1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان په لومړي ځل د موټرو د سون گاز توليدوي

۱۳۹۰ اسفند ۱۵, دوشنبه

د جوزجان ولايت د گازو د تصدۍ چارواکي وايي چي ډير ژر به د طبيعي گازو له کانونو څخه داسي گاز توليد کړي چي په افغانستان کي د موټرو د سون له پاره ئې بازارته وړاندي کړي.

https://p.dw.com/p/14BKd
انځور: DW

په جوزجان ولایت کي د افغان ګازو د تصدۍ رئیس انجینر صالح محمد فضلي له دویچه ويله پښتو ويبپاڼي سره په ځانګړې مرکه کي وویل چي د فشرده یا cng په نوم د ګازو د هغي پروژې کار چي څه موده مخکي د جوزجان ولایت د ګازو په کانونو کي پیل شوی وو۸۰ سلنه کار ئې بشپړ شوی دئ.

د هغه په خبره چي ټاکل شوې ده چي په را روان لمریز کال کي به په افغانستان کي د موټرو گاز توليد او بازارته وړاندي سي:

«موږ په لومړي قدم کي سلو نقلیه وسایطو ته د ګازو بالونونه چمتو کړي دي چي هغه ورو لگوو. ددې ښه والی دادئ چي یو خو چاپیريال له دود څخه پاک پاتيږي او بل دا چي د تیلو تر بيي۵۰ سلنه ارزانه ورکول کیږي.»

ښاغلی فضلي زیاتوي پر دغه پروژه دوه اعشاریه ۹ ميلیونه ډالره لگښت راځي چي د امریکا د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو له خوا ورکول کیږي.

نوموړی وايي دا چي د گازو د تولید له پاره دا لومړی اقدام دئ او که چیري مثبتي پايلي ولري تمویل کوونکي کمپنۍ هوکړه کړې ده چي دغي پروژې ته پراختیا ورکړي:

«دغه پروژه په عرضه او تقاضا پوري اړه لري. موږ د گازو امکانات ډیرلرو، د کانونو وزارت پلان هم دا دئ چي وکړای شي د هیواد په سطح کاروکړي.»

د افغانستان په شمال کي د جوزجان پر تولیدي کانونو سربیره د اموسند او افغان تاجک په نوم د نفتو او گازو دوې ستري زېرمي لري.

د کانونو وزارت د چارواکو په خبره ددغو دوو زېرمو استخراج کولای سي چي د هيواد ۸۰ سلنه نقليه وسايطو ته د سونگ له پاره گاز ورکړي.

د جوزجان ولایت په جرقدق، یاتيم طاق، شکرک او خواجه گوگردک په کانونو کي د طبیعي گازو۳۵ څاگان فعال دي چي په ۲۴ساعتونو کي۴۵۰ زره متره مکعب ګاز تولیدوي.

له دغو گازو څخه۴۰۰ زره متره مکعب گاز د بلخ ولایت د سري او برېښنا تولیدي فابریکې ته ورکول کیږي او له۵۰ زره څخه ئې په شبرغان کي خلک ګټه اخلي.

د افغان گاز د تصدۍ مسئولان وايي چي په جوزجان ولایت کي د گازو نوري سرپټي طبیعي زېرمي هم موجودي دي، چي د کانونو وزرات په دې هڅو کي دئ چي بهرني هیوادونه او کمپنۍ په دې برخه کي پانګه اچوني ته وهڅوي.

عبدالحميد صافی/ مزارشريف
کتونکی: نجيب الله زيارمل