1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او چین څلور موافقتنامې لاسلیک کړې

دويچه ويله/ سيد رياض۱۳۹۳ آبان ۷, چهارشنبه

چین ته د افغان ولسمشر د سفر په ترڅ کې دواړو هیوادونو په اقتصادي او تخنیکي برخو کې د همکارۍ څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي. همداشان دواړو مشرانو د یوه اوږدمهاله مشارکت د رامنځ ته کولو پر سر ټینگار کړی دی.

https://p.dw.com/p/1Ddbz
انځور: Getty Images

د افغانستان د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې اشرف غني احمدزي د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۴م کال د اکتوبر ۲۸مه) پیکینگ ته په خپل لومړي رسمي سفر کې له خپل چینایي سیال شي جین پینگ، سره ولیدل.

زیاته شوې ده چې اشرف غني احمدزي وړاندیز کړی دی چې ۲۰۱۵م کال د افغانستان او چین تر منځ د دیپلوماتیکو اړیکو د شپېتمي کلیزي سره برابر دی، نو دغه کال دې «د افغانستان او چین تر منځ د دوستې او همکارۍ» په نوم ونومول شي.

د افغانستان د ولسمشر د مطبوعاتي دفتر په وینا د چین ولسمشر ویلي دي چې د استانبول د پروسې او شانگهایي سازمان غړي به دې ته وهڅوي چې له افغانستان سره همکارۍ ته خپل تمرکز ډیر کړي.

د جمهوري ریاست مطبوعاتي دفتر د شي جین پینگ، له قوله لیکلي دي: «موږ غواړو چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د لا زیات اعتماد د رامنځ ته کولو په خاطر خپل نقش ادا کړو.»

د افغانستان او چین چارواکو د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو په حضور کې د همکارۍ څلور موافقتنامې لاسلیک کړې. په دغو موافقتنامو کې د سیاسي پاسپورتونو له پاره د ویزو له منځه وړل، له افغانستان سره د چین بشردوستانه مرستې، د دواړو هیوادونو تر منځ اقتصادي او تخنیکي همکاري او همداشان د دواړ هیوادونو د صنایعو خونو تر منځ همکاري شامله ده.

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي له خپل چینایي سیال سره د ملاقات پر وخت ویلي دي: «موږ چین ته د یوه لنډمهاله، منځ مهاله اوږمهاله او ډیر اوږدمهاله ستراتیژیک شریک په سترگه گورو.»

د ولسمشرۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې وینا پاڼه کې راغلي دي چې شي جینګ پینګ هیله څرګنده کړه چې د یو متحد، ثبات لرونکي، سوکاله او پرمختللي افغانستان شاهد واوسي.

چین د افغانستان په شمال ختیځ کې له دغه هیواد سره ۷۶ کیلومتره اوږده پوله لري. چین همداشان د افغانستان په طبیعي زیرمو کې له پانگونې سره لیوالتیا لري. دغه هیواد لا تر مخه له افغانستان سره په لوگر ولایت کې د مس عینک کان او آمو سیند د نفتو د استخراج پروژې لاسلیک کړي دي.

اشرف غني احمدزي بیا هم چینایي پانگوال په افغانستان کې پانگونې ته تشویق کړي او له هغوی یې غوښتي دي چې د ترانسپورت، د سړکونو د جوړولو او د اورگاډي پټلۍ د غځولو په برخه کې پانگونه وکړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي کونگ ژوانیو، د دواړو هیوادونو د ولسمشرانو تر لیدنې کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې چین په راتلونکو درو کلونو کې له افغانستان سره یونیم میلیارد چینايي یوان (۲۴۵ میلیونه) ډالره مرسته کوي.

پر دې سربیره د چین ولسمشر ژمنه کړې ده چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به افغانستان ته ۵۰۰ تحصیلي بورسونه ورکړي، څو ځوانان د چین په پوهنتونونو کې زده کړي وکړي.

د کونگ په وینا احمدزي د «ترهگرو ځواکونو» پر وړاندي خپل «پیاوړی چمتووالی او ملاتړ» څرگند کړ. پیکینگ «ترهگر ځواکونه» د دغه هیواد په نسبي توگه ناآرامه ولایت سنکیانگ کې د بریدونو له پاره گرم گڼي، چې د لږکيو ایغور مسلمانانو ټاټوبی دی.

اشرف غني احمدزی به چین ته د خپل څلور ورځني سفر په وروستۍ ورځ د استانبول پروسې په غونډه کې گډون وکړي چې سږ کال یې کوربه توب د چین پر غاړه دی. چینایي څیړونکی وایي، دا چې اشرف غني احمدزي د خپلي کاري دورې په لومړنیو اوونیو کې چین ته سفر کړی ځانگړی سمبولیک اهمیت لري.

چين ته د غني لومړی رسمي سفر
چين ته د غني لومړی رسمي سفرانځور: Reuters/Jason Lee