1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانه انجلۍ: که مي جنسي تېری کوؤنکي ونه نيول شي ځان به وژنم

۱۳۹۰ اردیبهشت ۲۸, چهارشنبه

د تخار ولايت د قلبرس په سيمه کی څوموده وړاندي چی 8 تنو وسله والو کسانو پريوی 13 کلنی نجلی جنسی تيری کړی ؤ د دغی کورنی غړی تراوسه د دغو کسانو د نيولو په تمه دي.

https://p.dw.com/p/11Ioe
ارشيف انځور
ارشيف انځورانځور: AP

د ډليزه جنسي تېري د قرباني شوي انجلۍ کورنی وايي که چيری دولت د يادی ډلی په نيولو کی هڅی ونکړی او دوی په ډليزه توګه د تالقانو ښار په مرکزی چوک کی په دار ونه زړوی ، نو دوی به خپل ځانونه ووژنی.

مينا د تخارولايت د آلوچه قشلاق هغه 13 كلنه نجلي ده چي څوورځي وړاندي د يو شمير وسله والو کسانو لخوا پري جنسي تيری شوی. دغه انجلۍ وايي د شپي پرمهال 8 كسه چي 6 تنو يي د پوليسو جامي پرغاړه وی د دوی کورته ورننوتل او دوو تنو يي پري جنسي تيری وكړ. مينا وايي چی پولیس تر اوسه د پېښی د عاملینو په نیولو کی بی پروا دی. دا وايي: « له دولت څخه غواړم که چیری هغه کسان اعدام وی اعدام دی کړی او که نو زه به ځان ووژنم ، پولیس راته وایی هغه څه چی شوی اوس خو شوی موږ هغه کسان چیرته پیداکړو.»

مينا يوه كليواله نجلۍ ده چي پلار يي د اقتصاد د كمزورتيا له كبله د كار او روزگار په موخه ايران ته تللی. هغه وايي له همدغي وجهي ښوونځي ته نه ده تللي اونالوستي پاتي ده. د هغي مور پخوا مړه شوي او اوس له دوؤ ميرو سره په كور كي اوسيږي.

28 كلنه زهرا د هغي مشره ميره ده، هغه چي دغي پيښي سخته خواشيني كړي له دولت څخه دعاملينو دنيولو اوهغوي ته دسزاوركولوغوښتنه كوي.« له دولت څخه غواړم هغو کسانو چی دا کار کړی هغه ونیسی او د چوک پرسر یی په دار وځړوی تر څو نور خلک پند واخلی ، که داسی نه کوی نو موږ دی ووژنی اویا دی هم موږ له هیواد نه وشړی.»

په ورته وخت كي د تخار د ښځو د چارو ریاست مشره رزم آراحواش د پیښی د عاملینو نيول او د قانون منگلو ته سپارل د پوليسو دنده بولي . « دا د امنیتی ارګانونو پوری اړه لری چی دغه کسان ونیسی. د ښځو د چارو ریاست په دی اړه یوه غونډه هم کړی تر څو دغه موضوع په دقیقه توګه وڅیړل شی.»

د تخارولايت امنيه چارو قوماندان شاه جهان نوري وايي چي د پيښي د خبريدو سره سم يي د پلټني په موخه سيمي ته پوليس وليږل « داسی نه چی موږ دی غفلت کړی وی دغه پیښه چی د ښار په لس کیلومتری کی شوی په هماغه شپه پولیسو هلته ځانونه ورسول خوعاملین تښتیدلی وو او اوس محال د پولیسو څیړنی په جدی توګه روانی دی.»

په تخارولايت كي په دغي 13 كلني نجلي جنسي تيري په داسي حال كي ترسره كيږي چي د دغه ولایت د ښځو د چارو رياست مسولینونو څو موده وړاندي ویلی ؤ چي په دغه ولايت كي د ښځو پر وړاندي د تاوتريخوالي كچه د نورو كلونو په پرتله ديرش سلنه راټيټه شويده.

راپور/حمید صافی
کتونکی: سید ریاض