1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان : نه امنيتي اونه اقتصادي حالت د زغملو وړ دی

۱۳۸۸ مهر ۹, پنجشنبه

د امنيتي او اقتصادي خراب حالت له کبله عام خلګ ، تجاران او ټول اجتماعی قشرونه په تشويش کښي دي

https://p.dw.com/p/JvVt
انځور: DW

بې ا منيتي او په دولت كې ژور اداري فساد هغه دوه لوی علتونه دي چه افغانان يې د ډول ډول مشکلاتو سره مخامخ كړيدي . د خراب اقتصادي حالت له امله ډيری خلګ د كړاوه څخه ډك ژوند تيروي . بيكاري او د خوراكي موادو د نرخونو جګوالى اکثره خلك د سهار او ماښام د ډوډۍ پر پيدا كولو حيران كړي دي .

خلك پر دولت سخت انتقادونه كوي او وايي چي د نړيوالي ټولني پر ميليارډونو ډالرو مرستو سربيره نه يوازي داچه د خلكو په اقتصادي ژوند كې يو مثبت تغير ندى راغلى، بلكه نور هم د غربت سره مخامخ سوي دي .

د كابل د ښار يو تن اوسيدونكى مولوي عطاالرحمن د بې امنۍ او په دولت كې د اداري فساد څخه سر ټكوي او وايی چه : امنيت نسته ، ګډوډي ده ، د وسله والو طالبانو او دولت لخوا خلكوته ډير مشکلات پيدا کيږي ، خلك په لويو لارو کښي د بې امنيتۍ له کبله په ډاډه زړه تګ او راتګ نسي كولاى، او په دولت كې رشوت او اداري فساد خلك تر سږمو پوري رسولي دي .

د كابل ښار ځينې ښاريان وايی چه : د يوې خوا د خلكو بېكاري او د بلي خوا د خوراكي موادو د نرخونو لوړوالى د خلكو پر ژوندباندي ډيره منفي اغيزه كړيده .

شل كلن رحيم شاه ځدران چه د خوست څخه كابل ته د كار كولوپه خاطر راغلی دی ، وايي چه په ډير مشكل سره د ورځي سل دوه سوه افغانۍ ګټي، او دګرانۍ او د كور د كرايې د وركولو له امله په كابل كښي يې ګزاره سخته سويده .

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو د اطاقونو مرستيال خانجان الكوزى وايي چه كه چيري په لويو لارو كښي لوټماري له منځه ولاړه نسي ، د سوداګرو برمته نيول ختم او په لويو ښارونو كښي امنيتي حالت ښه نسي،نو ډير تجاران او پانګه وال به خپلي سرمايې د هيواد څخه دباندي وباسي .

اقتصادي او امنيتي حالات په داسي حال کښي د خرابيدو پر خواروان دی چه خلك پر دولت ، بين امللي ټولني او سياسي شخصيتونوباندي بې باوره سوي دي . كله چه خلك وپوښتل سي وايي چه واكداران خپل جيبونه ډكوي او د عامو خلكو د ژوند د ښه والي په فكر کښي ندي . دوى نااميده سويدي او وايي چه اته كاله واكدارانو د خلكو په ژوند بازۍ وكړې ،او راتلونكي ته هم چنداني اميدواري نلري .

انور برى پال

کتونکي : محمد قاسم نوري