افغانستان د نړيوالي سوداگرۍ سازمان غړی سو
۱۳۹۴ آذر ۲۶, پنجشنبهاعلان
د نړيوالي سوداگرۍ سازمان غړو وزيرانو د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د دسمبر ۱۷مه) د کينيا په پلازمېنه نايروبي کي په رسمي توگه په دغه سازمان کي افغانستان ته غړيتوب ورکړ.
د فرانسې خبري آژانس د خبر له مخي په دغه غونډه کي د افغانستان رسمي استازي خان رحماني، وويل چي دا ئې د هيواد له پاره يوه «تاريخي» شېبه ده، او په نړیوالي سوداگرۍ سازمان کي غړيتوب ئې «يو له ستراتيژيکو هدفونو څخه وو، څو هيواد ئې سولي او اقتصادي ثبات ته ورسیږي.»
د دغه سازمان مشر روبرتو آزودو، وويل، دی «ډېر خوشاله» دئ چي افغانستان د دغه سازمان غړی سو.
د چهارشنبې په ورځ دې ته ورته مراسیمو کي لابير يا هم په رسمي توگه د نړيوالي سوداگرۍ سازمان غړيتوب تر لاسه کړ.
د کينيا په پلازمېنه نايروبي کي د نړيوالي سوداگرۍ سازمان غونډه د جمعې په ورځ پای ته رسيږي.