1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان د خپلوطبيعي زيرمو د استخراج لپاره داوطلبان لټوي

۱۳۸۹ خرداد ۲۸, جمعه

آيا د سيمی سيال هيوادونه هند، پاکستان او چين به د دغو داوطلبانو په جمله کي راشي؟ يو هندي ديپلومات وايي:«د هند اقتصاد د ودي په حال کي دی اوپه خاصه توګه ليتيوم ته سخته اړتيا لري، دا فلز اوس په افغانستان کی زیرمی لری»

https://p.dw.com/p/NuBI
د افغانستان د غرونو لاندی کومی زيرمی بټي دی.
د افغانستان د غرونو لاندی کومی زيرمی بټي دی.انځور: Goa-Foundation/Claude Alvares

د څه مودي راهيسي په افغانستان کي دستروطبيعي زيرمودموندلو څخه خبري کيږي . افغانستان غواړي ددغه طبيعي زيرمو داستخراجولو دپاره نړيوال پانګه وال پيدا کړي .

په تيره بيا هند له ډيري مودي راهيسي د افغانستان د بيرته رغاونی په ډيرو پروژو کي پانګي په کار اچولي ، سړکونه يي جوړ کړي او په مخابراتي چارو کي يي هم کارونه کړي او دسيمي دهيوادونو په کتار کي هند هغه هيواد بلل کيږي چي دجګړه ځپلۍ افغانستان په بيرته روغونه کي د پام وړ ونډه لري . دهند په رسمي خبري رسنيو کي ويل شوي دي چی د افغانستان مسولو مقاماتو له هند څخه دا غوښتنه کړي ده چي دوي دافغانستان د طبيعي زيرمو د استخراجولو په برخه کي خپلۍ پانګي په کار واچوي . په تيره بيا داوسپنۍ ،کاڼي ډبرو ، مس ، سره زر او د ډبرو دسکرو په برخه کي .

دتيري سه شنبي په ورځ دافغانستان دکاڼو او صنايعو د چارو وزير وحيد الله شهراني هند ته دخپل سفر په وخت کي هم دهند دمسولو چارواکو سره په افغانستان کي دکاڼو داستخراجولو په مسايلو باندي خبري وکړي .

دکارپوهانو په عقيده، هند چي طبيعي منابعو ته سخته اړتيا لري ، هڅه به وکړي چي دافغانستان د طبيعي منابعو په برخه کي د پانګي اچولو شانس له لاسه ورنکړي ، په تيره بيا د ليتيوم داستخراجولو پروژه چي نن ورځ په ډيرومصرفي مدرنو صنايعو کي يو کليدي نقش لوبوي .

دSantosh Kumar په نامه دهند يو پخواني ډيپلومات وايي: « هند دهغه هيوادونو په کتار کي راځي چي اقتصاد يي د پرمختګ او ودي په حال کي دی.» له همدي کله دغه هيواد ډيرو کاڼۍ موادوته اړه لري په تيره بيا له دي امله چي هند نن ورځ دهغه صنايعو په برخه کي چي د ليتيوم اونورو سپکو فلزاتو څخه تري کار اخيستل کيږي ، د نړي دصنعتي هيوادونو په برخه کي يو نقش لوبوي . د مثال په توګه دفضا نوردي په صنايعو کي چي د هغه دپاره سپکو فلزي موادوته اړه ليدل کيږي .

Kumar زیاتوی: « مونږ په هند کي دغه رازمواد نلرو او بهره څخه يي واردو . نو داچي دغه مواد اوس زمونږ په ګانويډي توب کي موندل شوي ، زمونږ دپاره د دلچسپي وړ دي .»

خو دغه ديپلومات دا هم وايي چي د هند کمپني په افغانستان کي د کاڼونو د استخراجولو په برخه کي يو لړ جدي انديښني هم لري. هغه وایی: «دلته دوه اساسي ستونزی دي ، يو امنيتي وضع او دوهم ترانسپورتي ستونزي. دغه کاڼونه په هغه سيمو کي دي چي استخراجول اوترانسپورت زيات لګښت غواړي .»

دهمدي روان ميلادي کال په پيل کي د ترهګري ديوه ګوزار په پيښه کي 7 تنه هنديان په کابل کي ووژل شول چي له دي امله هند په افغانستان کي دخپلو اتباعو د امنيت دساتني په هکله سختي انديښني لري .

همداشان دامريکۍ په متحده ايالتونو کي هم ډير کتونکي په دي عقيده دي چي امنيتي ستونزی ، زير بنايي نيمګړتياوي ، بډي اخيستل او اختلاس به په افغانستان کي د طبيعي زيرمو داستخراجولو په لاره کي سترخڼډونه وي . له بله پلوه د دي خطر هم شته چي له دي وروسته کله چي طالبان ويني چي افغانستان په اصطلاح د پټو خزانو يوه ځمکه ده نو دوي به خپل عمليات لا پسي زيات او پراخه کړي .

ديشا اوپال/ضياء الحق فضلي

کتونکي: عبدالباري حکيم