p.dw.com/p/14UD5
انځور: DW

دولس کلن گلرنگ پنځه کاله عمر درلود چې پښه ئې ماته شوه. د هغه پلار گلرنگ شکسته بند ته وروست. شکسته بند د گلرنگ د ماتي پښې د هډوکو د سره ور وستلو هڅه وکړه، خو دا کار ئې په سمه توگه و نه شو کړای او د وخت له تیریدو سره د گلرنگ مور او پلار په دې پوه شول چې شکسته بند د گلرنگ پښه کږه سره ور وستلې وه.

د موضوع په اړه انځوريز راپور.

د گلرنگ کورنۍ لومړی هغه جلال اباد او بیا پاکستان ته د درملني له پاره بوت. دا هغه وخت وو چي د گلرنگ پښې د پخوا په پرتله لا ډیري درملني ته اړتیا درلودله. گلرنگ په ماشومانه ژبه وايي: «په پاکستان کې ډاکټرانو زما په پښه کې سیخان تیر کړل او بيا ئې زما پلار ته وويل، چي د سيخانو د را ايستلو له پاره به یو ځل بیا پاکستان ته راشي.»

کله چې گلرنگ او پلار ئې د دوهم ځل له پاره پاکستان ته ولاړل، چي له پښې څخه ئې سیخان را وباسي هغوی خپل ډاکټر ونه موند او پرته له دې چې دغه سیخان راوباسي له پاکستان څخه بیرته افغانستان ته ستانه شول.

سیخان د ډیر وخت له پاره د گلرنگ په پښه کې پاته شول او د دې پر ځای چې د هغه پښي ته گټه ورسوي ستونزي ئې ورته پيدا کړې. د گلرنگ پښه د هر ورځي په تیریدو سره لنډه شوه او سخت درد ئې پیدا کړ. گلرنگ وایي: «پښه به مي ډیر درد کاوه. زما پښه هر ورځ لنډیده او ما نه شوای کولای چې نور سم وگرځم.»

په دې ډول کلونه تیر شول او گلرنگ د پښې له سخت درد سره خپل ژوند ته دوام ورکړ. اوس نو کار تر کاره تیرشوی وو. په افغانستان او پاکستان کې ډاکټرانو له گلرنگ سره مرسته نه شوای کولای. د گلرنگ مور او پلار ډیري پيسې نه درلودلې چې هغه د درملني له پاره لویو روغتونونه ته ورولي. هغوی خو ان پر دې فکر کاوه چې د یوه محلي ډاکټر هغه مشوره ومني چې ویل ئې چې د گلرنگ پښه باید پرې شي چې د هغه په خبره گلرنگ وشي کولای له درد څخه خلاص شي.

په دې وخت کي د گلرنگ د کورنۍ پر وړاندي ټولي دروازې تړلي پاته سوې. خو د هغوی په زړونو کې هغه وخت د گلرنگ پښې د جوړيدو هیلي را پيدا سوې چي یو چا ورته د المان د سولي د کلي په اړه معلومات ورکړل.

د هیلو راژوندي کیدل

گلرنگ «د المان د سولي د کلي د سازمان» په مرسته المان ته ولاړ او هلته ئې څلور عملیاته ور وکړل. گلرنگ وایي: «کله چې زه المان ته راتلم کورنۍ مي ډیر خفه وه ځکه چې زه يوازي وم. خو ما هغوی ته وویل چې خفه نه شئ. کله چې زه په کابل کي الوتکي ته پورته شوم زما له پاره ډیره سخته وه. المان ته تر رارسیدو وروسته بیا زه روغتون ته يووړل شوم او هلته مي عملیاتونه وکړل.»

د المان د سولي کلی یو غیر دولتي سازمان دئ چې په ټوله نړۍ کې له هغو ماشومانو سره مرسته کوي چې د گلرنگ په شان د هډوکو ستونزي لري. دغه سازمان د افغانستان په څیر هیوادونو کې د نورو خیریه سازمانونو په مرسته داسي ماشومان پیدا کوي چې د هډوکو ستونزي ولري او درملنه ئې په المان کې شونې وي.

دغه سازمان چي تر اوسه پوري ئې په نړۍ کي له شاوخوا زرو ماشومانو سره مرسته کړې ده، په ۱۹۶۷ کال کې جوړ شوی دئ او مرکز ئې ددغه هيواد د اوبرهاوزن په ښار کي دئ.

د المان د سولي کلی پرته له دې چې د ماشومانو له کورنیو څخه پیسې واخلي هغوی المان ته درملني له پاره را غواړي. دغه سازمان خپل مصرفونه د روغتونونو او هوایي شرکتونو له مرستو څخه تمويلوي.

له ماشومانو سره مرسته

گلرنگ تر عملیاتونو وروسته، د سولي کلي ته راوستل شوی دئ او د خپل وروستي عملیات په تمه دئ. هغه وایي چې په روغتون او د سولي په کلي کې له خپلو ډاکټرانو سره ډیره مینه لري. هغه وايي:«ډاکټران ډیر مهربانه دي. د روغتون ډاکټران هم ډیر مهربانه ول.»

د سولي په کلي کي يو رضا کار ډاکټر محمد علي حریر وایي چي له ماشومانو په مرسته کولو ډیر خوشحاله دئ: «ماشومان زما د مرستي انتظار باسي او زما په لیدو ډیر خوشحاله ښکاري. زما له پاره تر ټولو لویه ډالۍ هغه وخت وي چې ماشومان زما نوم پر ژبه راوړي.»

دا یوازي لوی سازمانونه نه دي چې د سولي له کلي سره مرسته کوي. د نړۍ له بېلا بېلو برخو څخه خلک د دغه سازمان له لاري له ماشومانو سره د مرسته کولو له پاره المان ته راځي.

د سولي په کلي کي ماشومان ښه ساتل کیږي خو بیا هم له کورنۍ څخه لیري پاته کیدل د هغوی له پاره ډیر سخت وي. گلرنگ په تیرو شپږو میاشتو کي نه د خپلي کورنۍ کوم غړی لیدلای دئ او نه ئې هم له هغوی سره خبرې کړي دي. په دغه وخت کي د هغه او کورنيو تر منځ اړيکي يوازي یو انځور دئ چې گلرنگ د خپل ملگري په لاس افغانستان ته استولی دئ چې کورنۍ ئې وویني.

گلرنگ د دې انځور په هکله وایي: «زه مي په کورنۍ پسې ډیر خفه شوی یم. ما هغوی ته یو عکس واستاوه. د عکس د اخیستلو پر مهال مي لرگي لیري کړل او داسي ودریدم چې مور او پلار مي وویني چې اوس مي پښه لنډه نه ده. هغوی به زما د عکس تر لیدو وروسته ډیر خوښحاله شوي وي.»

د گلرنک پښه اوس د هري ورځي په تیریدو سره د ښه کیدو په حال کې ده. هغه په المان کې څلور واري عملیاتونه کړي دي او د خپل وروستي علمیات په تمه دئ. تر هغه وروسته به گلرنگ افغانستان ته ولاړ شي او له خپلي کورنۍ سره به ژوند وکړي.

مسعود جهش
کتونکی: نجیب الله زیارمل