1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان په شل اووریزه لوبه کې هم زمبابوې مات کړ

۱۳۹۴ آبان ۴, دوشنبه

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي په شل اووریزه لوبه کې د زمبابوې لوبډلي ته ماته ورکړه. تر دې د مخه د افغانستان لوبډلې د پنځو یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې هم زمبابوې ته ماتې ورکړې وه.

https://p.dw.com/p/1GuTS
انځور: Getty Images/AFP/J. Njikizana

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلې نن په یوه شل اووریزه لوبه کې د زمبابوې لوبډلې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه. د افغانستان او زمبابوې لوبډلو تر دې د مخه پنځه یو ورځنیۍ نړیوالې لوبې تر سره کړې وې چې د درو لوبو په گټلو سره افغانستان زمبابوې ته ماته ورکړې وه.

دا د کرکیټ په تاریخ کې لومړی وار وو چې د کرکیټ د نړیوالې شورا یوه بشپړه غړي درلودونکي هیواد څخه يې داسې هیواد گټي چې د دغې شورا بشپړ غړیتوب لا نه لري.

زمبابوې د ټاس یا پچي تر گټلو وروسته په خپله د منډو جوړولو پریکړه وکړه. د زمبابوې لوبډلې له لومړي سره تیزه لوبه پیل کړه او لومړۍ ویکټه یې هغه وخت له لاسه ورکړه چې مجموعي منډې سل وي. سوځیدونکی لوبغاړی سکندر مرزا وو چې په ۴۱ توپونو یې ۵۹ منډې وکړې. د زمبابوي دوهم اوپنر چیبابه هم په ۴۷ توپونو ۵۴ منډې وکړې. داسې بریښده چې ښایي زمبابوې به افغانستان ته یو ستر هدف وټاکي.

خو د دغو لوبغاړو تر سوځیدو وروسته د زمبابوې کوم لوبغاړی ډیر تم نه شو او په ټاکل شوو شل اورونو کې د زمبابوې لوبډلې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۳ منډې وکړې.

د افغانستان له لوري په توپ غورځونه کې دولت ځدراڼ ډیر ښه وځلید او د مخالفې لوبډلې درې لوبغاړي یې وسوځول. دی د ننۍ ورځې غوره لوبغاړی هم وبلل شو. محمد نبي او راشد خان هم یو، یو لوبغاړی وسوځاوه.

د زمبابوې د ۱۵۳ منډو په تعقیب د افغانستان له لوري محمد شهزاد او عثمان غني لوبه پیل کړه. د دوی دواړو شراکت هم ښه وو او د افغانستان مجموعي منډې یې تر ۴۸ ورسولي.

لومړی سوځیدونکی لوبغاړی محمد شهزاد وو چې په پر ۲۱ توپونو یې د شپږو څلوریزو پر مټ ۳۴ منډې وکړې. تر شهزاد وروسته عثمان غني هم هغه وخت وسوځید چې د افغانستان منډې ۵۸ وې. عثمان غني په ۱۸ توپونو ۱۳ منډې وکړې.

په ننۍ لوبه کې کپتان اصغر ستانکزي ۱۸ او کریم صادق ۱۷ منډي وکړې. خو د محمد نبي ۳۳ او نجیب الله ځدراڼ ۳۷ منډې د پام وړ وې چې د افغانستان لوبډله یې تر بریا ورسوله او تر آخره ناسوځیدلي پاتې شول.

افغانستان په داسې حال کې زمبابوې ته په شپږو ویکټو ماتې ورکړه چې لا هم پنځه توپه پاته ول. د شلم اوور په لومړي توپ نجیب الله ځدراڼ شپږیزه ووهله او بریا د افغانستان په برخه شوه.

په پام کې ده چې د دواړو هیوادونو تر منځ یوه بله شل اووریزه لوبه هم تر سره شي او په دې ډول به د زمبابوي او افغانستان تر منځ د لوبو لړۍ هم پای ته ورسیږي.