1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

افغانستان کې سږ کال ښايي د کوکنارو حاصل بې ساری وي

۱۳۹۶ مرداد ۲۷, جمعه

د یوې څیړنې له مخې ښایي سږ کال په افغانستان کې د کوکنارو حاصلات تر بل هر وخت ډير زیات وي. ویل شوي دي چې د ستلایت انځورونه ښکاره کوي چې د نورو ولایتونو تر څنگ په هلمند کې پرته د کوکنارو، نور بوټي ډير نه لیدل کیږي.

https://p.dw.com/p/2iTkt
Afghanistan Opiumproduktion
انځور: Imago/Omid Khanzada

د آلمان خبري آژانس په خپل یوه رپوټ کې د افغانستان د کوکنارو کښت او سوداگري د یوه څیړنیز انستیتوت د معلوماتو له مخې تر ارزونې لاندې نیولې ده. په دغه رپوټ کې چې له کابل څخه خپور شوی راغلی دي: دا یوه ډير ستره محموله وه: څه ناڅه سل روښانه فولادي رنگه ډبې د افغان پولیسو له خوا د عکس اخیستلو له پاره په منظم ډول کتار کې ایښودل شوې وې. د هغوی د خپلې وینا له مخې د جولای په دوهمه نیټه یې دغه څه په هرات کې په یوې سترې لارۍ کې ۲۰ زره لیتره «استیک انیدرید» وموندل. له دغې کیمیاوي مادې څخه د هیروین په تولید کې استفاده کیږي. په پام کې وه چې دغه مواد د نشه یي توکو فابریکو ته واستول شي چې اکثره یې د افغانستان په جنوب کې موجودې دي. د دغو موادو ارزښت ۱۰،۵ میلیونه ډالر اټکل شوی.

د دغو قاچاقي موادو موندل چې د هیروینو د پټو فابریکو له پاره په پام کې وو، یوازې یو تصادف دی. افغانستان له کلونو راهیسې د نړیوالو نشه یې توکو د صنعت زړه جوړوي. د نړۍ د ۷۰ څخه تر ۹۰ سلنه تریاک له دغه جگړه ځپلي هیواد څخه راځي. د کوکنارو د کروندو لمن چې له هغو څخه خام تریاک، هیروین او نور نشه يې توکې جوړیږي وار په وار پراخیږي. تیر کال د تریاکو تولید تر ۴۸۰۰ ټنو پورې ورسید چې د تیرو کلونو په پرتله د دریم ځل له پاره لوړ حاصل ثبتیږي.

خو ویل کیږي چې د سږکال (۱۳۹۶ لمرایز هجري کال) حاصلات ښايي تر بل هر وخت ډير وي. د دقیق رقم نه دی اټکل شوی. خو «دیوید مانزفیلد» چې د دغې موضوع کارپوه او د ډيرو څیړنو لیکوال دی وايي: «د سږني کال د حاصل په هکله چې ډير زیات به وي، هیڅ شک وجود نه لري چې ښایي تر هر ځل زیات وي.» د هغه د وینا له مخې هغه ځمکه چې کوکنار پرې کرل شوي وو په ۲۰۱۴ کال کې یوازې تر ۲۲۴ زرو هکتارو پورې رسیده، چې اوس ډيره زیاته پراخه شوې ده. مانزفیلد او د افغانستان د څیړنې او ارزونې ادارې (AREU) څخه د هغه همکاران کړکیچن جغرافیايي اطلاعات تر ارزونې لاندې نیسي او په ډيرو ولایاتو کې څیړنې کوي.

د هغوی د معلوماتو له مخې یوازې د هلمند ولایت کې چې تر بلې هرې سیمې څخه زیات تریاک تولیدوې، په پخوانۍ بیدیايي ساحو کې د کوکنارو کروندوې پراخې شوي دي. یو افغان کار پوه چې د خپل هویت د نه بربنډولو په شرط یې خبرې کړی دي، دغه خبره تائیدوي: «د هلمند په ستلایت انځورونو کې د غنمو کروندې کابو نه لیدل کیږي، ټول کوکنار دي.»

 دهلمند یو سناتور هاشم الکوزی، وايي چې د هلمند په ځینو سیمو، لکه زمینداور کې د کوکنارو د یوه نوي بوټي له برکته په کال کې درې ځله حاصل ترلاسه کیږي. د هغه کور کې وخت په وخت د هلمند پلاوي میلمانه وي. هغه سره ولایتي استازي، بزگران او د پولیسو قوماندان کښیني او په هلمند کې د جگړو، نشه يې توکو او اختلاس د لمن له پراخیدو څخه خبرې کوي، هغه یو وضعیت چې جنايي جرایم ورسره جوخت دي او د اصلي لاملونو د ځنځیر ماتول یې گران کار دی.

نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه شیطاني کړۍ له نا امنې او د کوکنارو له کښتونو څخه راپیدا شوې ده. تندلاري طالب یاغیان د دغه هیواد پر ۱۱ سلنه نفوذ لري او یا یې تر کنترول لاندې ده او د پاتې ۳۰ سلنې د کنترول له پاره یې جگړو ته زور ورکړی دی. د افغانستان د ټولنیز- اقتصادي وضعیت په هکله د ملگرو ملتونو یو نوی رپوټ ښيي چې د کوکنارو کښت په هغو سیمو کې ډير زیات پراخ دی چې حکومت په کې ډير زیات کنترول نه لري او امنیتي وضعیت یې ضعیف دي. له دې وضعیت سره په دغو سیمو کې د نورو توکو د خرڅلاو له پاره بازار نه شته.

د افغانستان د تحلیلونکو د شبکې د څیړنیز انستیتوت څخه جیلینا بجلیکا وايي:«په جگړه کې د بزگرانو له پاره د تریاکو کښت یو طبیعي انتخاب دی.» خو سناتور الکوزی وايي:«هغه څه چې ډير ځورونکی او تریخ حقیقت دی، هغه دا دی چې په دغې سوداگرۍ کې د حکومتي مامورین هم لاس لري.» هغه وايي چې د بیلگې په توگه :«یو خاص امنیتي ټولگی چې د تریاکو گودام پیدا کړي او باید یې وسوځوي، یوازې د دغو نشه یې توکو یوه برخه راجستر کوي. پاتې یې هغوی خپله خرڅوي.» د نشه یې توکو له درکه پیسې حکومتی مامورین شتمن کوي او قدرت یې وار په وار زیاتیږي.هغوی په قدرت کې پاتې کیږي او له دغې سوداگرۍ څخه ملاتړ کوي.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې اوس یوازې خبره د تریاکو کښته پورې محدوده نه پاتې کیږي. پخوا خام تریاک بهر ته استول کیدل او هلته ترې نشه يې توکي جوړیدل. د سناتور الکوزي د وینا له مخې «نن د نشه یې توکو فابریکې چې نړیوال ستندرد لري په موسی قلعه، واشیر او نوزاد کې شته.»

سناتور الکوزی د ډيرو لږو کسانو څخه دی چې په بربنډه توگه پر هغه څه خبرې کوي چې افغانستان ترې کړیږي. داسې ښکاري چې نړیواله ټولنه د نشه یې توکو ضد مبارزه کې ستومانه شوې او لاس ترې اخلي. د دغه کار له پاره دفترونه اوپروژې وار په وار کوچنۍ کیږي. په دې هکله رپوټونه هم زیات نه دي او که شته هم، هغه ډير خلص دي. د نشه یې توکو او جنايي جرایمو پر ضد د مباررزې له پاره د ملگرو ملتونو اداره او حکومتي کارپوهان نه غواړي چې په دې هکله وغږیږي او که غږیږی هم، خپل نومونه نه بربڼدوي. د یوه لویدیځ دیپلومات په خبره «دا د ناکامۍ ښکاره نښانه ده».