1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د ښځو له پاره د تر ټولو خرابو هیوادونو په ډله کې

۱۳۹۶ آبان ۴, پنجشنبه

ایسلند او ناروي په نړۍ کې د ښځو له پاره تر ټولو ښه خو سوریه او افغانستان بیا د هغوی له پاره تر ټولو خراب هیوادونه ښوول شوي. د یوې تازه ارزونې خپرونکو ویلي چې په یوه هیواد کې د ښځو وضعیت له سولې سره مستقیمه اړیکه لري.

https://p.dw.com/p/2mWT8
Global 3000 Frauen in Afghanistan
آرشيف انځورانځور: Valerie Plesch

په اوسلو کې د سولې له څیړنیز انستیتوت او د ښځو، سولې او امنیت له پاره د جورج تاون انستیتوت، چې دغه شاخص یې جوړ کړی دی ویلي دي چې د ښځو د ژوند اروزونه او ښه کول د هیوادونو د امنیت او سولې له پاره یوه کلیدي موضوع ده.

د ښځو د سولې او امنیت په شاخص کې ۱۵۳ هیوادونه درجه بندي شوي دي چې په کې د نړۍ له ۹۸ سلنه څخه ډیر نفوس ژوند کوي. په دغو هیوادونو د ښځو پر وړاندي له تاوتریخوالي نیولې بیا د هغوی له خوا د ګرځنده تلیفون د کارونې امکاناتو ته تر لاسرسي پورې مسايلآرزول شوي دي. آرزونې د ښځو د ژوند د امکاناتو په برخه کي د هیوادونو په بیلابیلو سیمو او بیا د بیلابیلو هیوادونو تر منځ ډیر زیات واټن په ګوته کړی دی او د ښځو، سولې او امنیت له پاره د جورج تاون انستیتوت اجرائیه وي مشرې میلینا ویروییر، د رویترز خبري آژانس ته ویلي دي: «د ښځو وضعیت او هغوی ته یې د حقونو نه ورکول په واضح ډول په راتلونکې وخت کې د منازعې او بې ثباتي مخکنۍ نښانې دي.»

هغې زیاته کړې ده: «که ښځې وهل کیږي، که د هغوی امنیتي وضعیت ښه نه وي او مخ په خرابیدو وي، که هغوی څنډې ته استول شوې وي، دغه شان وضعیت د یوه هیواد له پاره ښې پایلې نه لري.»

په جوړ شوي شاخص کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا هیوادونه تر ټولو ټیټ او د سکنديناويا هیوادونه بیا د شاخص په سر کې راغلي دي. خو دغه شاخص ښيي چې په ډیری هیوادونو کې د ښځو په برخه کې پرمختګ ډیر زیات غیرې متوازن دی.

په سویلي افریقا کې ښځو د زده کړو او سیاسي فعالیتونو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي خو بیا هم د دې هیواد د لسو ښځو له ډلو څخه له درو څخه کمې یې د شپې له خوا په سړک کې د یوازې ګرځیدو پر مهال د امنیت احساس کوي. په شاخص کې راغلي دي چې په ایران ډیری ښځې یوه مالي حساب ته لاس رسی لري او په سیمه کې د نورو ښځو په پرتله ډیرې زده کړې کوي.

خو بیا هم د ایران قوانین واده شویو ښځو ته پاسپورت د ترلاسه کولو په برخه کې محدوديتونه ایجادوي، میړونو ته دا واک ورکوي چې خپلو میرمنو ته د کار اجازه ور نه کړي او د کورني تاورتریخوالي پر وړاندې د ښځو ساتنه نه کوي.

د دغه شاخص له مخې د ښځو له پاره تر ټولو ښه هیوادونو ایسلند، ناروې، سویس، سلوانیا، هسپانیا، فنلند، کانادا، هالند، سویدن، بلجیم، سنګاپور، دینمارک، آلمان او انګلستان دي.

امریکا متحده ایالات په ۲۲ مقام کې قرار لري ځکه په دې هیواد کې ښځو ته د عین کار له پره د نارینه و په پرتله کمې پیسې ورکول کیږي.

د شاخص په پای کې د سوریې، افغانستان، یمن، پاکستان، د مرکزي افریقا جمهوریت، د کانګو جمهوریت، عراق، مالي، سوډان، نیجر، لبنان، کامیرون او چاد هیوادونو نومونه راغلي دي.