1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کي د ۲۰۱۲ کال لوړي ژوري

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ دی ۱۲, سه‌شنبه

د افغانستان له پاره ۲۰۱۲میلادي کال د پوځي، اقتصادي او نورو بدلونونو او پرمختګونو تر څنګ مهم سیاسي بدلونونه، لاسته راوړني او ستونزي هم له ځانه سره لرلې.

https://p.dw.com/p/17BvO
انځور: dapd

د امنیت د لیږد د دریو پړاونو بشپړیدل، له پاکستان سره د طالبانو د مشرانو پر آزدولو خبري، پر بهرنیو سرتیرو د افغان همکارانو د بریدونه زیاتوالی، د طالبانو پر ضد ولسي پاڅونونه، او ورسره د ۲۰۱۲ کال په پای کې د ملي امنیت پر رئیس ځانمرګی برید په دغه کال کي مهم موضوعات ول.

دغه راز د افغانستان په اړه د توکیو او شیکاګو اقتصادي غونډي د اقتصاد په ډګر کې د ۲۰۱۲ کال مهمي مسلې یادولای شو. په ۲۱۰۲ کال کې یوه بله مهمه مسئله له امریکا متحده ایالتونو سره د کابل د ستراتیژیک سند لاسلیکول ول.

د ۲۰۱۲ کال د سیاسي پېښو او بدلونونو په اړه د سیمه ییزو مطالعاتو د دفترغړی ډاکټرعبدالله سمون وایي: «۲۰۱۲ کال د افغانستان له پاره د لاسته راوړنو او ستونزو یوه مجموعه وه، د روغتیا، پوهني او یو شمیر نورو برخو کي پرمختګونه شوي خو امنیتي ستونزي لا پر ځای پاته دي او هغسي چې خلکو تمه لرله په دغه کال کې ډیر څه و نه شول.»

د سولي خبري

بله مسئله په ۲۰۱۲ کال کي د سولي د خبرو اترو پیل او له مخالفو وسله والو سره د خبرو اترو ابتکار و چې په همدې کال کې بیا هم له طالبانو سره د خبرو له پاره د یوي ښکاره پتي د پیدا کولو هڅي رواني وساتل شوي.

د ۲۰۱۲ کال په ورستیو کي د سولې د عالي شورا د هڅو په لړ کې د صلاح الدین رباني په مشرۍ یو پلاوی اسلام آباد ته ولاړ چې هلته یې د پاکستان له جمهور رئيس آصف علي زرداري، لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني او نورو دولتي او پوځي چارواکو سره وکتل او په دواړو هېوادونو کې یې د سولې د ټینګښت په اړه خبرې وکړې.

تر دغه سفر وروسته د طالبانو یو شمیر هغه قوماندان چې له پاکستان سره بندیان ول له زندانونو آزاد شول او دا د سولي له پاره مقدماتي پرمختګونه شمیرل کیږي.

د امنیت د لیږد بهیر

د امنیت د لیږد پروسې درې پړاونه سر ته ورسیدل او څه نا څه ۸۵ سلنه خاوره د کورنیو قواوو تر پوښښ لاندي راغله. په همدې کال کې د څلورم پړاو د پیلیدو له پاره د حکومت چمتو والی هم په ډاګه شو. د دغې پروسې مشر اشرف غني احمدزی وايي دوي د یوه بنسټی بدلون د راوستلو په لټه کي دي:

«موږ غواړو چې یو بنیادي تحول رامنځته کړو چې کورني ځواکونه په خاصه توګه وکړای شي ټول هیواد په خپله وساتي او بهرنیان له افغانستان څخه ووزي.»

افغان ولسمشر حامد کرزي هم د تیر کال په وروستیو کې وویل چې په ۲۰۱۳ کال کې به ټولي چاري افغانانو ته سپارل شوي وي:

«زه وایم او تمه لرم چې په ۲۰۱۳ کال کې به ټول مسئولیتونه افغانانو ته سپارل شوي وي خو ټول بهرني سرتیري به په دغه کال کي له افغانستان څخه نه وزي، بلکې د ۲۰۱۴ کال تر پایه به له افغانستان څخه وزي.»

په ۲۰۱۲ کال کي یوه بله لویه مسئله او ستونزه چې د افغان ځواکونو د روزلو پروسه یي تر اغیز لاندي راوستې هغه د افغان پوځيانو له لیکو پر بهرنیو همکارانو بریدونه ول. په دغه کال کې نزدې پنځوس بهرني سرتیري او سلاکاران د دغسې بریدونو قربانیان شول.

ولسي پاڅونونه

د طالبانو پر وړاندي ولسي پاڅونونه چې د خپل ډول نادره خوځښتونه شمیرل شوي هم دي په تیر کال کې پیل شول. د دغو پاڅونونو پیلامه د غزني د اندړو له ولسوالۍ وشوه چي یو شمیر سیمي د طالبانو او بهرنیو جنګیالو له شتونه پاکي شوې.

د دې تر څنګ په لغمان، فاریاب، بادغیس او سرپل کې هم د ورته پاڅونونو خبر ورکړل شو خو د ورستیو پایلو په اړه يي رسنیو ته څه په واکې کې نه دي ورکړل شوي.

د عالي رتبه چارواکو ترورول

د ۲۰۱۲ کال د دسمبر په میاشت کي د افغانستان د ملي امنیت ادارې د مشر اسدالله خالد د ترور ناکامه هڅه یوه بله لویه پیښه وه چې ویل کیږي په پاکستان کې طرحه شوې وه.

تر هغه دمخه د سپين بولدک د سرحدي پولیسو مشر او د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرزق باندي هم د موټر بم حمله وشوه چې پکې سخت ژوبل شو. ويل کيږي چي دغه دوه کسان د ولسمشر کرزي ښی او کيڼ مټي.

اقتصادي پرمختګونه

افغان حکومت وایي چي له لویو مالیه ورکوونکو یې په دې کال کی نزدې لس ميلیارده افغانۍ ټولي کړي دي او د پانګونې کچه هم شل سلنه لوړه شوي ده.

د پانګوني د ملاتړ ادارې مشر وفیع الله افتخار وايي: «په ۲۰۱۲ کال کې په افغانستان کې ۴۶۰ ميلیونه امریکايي ډالره پانګونه شوې ده چي د تیر کال په پرتله شل سلنه زیاتوالی ښيي.»

د مرکزي بانک چارواکي وايي چي د اسعارو زيرمي يې هم ډيري سوي دي. د دغه بانک مشر نورالله دلاوري دويچه ويله ته وويل: «زموږ د مرکزي بانک اسعاري زیرمي له شپږ اعشاریه څلور ميلیاردو ډالرو څخه اووه اعشاریه دوه ميلیارده ډالرو ته لوړي شوي دي، دا زموږ د پرمختګ او سم مدیریت پایله ده.»

كنفرانسونه

په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان له پاره د څو کنفرانسونو جوړېدل هم مهم دي. کارپوهان هم د ۲۰۱۲ کال بله لاسته راوړنه د افغانستان په اړه پرله پسې کنفرانسونه ګڼي.

په شکاګو کې له افغانستان سره د اقتصادي مرستو نوي بستې ا علام شوي او تر څنګ یي د دغه ملک د اوږد مهالي ثبات له پاره له ۲۰۱۴ کال وروسته هم له افغان دولت سره پر مرستو ټینګار وشو.

سیاسي شنونکي د افغانستان په اړه د جوړو شویو کنفرانسونو په اړه وايي؛ که څه هم چې د افغانستان په اړه د کنفرانسونو ځینو کوربنو هېوادونو هڅه کوله چې د نړۍ د سیاسي مدیریت په لوی پلان کې ځان شامل وښيي او په سیاسي برخه کې د ځان له پاره لاپې وکړي خو بیا هم دې کنفرانسونو د افغانستان له پاره خپلې ګټې درلودې.