1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان چین ته په ۳۴۹ منډو ماټه ورکړه

۱۳۹۰ اسفند ۱۷, چهارشنبه

د افغانستان د کرکیټ د شپاړس کلنو ځوانانو لوبډلي په خپله څلورمه لوبه کي چین ته سخته ماته ورکړه. دا د اسیایي چلینج کپ په سیالیو کې د افغان لوبډلي څلورمه پر له پسې بریا ده.

https://p.dw.com/p/14GF8
انځور: ACB

د افغانستان لوبډلي د پچې تر گټلو وروسته منډو جوړولو ته ملا وتړله او په ټاکلو څلوېښتو اورونو کې ئې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره ۳۵۸ منډې جوړي کړې.

د افغانستان له لوري طارق خان ۸۳ منډې، پرویزخان ۷۹ منډې، عبدالصبور ۶۸ منډې، عمران ۵۱ منډې او جاوید احمدزي ۳۶ منډې جوړې کړې او په دې ترتیب سره ئې د چین د لوبډلي له پاره یو سخت هدف وټاکه. طارق خان او عمران خان د لوبي تر پایه ناسوځیدلي پاته شول.

له هغه وروسته چې چین ته د منډو جوړولو نوبت ورسید افغان توب اچوونکو د د دغې لوبډلي د بیتسمنانو سوځولو له پاره ملا وتړله. په دغه لوبه کې چین وتوانید یوازي ۹ منډې جوړي کړي او په دې ترتیب سره افغانستان چین ته په ۳۴۹ منډو ماته ورکړه.

د افغانستان له لوري نوین الحق د خپلي سیالي لوبډلي پنځه لوبغاړي او شفیع الله محمد دوه لوبغاړي وسوځول. د دغي لوبي غوره لوبغاړی نوین الحق ونومول شو.

د افغانستان د کرکیټ بورډ اجرائیوي مشر نسیم الله دانش، ویلي دي چې افغان لوبډلي چین ته په ماته ورکولو سره د «ایلیټ کپ» سیالیو ته هم لاره وموندله. دانش زیاته کړې ده چې د افغان لوبغاړو لوبي دستایلو وړ دي او ډیري په زړه پوري لوبي ئې ترسره کړي دي.

د افغانستان لوبډلي د اسیایي چلینج کپ په سیالیو کې په پر له پسې توگه خپلي څلور واړه لوبي گټلي دي او خپله پنځمه او وروستۍ لوبه به د مارچ د میاشتې په لسمه نېټه د قطر له لوبډلي سره تر سره کړي.

سید ریاض
کتونکی: مسعود جهش