المان: اپوزیسیون د کندز هوایی برید وغندی
۱۳۹۰ مرداد ۲۱, جمعهپه یوه نوي راپور کې چې د المان د اپوزیسیون د شنو له ګوند له خوا د پنجشنبې په ورځ پارلیمان ته وړاندې کړای شو، ویل شوي د المان له لوري د هغه خونړي هوایی برید امر چې په ۲۰۰۹م کال د سپتمبر په میاشت کې دوه ټانکرونه چې د طالبانو له لوري تښتول شوي ول، د ناټو او نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.
په یوه بل جلا راپور کې د المان د سوسیال دموکراتانو ګوند هم دغه هوایی برید غندلي او دا یی یوه سیاسي او پوځي تیروتنه بللي. په دغه دواړه راپورونو کې راغلي چې ډګروال جورج کلاین د غلطو معلوماتو پر اساس د افغانستان په شمال د کندز په ولایت کی د هوایی برید امر کړي و.
د هغي برید په اړه معلومات یواځي د یو افغان سرچیني په حواله وو، او په هغي کي ویل شوي وو چې د ټانکرونو شاوخوا راټول شوي کسان طالبان دي. په دغه هوایی برید کي ۹۱ تنه ووژل شول چې په کې لږ تر لږه د ۲۲ ماشومانو په شمول ۸۳ تنه ملکي وګړي ول.
دواړو د شنو او سوسیال دموکراتانو ګوندونو د المان صدراعظمه انګلا میرکل « په پریکړه کې د ډیرو غلطیو» په سره تورنه کړي. میرکل په هغه وخت کي د د سوسیال دموکراتانو له ګوند سره د اایتلاف مشري پر غاړه لرله. د دغه راپور پر اساس میرکل د دغي مسلې د روښانه کولو پر سر په خپلو ژمنو وفا نه ده کړي.
د میرکل محافظه پاله حکومت تر دي وړاندي داسي راپورونه وړاندي کړي وو چې په هغه کې کلاین او د هغه وخت د دفاع وزیر ګوتنبیرګ د هر رنګه غلطیو څخه مبرأ ګڼل شوي وو.
په پام کي ده چې د المان پارلیمان به د روان کال د اکتوبر په میاشت کې د کندز د هوایی برید په اړه به خپله نهایی سلاح مشوره وکړي.
خو پدغه هوایی برید کي د المان د ځانګړي پوځونو رول هم لا تر اوسه روښانه شوی نه دي. که څه هم اپوزیسیون ډګروال کلاین د دغه امر د ورکولو لپاره مسؤل بولي خو د هغه تصمیم « تر ډیره حده» د یو سرتیري تر تاثیر لاندي وو. دغه سرتیري یواځي د « کپتان این» په نامه پیژندل شوي چې د المان د ځانګړي پوځونو د ډلې څخه دې.
د شنو د ګوند د پارلیمان غړي ، امید نوري پور، ویلي : « غلط معلومات د غلطي پریکړي اساس وو.»
د المان د ځانګړي پوځونو د قطعې ماموریت د دښمن د فعالیتونو څارل او د ضرورت پر وخت د طالب اورپکو پر ضد په فعاله توګه قدم پورته کول دي.
د سوسیال دموکرات ګوند د دفاعي پالیسې ویاند ، راینر ارنولد، دا پوښتنه را ولاړه کړې چې د المان د حکومت لپاره اوس هم دا ممکنه ده چې د پوځ لپاره ملي اساسي اصول وساتي. هغه ویلي: « د المان دولت باید دې پوښتنی ته ځواب ووایي چې آیا هغه اساسي اصول چې د نظامي قوت په کارولو کې یی توازن ساتل شوي او که نه؟ دا په دې معنې چې هدفنمندانه وژنه باید په طبعي ډول منع شوې وای.»
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکي: احمد ولي اڅکزی