1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او اروپايي ټولني د ۲۰۰ ميليونه يورو تړون لاسلیک کړ

۱۳۹۵ مهر ۱۳, سه‌شنبه

افغان حکومت او اروپايي تولني د بروکسل کنفرانس په لومړۍ ورځ د «دولت جوړوني» تړون لاسليک کړ چي اروپايي ټولنه به د دغه تړون له مخي افغان حکومت ته دوه کاله هر کال ۲۰۰ ميليونه ډالره ورکوي.

https://p.dw.com/p/2QrZe
Afghanistan Konferenz
انځور: DW/M.A. Farahmand

د بروکسل کنفرانس په لومړۍ ورځ د افغانستان د مالي وزير اکليل حکيمي او د اروپايي ټولني د پراختيايي ادارې مسئول نوين ميميکا د ولسمشر محمد اشرف غني په مخکي دغه تړون لاسلیک کړ.

د دغه تړون له مخي اروپايي ټولنه د افغانستان د بوديجې د ملاتړ په موخه دوه کاله د افغانستان له بوديجې سره هر کال ۲۰۰ ميليونه ډالره مرسته کوي.

افغان حکومت به دغه پيسې د «ملي پخلايني او افغانستان د پراختیا» پروسو په برخه کي مصرفوي.

د اروپايي ټولني د نړيوالو اړیکو مسئول د دغه تړون د لاسلیک پرمهال وويل: «دا د افغانستان او اروپايي ټولني ترمنځ د اړيکو د پراخېدو په برخه کي ښه ګام دی.»

د افغانستان د ماليې وزير اکليل حکيمي وويل چي له دغو مرستو څخه به په هغو برنامو کي ګټه واخلو چي د افغانانو د ژوندانه په وضعيت کي ښه والی راسي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب