1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

افغانستان له پاکستانه درې شکمن کسان غوښتي

۱۳۹۶ خرداد ۲۶, جمعه

د افغانستان د استخباراتو اداري له پاکستانه غوښتي چې د کندهار په یوه ترهګره پیښه کې درې ښکیل شکمن کسان ورته وسپاري. د ملي امنیت اداري د پنجشنبې په ورځ وویل چې دغه کسان د کندهار د والي په دفتر کې په یوه برید کې ښکیل ول.

https://p.dw.com/p/2emx1
Mohammad Masoom Stanekzai
انځور: dapd

د افغانستان د ملي امنیت اداري د کندهاري د ولایت په ودانۍ کې د هغې چاودنې په اړه چې پکښې د متحدو عربي اماراتو د پنځو دیپلوماتانو او کندهار د مرستيال والي په گډون ۱۳ تنه ووژل شول، د خپلو څیړنو پایلي خپرې کړې. په پیښه کې د متحدو عربي اماراتو د افغانستان سفیر او د کندهار والي په ګډون ۱۸ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ملي امنیت اداري د رپوټ په حواله په پیښه کې له پوځي چاودیدونکو موادو کار اخیستل شوی وو. یو افغان اشپز چې په ولایت کې یې کار کاوه اقرار کړی دی چې د چاودیدونکي مواد یې ځای پر ځای کړي ول.

هغه زیاته کړې ده چې د طالبانو دوو غړو ورته د دې کار په بدل کې د ۳۰۰۰۰ ډالرو او په پاکستان کې د یوه کور وعده کړې وه. دغه هر څه هغه ته د برید د کامیابي په صورت کې ورکول کیدل.

د افغانستان د ملي امنیت ادارې مشر معصوم ستانکزي، ویلي دي: «موږ له پاکستان سره ټول شواهد شریک کړي دي او د پرمختګ هیله لرو.»

ستانکزي په یوه ویدیويي پیغام کې ویلي دي چې افغانستان په رسمي توګه له پاکستان څخه غوښتي دي چې په پیښه کې ښکیل درې کسان ورته وسپاري.

طالبانو د کندهار ولایت د ودانۍ په برید کې خپله ښکیلتیا رد کړې ده او ټینګار یې کړی چې دغه پیښه د افغان چارواکو د خپل منځینیو اختلافاتو له کبله رامنځ ته شوې ده.