1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د نړۍ تر ټولو ضعیفه پاسپورت لري

۱۳۹۶ آبان ۳, چهارشنبه

د «آرتون کاپیتال» مشورتي شرکت د چهارشنبې په ورخ د بیلابیلو هیوادونو د پاسپورتونو شاخص خپور کړ چې پکښې د سنګاپور هیواد پاسپورت تر ټولو قوي او د افغانستان بیا تر ټولو ضعیفه پاسپورت ښول شوی دی.

https://p.dw.com/p/2mSuu
Afghanistan Reisepässe in Passstelle in Kabul
انځور: picture alliance/dpa/S. Bhandari

په خپور شوي نوملړ کې د ټولو هیوادونو پاسپورتونه د دې له مخې درجه بندي شوي دي چې د لرونکی یې «له ویزې پرته څومره هیوادونو د ته سفر امتیاز» لري. په دې ترتیب سره نو د هغو هیوادونو پاسپورتونه چې لرونکي یې له ویزې پرته ډیر شمیر هیواد ته سفر کولای شي او یا دا چې هلته تر رسیدو ورسته په هوايي ډګر کې ویزه ترلاسه کولی شي، د نوملړ په سر کې راغلي دي.

د نوملړ په سر کې د سینګاپور پاسپورت دی چې لرونکي یې د نړۍ ۱۵۹ هیوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي او یا دې هیوادونو ته تر رسیدو وروسته په هوايي ډګر کې په اسانۍ سره ویزه ترلاسه کولی شي.

د نوملړ دویم نوم د آلمان هیواد پاسپورت دی چې ترې وروسته بیا د سویدن او سویلي کوریا د پاسپورتونو نومونه راغلي دي. آلمانیان کولای شي چې د نړۍ ۱۵۸هیوادونو ته پرته له ویزې سفر کولای شي. د سویدن او سویلي کوریا وګړي بیا ۱۵۷هیوادونو ته پرته له ویزې تلی شي.

په څلورمه درجه کې د دنمارک، فنلند، ایټالیا، فرانسې، هسپانيا، ناروې، جاپان او بریتانيا هیوادونو پاسپورتونه راغلي دي چې اتباع یې کولای شي ۱۵۶هیوادونو ته پرته له ویزې ولاړ شي.

د نوملړ په پای کې د سوریې، پاکستان، عراق او افغانستان هیوادونو نومونه راغلي دي. د سوریې وګړي کولای شي چې ۲۹ هیوادونو ته، پاکستانیان او عراقیان ۲۶ هیوادونو او افغانستان بیا یوازې ۲۲ هیوادونو ته پرته له ویزې تلای شي.

د دې نوملړ په سر کې ډیر د اروپايي هیوادونو د پاسپورتونه راغلي دي. په تیرو دوو کلونو کې د آلمان پاسپورت د نوملړ په سر کې وو خو تر هغه وروسته چې د پاراګوای هیواد سینګاپوریانو ته د ویزې مکلفیت له منځه ویوړ، نو د دغه هیواد پاسپورت د نوملړ سر ته راغی.

د «ارتون کاپیتال» اجرایي مدیر فلیپ مي، وویل: «دا لومړی ځل دی چې د یوه اسیایي هیواد د نړۍ تر ټولو ښه پاسپورت لري. دا د سنګاپور جامع دیپلوماتیک مناسبات او بهرنۍ سیاست ښيي.»

نور هغه اسیايي هیوادونه چې نومونه یې په هغو شل هیوادونو کې شامل دي چې د نړۍ تر ټولو پیاوړي پاسپورتونه لري سویلي کوریا، جاپان او مالیزیا دي.

په عین حال کې واک ته د دونالد ترمپ تر رسیدو وروسته، د امریکا متحدو ایالاتو د پاسپورت ځواک هم کم شوی دی. په وروستیو وختونو کې ترکیې او د مرکزي افریقا جمهوریت د امریکا وګړو ته د پرته له ویزې سفر امتیاز له منځه وړی دی. اوس د امریکا پاسپورت د نوملړ شپږمې درجې ته لویدلی دی.