1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان ته د اروپا د ۸۰ زره مهاجرو د منلو پټ خبرداری

۱۳۹۵ مهر ۱۱, یکشنبه

يو ځل بيا د اروپايي اتحاديې لخوا د شاوخوا ۸۰ زره افغان مهاجرو د اخراج او د افغانستان دولت لخوا د هغو د منلو بحثونه راولاړ شوي دی. رپوټونه وايي اروپا غواړي افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي.

https://p.dw.com/p/2QoIa
Flüchtlinge aus Afghanistan protestieren gegen Sexismus und Rassismus in Köln
انځور: DW/E. Hadid

 

روانه اوونۍ په بروکسل کې د افغانستان په اړه کنفرانس جوړيږي، د کنفرانس له جوړيدو څخه د مخه يو ځل بيا د اروپايي اتحاديې لخوا د شاوخوا ۸۰ زره افغان مهاجرو د اخراج او د افغانستان دولت لخوا د هغو د منلو بحثونه راولاړ شوي دی. رپوټونه ورکړل شوي دي چې اروپا غواړي افغانستان سره خپلې مرستې کمې کړي.

له اروپا څخه د ۸۰ زره افغان مهاجرو د ايستلو په اړه تازه خپاره شوي رپوټونه د دې ښکارندوي کوي چې دغه اتحاديه په يو ډول، د افغانستان پر حکومت خپل فشارونه زياتوي. د ګارډین ورځپاڼه وايي چې اروپايي اتحاديې په دې باب افغان چارواکو ته «پټ خبرداری» ورکړی دی.

د بروکسل د کنفرانس موخه

ګارډين د اروپايي اتحاديې د یو محرم سند پر بنسټ چې بهر ته یې درز کړې دي ليکلي دي، اروپايي اتحاديه په داسې وخت کې چې په افغانستان کې وضعيت خراب شوی دی، دغه هيواد سره ېې خپلې ځينې مرستې د «مهاجرت حساسې» مسئلې ته ځانکړې کړي دي.

د اکتوبر په څلورمه او پنځمه نيټه، په پروکسل کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون، د نړۍ د ۷۰ هيوادونو استاځي راټوليږي. په دغه کنفرانس کې افغانستان سره د هغو نړيوالو مرستو په باب چې د توکيو په غونډه کې تصويب شوي دي؛ بحث کيږي. په پام کې ده چې افغانستان څخه هر کال د ۴ ميليارډو ډالرو د مالي مرستې ملاتړ وشي.

د اروپايي اتحاديې چارواکو په کراتو د هغو افغان مهاجرو چې د پناه غوښتنې درخواستونه يې رد شوي د بيرته ستنيدو خبرې کړي دي. دغې اتحاديې په دې باب حتې د افغانستان حکومت سره د یوې موافقتنامې د لاسليک کيدو خبره هم کړې ده.

پر مهاجرو دې فشارونه نه راوړل کيږي

ګارډين ورځپاڼې وايي چې د اروپايي اتحاديې په محرم سند کې راغلي دي، په هغه صورت کې چې افغانستان د رد شويو افغان مهاجرو له منلو څخه انکار وکړي نو دغه اتحاديه به د افغانستان سره خپلې مالي مرستې په شدت سره کمې کړي.

تيره اوونۍ د افغانستان پارلمان، د افغانستان د بهرنيو او د کډوالو د چارو وزيران د مهاجرو د ستونزو د زياتيدو په اړه پارلمان ته وغوښتل. د پارلمان غړي مهدي وويل:« د افغانستان حکومت، د بهرنيو او د کډوالو د چارو وزارتونه دې د ۱۹۵۱کنوانيسون مطابق، پر خپلې موضعګیرۍ ودريږي او د يو اړخيزو توافقنامو په سرته رسولو دې اروپا کې پر افغان مهاجرو فشارونه نه زياتوي او ستونزې دې نه راولاړوي».

توافقنامه لاسليک شوې نده

د افغانستان د کورنيو چارو وزير صلاح الدين رباني وويل چې افغانستان له اروپا سره هيڅ توافقنامه نده لاسليک کړې، بلکه په بروکسل کې يوه ګډه اعلاميه خپره شوې ده. رباني وويل افغانستان د نړيوالو کنوانسيونو مطابق، اخراج شوي مهاجر نه دي منلي او حتي په اروپايي هيوادونو کې افغان سياسي نمايندګيانو مهاجرو ته د بيرته ستنيدو سندونه ندي ورکړي چې دا کار د ځينو «اروپايي حکومتونو» د ناراحتۍ سبب واقع شوی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير زیاته کړه چې ځينو اروپايي هيوادونو د افغانستان دولت ته ويلي دي چې نشي کولاي په يوه وخت کې هم افغان مهاجرو او هم افغان حکومت سره مرستې ترسره کړي. هغه وویل:« د ملي يووالي حکومت، اروپايي هيوادونو سره د نيکو روابطو د لرو او د دغو هيوادونو د مالي ملاتړ د ساتنې په هکله د نظر بدلون ورکړ، اوس مونږ هيله مند يو چې د مهاجرت د بحران په برخه کې پرمختګونه رامنځ ته شي تر څو وشو کړای خپل هيواد ته زياتې مالي انکشافي مرستې په لاس راوړو.

خو د افغانستان د کډوالو او بيرته راستنيدونکو د چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي، بيا د افغان مهاجرو د داوطلبانه ستنيدلو څخه هرکلی وکړ، خو ورسره يې د هغوي ژوند ته د رسيدګې په برخه کې د امکاناتو د کمښت خبره وکړه. بلخي په دې برخه کې له نورو وزارتونو څخه د مرستو غوښتونکی شو.

اوس مهال په افغانستان کې له يو ميليون څخه زيات کورني بيځایه شوي هم شتون لري، چې دا په تيرو پنځلسو کلونو کې يو تازه رګارډ دی. له بلې خوا هره ورځ له ۵ زره څخه زيات مهاجر له پاکستان او له زرو څخه زیات مهاجر بیرته افغانستان ته ستنيږي. د افغانستان حکومت او مرستندويه نړيوال سازمانونو دغو مهاجرو سره د لازمو مرستو د ترسره کولو په برخه کې پاتې راغلي دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (25.09.2016):