1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کي اته تنه بهرني عسکر وژل سوي دي

نسيم صابر (دويچه ويله)۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۵, یکشنبه

اووه تنه امريکايي او يو آلماانی عسکر د شنبې په ورځ ووژل شول. دا له څو مياشتو راهيسې د بهرنيو ځواکونو له پاره تر ټولو خونړۍ پېښه وه. څو ورځي د مخه طالبانو د پسرلنيو عملياتو د پيل اعلان وکړ.

https://p.dw.com/p/18SRv
German soldiers patrol as they secure the area for a visiting military commander near Baghlan on March 27, 2012. Some 500 German Soldiers are stationed in an outpost in Balkh province. Germany is the third biggest supplier of troops to the 130,000-strong NATO-led International Security Assistance Force (ISAF) after the United States and Britain. AFP PHOTO / JOHANNES EISELE (Photo credit should read JOHANNES EISELE/AFP/Getty Images)
Bundeswehrsoldat im Norden Afghanistans bei Angriff getötetانځور: AFP/Getty Images

د آلمان د دفاع وزارت د يکشنې په ورځ وويل، چي د دغه هيواد يو عسکر د شنبې په ورځ د افغانستان په شمال کي وژل سوی دئ. د دغه وزارت د راپور له مخي د آلمان ځانگړو ځواکونو له خپلو افغان همکارانو سره گزمه کوله چي د ياغيانو تر بريد لاندي راغلل. ويل کيږي چي يو بل آلمانی سرتیری ټپي سوی دئ.

د افغان امنيتي ځواک د مرگ ژوبلي په اړه څه نه دي ويل سوي. د آلمان د دفاع وزارت دغه راز ويلي دي چي په دغه نښته کي چي په بغلان ولايت کي را منځ ته سوې ده ډيری ياغيان هم وژل سوي دي. ويل کيږي چي په پيښه کي ملکي خلکو ته مرگ ژوبله نه ده اوښتې. دا په افغانستان کي په تيرو نژدې دوو کلونو کي لومړی آلمانی عسکر دئ چي وژل کيږي.

بله خوا د امريکا متحده ايالاتو په مشرۍ ايتلاف خبر ورکړی دی چې پنځه تنه نړيوال سرتېري د افغانستان په سويل کې د سړک د غاړې د يوه بم په چاودنه کې وژل شوي دي. د ايتلاف وياند، لوکا کارنيل دا هم ويلي دي چې پنځه سره امريکايان ول.

په افغانستان کي امریکايي څرخۍ الوتکي
په افغانستان کي امریکايي څرخۍ الوتکيانځور: AFP/Getty Images

ايتلاف د بمي چاودنې اصلي ځای نه دی روښانه کړی. خو د کندهار ولايت يوه وياند، جاويد فيصل، وويل چې ايتلافي ځواکونه د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د يوه بم قرباني شوي دي. دغه ولسوالي د طالبانو د غورځنګ د رامنځ ته کېدلو اصلي ځای ښوول کيږي.

تر دې وروسته ايتلاف خبر ورکړ چې يوه افغان عسکر د افغانستان په لويديځ کې پر ايتلافي سرتېرو باندي ډزې کړې دي، او دوه تنه يې وژلي دي. په خبر کي راغلي دي چي وژل سوي کسان دواړه امريکايان ول. په دغسې په اصطلاح دوست- دښمن بريدونو کې د افغان امنيتي ځواک غړي پر خپلو همکارانو يا نړيوالو ځواکونو باندې حملې تر سره کوي، چې د باور فضا يې ترينګلې کړې ده.

دا د تېر کال له دوبي راهيسې څلورم ځل دی چې اووه تنه امريکايان په دغه جګړه کې په يوه ورځ وژل کيږي. د مارچ پر ۱۲ مه نېټه يوه «بلېک هاک» څرخۍ الوتکه په کندهار کې راولوېده چې پنځه امريکايي سرتېري پکښې ووژل شول. په همدغه ورځ دوه نور امريکايان په يوه دوست- دښمن يرغل کې هم ووژل شول.

د اپريل پر ۶ نېټه، وسله والو، شپږ تنه امريکايان ووژل، چې يوه ځوانه ديپلوماته او يو افغان ډاکټر پکښې هم شامل وو. يو بل تن امريکايي په همدغه ورځ د افغانستان په ختيځ کې په يو بېل بريد کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د ۲۰۱۲کال د اګست پر ۱۶ مه نېټه اووه امريکايي سرتېري په دوو جلا جلا بريدونو کې په کندهار ولايت کې ووژل شول. شپږ تنه په هغه څرخۍ الوتکه کې ووژل شول چې وسله والو ويشتلې وه او يو سرتېری د سړک د غاړې بم وواژه.