1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د ماین پاکۍ په برخه کې د پیسو له کمښت سره مخامخ دی

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۲۹, جمعه

په افغانستان کې د پخواني شوروي او کورنۍ جگړو له کبله د پاته شوو میلیونونو ماینونو د پاکولو بهیر د نړیوالو مرستو د کمیدو او د امنیت د خرابیدو له کبله د دریدو له ګواښ سره مخامخ دی.

https://p.dw.com/p/1JlWJ
انځور: picture-alliance/dpa

له افغانستان څخه د مایونو پاکول د دې هیواد د اقتصاد د ودې له پاره ډیر مهم دي. پلان شوې وه چې افغانستان تر ۲۰۱۳م کال پوري د ماینونو له خطر څخه پاک شي. خو اوس د افغانستان د ټولې خاورې له پنځمې برخې څخه څلور یې له ماینونو پاک شوې ده.

خو له دې کبله چې په افغانستان کې د ماین پاکۍ بهیر ورو پر مخ ولاړ، نو نړیوالې کمیټې له ماینونو څخه د دې هیواد د بشپړ پاکولو له پاره ټاکل شوی ضرب الاجل لس کاله نور هم وروسته کړ. خو آن نوی ټاکل شوی ضرب الاجل ښايي په اسانۍ سره ترلاسه کیدونکی نه وي.

د افغان حکومت د ماینونو پر ضد اقداماتو د همغږی ادارې مشر محمد شفیق یوسفي، وویل: «هر څومره ډیر چې دغه ماینونه په ځمکه کې پاتيږي، په همدې اندازه ډیر خلک ژوبلوي.»

هغه زیاته کړې ده: «دغه ماینونه خلک وژني او معيوبوي یې، د اقتصادي پرمختګ، پانګونو، سیلانیتوب مخه نیسي، ژوند ته زیان رسوي او رواني ډار رامنځ ته کوي چې دغه ماینونه پاک شوي نه وي.»

اوسه هم په افغانستان کې باید ۶۰۰ کیلومتر مربع ځمکه له ماینونو څخه پاک شي. په دې کې ۳۰۰۰ داسې سیمې شته چې د ماینونو شتون پکې تثبیت شوی دی. د ملګرو ملتونو په خبره په دغو سیمو کې ۱۵۷۰ ځايي ټولنې د ماینونو له ګواښ سره مخامخ دي.

له ماینونو ډکه یوه دغه ډول سیمه په سالنګ کې ده. په دې سیمه کې تیره میاشت ماین پاکانو ماینونه پاکول. په دې سیمه کې د پخواني شوروې اتحاد د يرغل له دوران څخه ماینونه او نه چاودیدلی توکي موجود دي.

عبدالوکیل، چې د ماین پاکۍ د یوه شرکت کارکوونکی دی، وایي: «ما دغه مسلک ځکه انتخاب کړ، چې د خپل هیواد خدمت وکړم او خپلې کورنۍ ته نفقه برابره کړم.»

هغه زیاتوي: «ګواښونه شته، خو موږ یې باید مقابله وکړو او خپلو خلکو ته یو امن چاپیریال رامنځ ته کړو.»

د ماینونو ګواښ یو ځل بیا مخ پر ډیریدو دی

په وروستیو وختونو کې د ماین پاکۍ دغې ډلې یو داس ۳۰ کلن ماین وموند چې د یوه لین په واسطه له یوه لاسي بم سره وصل شوی وو. د روان کال د اپریل او جون میاشتو تر منځ د ماینونو او نه چاودیدلو مهماتو له کبله لږ تر لږه ۲۸ کسان وژل شوي او ۵۳ تنه نور ټپیان دي.

دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۰۱م کال کې په هرو څلورو میشتو کې ماینونو ۵۰۷ تلفات رامنځ ته کیدل. خو تیر کال بیا د ماینونو له کبله د رامنځ ته شوو کچه دروان کال په پرتله ټیټه وه.

ملګري ملتونه وایي چې د ماینونو په تلفاتو کې څه نا څه ۸۰ سلنه ماشومان شامل دي. د ماین پاکۍ سامانونو او دولت تر منځ همغږي کوونکی عبدالقادر حلیمي، وايي: «دا د یوې جګړې پر سر د یوې بلې جګړې په څیر دی.»

په وروستیو وختونو کې د ماین پاکوونکې چارې د افغانستان د روانې جګړې له کبله لا ګواښمنې شوې دي. د افغانستان د امنیتي وضعیت په وروستیو کلونو کې د خرابیدو په حال کې دی او دا د ماین پاکۍ چارې لا ستونزمنوي.

چارواکي وایي چې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې له ماینونو ډکې داسي سیمې شته چې د امنیتي وضعیت د خرابوالي له کبله نه شي پاکیدای. په ځینو پیښو کې یاغیان پر ماین پاکانو باندې هم بریدونه کوي.

د پیسو کمښت

سږ کال د ماینونو د پاکولو له پاره ۲۲ میلیونه ډالر ځانګړي شوي دي خو ملګري ملتونه وایي چې د دې کار له پاره ۸۵ میلیونه ډالرو ته اړتیا شته.

له ۲۰۱۱م کال راهیسې د ماین پاکولو له پاره د مرستندویه سازمانونو له خوا د مرستې ژمنې مخ په کمیدو دي. په دې کال کې مرستندویه هیوادونو ۹۷ میلیونه ډالر افغانستان ته د ماین پاکونې په موخه ورکړې وې.

تیر کال د دې کار له پاره یوازې ۳۸ میلیونه ډالر ځانګړي شوي ول. خو افغان او د ملګرو ملتونو چارواکي ویره لري چې سږ کال چمتو شوې پیسې ښايي د ماینونو پاکولو چارو ته بسنه و نه کړي.

په افغانستان کې د ماین پاکۍ له بهیر سره د نړیوالو مالي مرستو کمیدو یو لامل په نورو هیوادونو لکه سورېې کې د جګړې تودیدل دي.

یوسفي وایي: «که دغه اندیښنې دوام پیدا کړي، نو د دې خطر شته، چې موږ به په ۲۰۲۳ کال کې له ماینونو څخه د افغانستان د پاکولو هدف ته و نه رسیږو.»