1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

القاعده په سويلي آسيا کي «خلافت» غواړي

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ شهریور ۱۳, پنجشنبه

په منځني ختیځ کې «اسلامي دولت» نومې ترهگره ډله په یوې مخکښي ترهگري وسله والي ډلي اوښتې ده. اوس د القاعدې ترهگري شبکې د هند په نيمه وچه کې د خپلي یوې څانگې د جوړولو اعلان کړی دی، چې هدف یې د «خلافت» رامنځ ته کول دي.

https://p.dw.com/p/1D6E1
انځور: dapd

د تروریستي څانگو یوه امریکايي څارونکي گروپ چې انگلیسي مخفف یې (SITE) دی دغه ویدیو د چهارشنبې په ورځ په یوه جهادي پاڼه کې موندلې ده. د القاعدې د ترهگري شبکې د مشر ایمن الظواهري، له خوا په خپاره شوي ویدیوي پیغام کې ویل شوي دي چې نوی ځواک به هغه «مصنوعي پولي» له منځه یوسي چې په سیمه کې یې مسلمانان سره ویشلي دي.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې القاعده په افغانستان او پاکستان چې فکر کيږي مشران به يې هلته پټ وي، فعاله ده، خو الظواهري ویلي دي چې «قاعدة الجهاد» به په هند، میانمار (پخوانۍ برما) او بنگله دیش کې جگړه پر مخ بوځي. قاعدة الجهاد، د دغه نوې څانگې نوم دی.

په دغه ویدیویي پیغام کې الظواهري ویلي دي: «دغه څانگه نن نه ده جوړه شوې، بلکې دا تر دوو کلونو د زیاتي مودې د هڅو نتیجه ده چې د هند په نیمه وچه کې مجاهدیدن په یوه څانگه کې راټول کړل شي.»

د القاعدې شبکه د اسامه بن لادن له خوا تأسیس شوې ده چې په ۲۰۱۱م کال کې د پاکستان په اېبټ آباد، سیمه کې د ځانگړي امريکايي ځواک په عملیاتو کې ووژل شو.

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه ډله د خپل مشر تر وژل کیدو وروسته لومړی په افریقا او عربي نیمه ټاپو کې د خپلو څانگو تر سیوري لاندي وه او اوس د «اسلامي دولت» وسله والي ډلي چې په عراق او سوریه کې جنگیږي.

له طالبانو سره گډه جبهه

همداشان د القاعدې ترهگري شبکې د افغان طالبانو مشر ملا عمر ته پر خپله وفادارۍ ټینگار کړی دی. هغه پر اسلامي ټولنه د «دښمنانو» پر ضد جگړه کې د یو ځای کیدو غږ کړی دی. د القاعدې د نوې څانگې مشر یو پاکستانی عاصم عمر، نومول شوی دی. خو د دغه څانگې قوت لا تر اوسه معلوم نه دی.

په ۸۰یمه لسیزه کې د القاعدې له تأسیس راهیسې دغي ډلي ډیر ترهگر بریدونه تر سره کړي دي. دغې ترهگري ډلي په ځانگړې توگه د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر میاشتې پر یوولسمه نېټه په نیویارک کې پر نړیوال تجارتي مرکز او همداشان په واشنگټن کې پر پېنتاگون باندي يرغلونه وکړل. په دغو بریدونو کې کابو ۳۰۰۰ انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ویل کیږي چې په تیرو څو کلونو کې د پاکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې د نوموړي ترهگري شبکې مشرتابه، تر زیاتي اندازې د امريکايي بې پېلوټه الوتکو په بریدونو کې کمزورې شوې ده. خو په اېبټ آباد کې د بن لادن تر د وژل کیدو وروسته دغه ډله په دې توانیدلې نه ده چې ځان بېرته سمبال کړي.

خبري آژانسونو په خپلو رپوټونو کې لیکلي دي چې ښایي د الظواهري پیغام د «اسلامي دولت» نومې ترهگري سیالي ډلي راپارول هم وي. د اسلامي دولت وسله والي ډلې مشر ابوبکر البغدادي، ځان خپله هم خلیفه نومولی دی او ټول مسلمانان یې دې ته رابللي دي چې د ده بیعت وکړي.