1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او ایران په کابل کې گډ نندارتون پرانیست

حسين سيرت۱۳۹۳ بهمن ۲۸, سه‌شنبه

افغانستان او ایران په کابل کې خپل دویم سوداگریز نندارتون پرانيست. په دې نندارتون کې بېلابېل افغاني او ایراني توکې نندارې ته وړاندي شول چې موخه یې د دواړو هیوادونو تر منځ د سوداگریزو اړیکو پراخیدل دي.

https://p.dw.com/p/1EdHy
Afghanistan Iran Industrieschau in Kabul
انځور: DW/H.Sirat

دغه نندارتون د افغانستان د سوداگري او صنایع خونې او په کابل کې د ایران سفارت له خوا په اورانوس هوټل کې د څلورو ورځو له پاره پرانيستل شوی دی. په نندارتون کې ۱۱۵ افغان او ایراني شرکتونو خپل محصولات نندارې ته وړاندي کړي دي چې پکښې خوراکي مواد، درمل، فرش، تلویزیون، یخچال، موټر او زراعتي توکي شامل دي.

افغان دولتي چارواکي وایي چې د دغه شان نندارتونونو د پرانيستلو له لاره غواړي ایراني پانگوال په افغانستان کې پانگوني ته وهڅوي. د سوداگرۍ او صنایع خوني رئیس عتیق الله نصرت، دویچه ویله ته وویل: «د دغه نندارتون اصلي هدف دا دی چې له ایران سره زموږ سوداگریزي اړیکې ډیري شي. موږ غواړو چې ایران ته مو صادرات ډیر شي او ایراني پانگوال هم په افغانستان کې پانگونه وکړي.»

نا انډوله سوداگري

پاکستان، ایران او چین له افغانستان سره تر نورو ډیري سوداگریزي اړیکي لري. د افغانستان په بازارونو کې د دغو هيوادونو ډیر محصولات لیدل کیږي.

د سوداگري او صنایعو خوني د شمیرو له مخې افغانستان ایران ته په کال کې د ۶۰ میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات لري خو په ۲۰۱۴م کال کې بیا افغانستان ته د ایران د صادراتو ارزښت یو میلیارد او شپږ سوه میلیونه ډالرو ته رسېد.

افغان چارواکي وايي چې د دغه شان نندارتونونو په جوړولو سره افغانستان هم غواړي چې ایران ته خپل صادرات ډېر کړي.

افغانستان اوس یو مصرفي هیواد دی او هر کال د ۱۲ او ۱۵ میلیاردو ډالرو په ارزښت له نورو هیوادونو څخه واردات کوي. د سوداگري او صنایعو خوني پر ایراني سوداگرو باندي غږ وکړ چې افغانستان ته په لوړ کیفیت محصولات راوړي.

د ایران د جمهور رئیس اجرائیه وي مرستیال محمد شریعت مداري، په دې نندارتون کې له افغان او ایراني سوداگرو څخه وغوښتل چې د اوږد مهاله منافعو په اړه فکر وکړي. هغه وویل چې دواړه هیوادونه ډیر ښه چانسونه لري چې یو له بل سره اوږدې اړیکي ولري: «دواړه اړخونه هم ایران او هم افغانستان باید هڅه وکړي چې د سوداگري او د همکاریو د پراخیدو په مخکي پراته خنډونه وپیژني او هغه له منځه یوسي.»

د افغان ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش هم د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو پر پراخیدو باندي ټینگار وکړ او ویې ویل چې په افغانستان کې ثبات د سیمي او نړۍ په گټه دي. هغه روښانه کړه چې گاونډي هیوادونه یو له بل سره مرسته و نه کړي نو امنیت او اقتصادي وده به هم زیانمنه شي.

Afghanistan Iran Industrieschau in Kabul
انځور: DW/H.Sirat
په نندارتون کي نندارې ته وړاندي سوي موټر
انځور: DW/H.Sirat