1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د تاپي په پروژه کې د پام وړ پرمختګ شوی

خلیل الرحمن امید۱۳۹۴ آبان ۳, یکشنبه

افغان حکومت وایي چې د تاپي پروژې د پلي کولو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي. دغه پروژه له اقتصادي اړخه د افغانستان له پاره ډیر ارزښت لري.

https://p.dw.com/p/1Gtxv

د افغانستان او پاکستان له لارې هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د لیږدولو پروژه چې د تاپي پروژې په نوم شهرت لري د سیمې په کچه یوه لویه اقتصادي پروژه بلل کیږي. افغانستان په دې هڅه کې دی چې دغه پروژه ژر تر ژره پلي شي.

ټاکل شوې ده هغه څلور هیوادونه چې په دې پروژه کې ښکیل دي، د یوې میاشتې په جریان کې د هغې د عملي کار د پیلیدو نیټه اعلانوي. پر دې سربیره د هغو مواردو پر سر د توافق رامنځ ته کیدو په موخه هم د ښکیلو هیوادونو تر منځ ناستې ډیرې شوې دي، چې لا تر اوسه پرې موافقه نه ده شوې.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني، د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: «په پرمختګونو کې د تاپي شرکت د سهمدارانو د توافق لاسلیکول شامل دي. د اکتوبر په ۲۴مه نیټه د تاپي په پروژه کې د ښکیلو هیوادونو وزیرانو په عشق آباد کې غونډه وکړه او ځینو توافقونو ته سره ورسیدل.»

مستغنی وویل چې په دې ناسته کې د افغانستان، پاکستان، هند او ترکمنستان د نفت او ګاز وزیرانو ګډون کړی وو. د هغه په خبر ترکمنستان اعلان وکړ چې د تاپي پروژې ۸۵ سلنه سهم به ومني. دا په دې معنی ده چې پاتې درې هیوادونه به هر یو یوازې پنځه سلنه سهم ومني.
امنیتي ناسته
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ د لوړ پوړو دولتې چارواکو د یوې ناستې کوربه وو. په دې ناسته کې د افغانستان د ملي امنیت مشاور حنیف اتمر او د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو استازي حاضر وو.

په راتلونکې امنیتي ناسته کې به د سمیې او نړیوالې ټولنې استازي هم گډون ولري او د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه به په کې بحث وشي. ویل کیږي چې د پاکستان استازی به په دې ناسته کې حاضر نه وي خو د افغانستان د بهرنیو چارو ویاند په دې اړه څه و نه ویل.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب