1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

افغانستان له آیرلنډ څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ وگټله

۱۳۹۶ فروردین ۴, جمعه

د افغانستان د کریکټ ملي لوبډلې د آیرلنډ له ملي لوبډلې څخه د یو ورځنیو پنځو لوبو لړۍ درې، دوه وگټله. تر دې دمخه افغانستان آیرلنډ ته د شل اوریزو سیالو په ترڅ کې درې صفر ماتې ورکړې وه.

https://p.dw.com/p/2ZtVT
Indien Afghanistan vs  Irland Cricket
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Qadri

د ننۍ ورځې بریا د دواړو لوبډلو له پاره ډیره مهمه گڼل کیده ځکه چې تر دې دمخه دواړو لوبډلو د دوو، دوو لوبو په گټله سره د سیالیو دغه لړۍ مساوې کړې وه. آیرلنډ ته د افغانستان د رقیبي لوبډلې په سترگه کتل کیږي ځکه چې دواړه لوبډلې د کریکټ د نړیوالې شورا د بشپړ غړیتوب د تر لاسه کولو په هڅه کې دي.

په پنځمه یو ورځنۍ لوبه کې آیرلنډ د ټاس يا پچې تر گټلو وروسته پخپله د توپ وهنې پریکړه وکړه. آیرلنډي لوبغاړو چې تیرې دوې لوبې یې گټلې وي په کراره خپله لوبه پيل کړه او پنځلسم اوور کې یې خپل لومړی لوبغاړ جویس د ۶۹ په مجموعي منډو له لاسه ورکړ. د هغه ویکټه راشد خان واخیسته. خو د آیرلنډي لوبغاړو د منډو جوړولو لړۍ همداسې روانه وه او دوهم لوبغاړی یې د ۱۱۶ منډو په جوړولو له لاسه ورکړ.

خو راشد خان چې په تیرو دوو لوبو کې د توپ اچونې په برخه کې ښه نه وو ځلیدلی یو ځل بیا پر دې وتوانید چې آیرلنډي لوبغاړي وسوځوي او هغوی پرې نه ږدي چې افغانستان ته یو لوړ هدف وټاکي. په ننۍ لوبه کې راشد خان د مخالفې لوبډلې څلور، فرید احمد درې او دولت ځدراڼ بیا دوه لوبغاړی وسوځاول. په پای کې په ۴۹ اوور کې آیرلنډ افغانستان ته د ټولو لوبغاړو په سوځیدو د ۲۳۰ منډو هدف وټاکه. راشد خان په لسو اورونو کې یوازې ۲۹ منډې ورکړې.

افغانستان د ټاکلي هدف په تعقیب محمد شهزاد او نجیب ترکی میدان ته ولیږل. که څه هم افغانستان هم په کراره لوبه پېل کړه خو د ۱۹ په مجموعي منډو محمد شهزاد سره بخت یاري و نه کړه او کیچ اوټ شو. د هغې تر سوځیدو وروسته رحمت شاه میدان ته راغی. رحمت شاه هم محتطانه لوبه پېل کړه خو د هغه او نجیب ترکې ترمنځ ملگرتیا دوام و نه کړ او افغانستان د ۲۵ په مجموعي منډو خپل دوهم لوبغاړی له لاسه ورکړ.

داسې بریښده چې ښایي آیرلنډي توپ اچوونکي پر افغان توپ وهونکو برلاسي شي. خو کله چې کپتان اصغر ستانکزی توپ وهنې ته راغی نو هڅه یې وکړه چې د ویکټو د لویدو لړۍ ودروي چې په دې کار یو څه وتوانید او د رحمت شاه او ستانکزی تر منځ ملگرتیا تر ۹۸ منډو دوام وکړ. اصغر ستانکزی د ۳۹ منډو جوړولو وروسته وسوځید.

د سمیع الله شینواري او رحمت شاه ملگرتیا د افغانستان لوبډله د بري تر ډگره ورسوله. رحمت شاه ۱۰۸ او سمیع الله شینواري بیا ۶۲ منډې وکړې او دواړه بیا د لوبې تر پایه ناسوځیدلي پاتې شول. رحمت شاه دغه منډې په ۱۲۸ توپونو د لسو څلوریزو او یوې شپږیزي پر مټ جوړې کړې. دی د ننۍ لوبې غوره لوبغاړی هم وبلل شو. دا په یو ورځنیو لوبو کې د رحمت شاه دویمه سلیزه ده. افغانستان آیرلنډ ته چې لا اته توپه پاتې وو په ۷ ویکټو ماتې ورکړه. په ننۍ بریا کې د راشد ارمان هم لوی لاس وو.

د دغو پنځو یو ورځنیو سیالیو د لړۍ غوره لوبغاړي مقام د آیرلنډ پاول سترلنگ وگاټه. هغه په یوه لوبه کې سلیزه او په درې لوبو کې پنځوسیزي کړې وې.

د سیالیو غوره توپ اچونکی بیا راشد خان شو چې په پنځو سیالیو کې یې ۱۶ لوبغاړي سوځولي دي. همداشان د توپ وهنې په برخه کې د سیالیو غوره لوبغاړی پاول سترلنگ شو.

د ننۍ لوبه یوه بله ځانگړنه دا وه چې د افغان لوبډلې د تشویق له پاره د افغانستان اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله هم لوبغالی ته ورغلی وو. پر هغه سربیره د افغانستان د ولسي جرگې غړی او مرستیال رئیس حاجي محمد نذیر، په هند کې د افغانستان سفیر، یو شمیر نورو چارواکو او همداشان د افغانستان د کریکټ بورډ مشر شکرالله عاطف مشعل هم په لوبغالی کې وو. لوبغالی ته ډیر شمیر افغانان چې زیاتره یې په هند کې محصلین دي هم ورغلي وو.

اوس په راتلونکي اوونۍ کې د افغانستان او آیرلنډ تر منځ یوه ټیسټ لوبه هم تر سره کیږي. د افغانستان له پاره د دغې لوبې گټل د ټیسټ لوبو دریځ د ترلاسه کولو له پاره مهم گڼل کیږي.