1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان او آلمان د خپلو دوستانه اړیکو پېړۍ لمانځي

خليل الرحمن اميد۱۳۹۴ شهریور ۸, یکشنبه

د دې لمانځغونډې پر مهال د جرمني هیواد د بهرنیو چارو وزیر له پاکستان څخه غوښتي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

https://p.dw.com/p/1GO7H
انځور: Reuters/O. Sobhani
فرانک والتر شټاین مایر، د یک شنبې په ورځ (د ۲۰۱۵کال د اګست په ۳۰مه نېټه) په کابل کې له افغان حکومت سره په ګډه د خپلو اړیکو پېړۍ ولمانځله. نوموړي وويل چي پاکستان ته به د خپل سفر پر مهال د هغه هیواد له چارواکو سره هم د افغانستان د سولې موضوع مطرح کړي.

د افغانستان او آلمان هیواد د دوستۍ په سلمه کلیزه کې ولسمشر محمد اشرف غني، اجراییه ریس عبدالله عبدالله، د پارلمان غړو او د حکومت نورو لوړ پوړو چارواکو ګډون درلود.

ولسمشر غني وویل د آلمان او افغانستان دوستي د شاه امان الله خان غازي د واکمنۍ پر مهال پیل شوې او هماغه مهال د دارالامان ماڼۍ هم د جرمني هیواد له خوا جوړه شوه. د هغه په وينا دې ماڼۍ چې د هیواد ټولې کورنۍ جګړې زغملې اوس یې حالت د یوې کنډوالې په څېر دی. غني وايي یو ځل بیا به هم د جرمني له هیواد د یادې ماڼۍ د جوړېدو غوښتنه وکړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر تر مانځغونډې وروسته له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل چې د دواړو هیوادونو اړیکې به ناپایه دوام ولري. هغه وویل: « موږ په خپل منځ کې د دواړو هیوادونو د یوې پېړی دوستانه اړیکو له پاره جشن نیولی و. دا سل کاله څومره زر تېر شول. او د افغانستان او المان آړیکې څومره ژورې شوې دي، ټاکل شوې موږ له اماني لېسې څخه لیدنه وکړو هغه ځای چې المان یې د لمړي ځل له پاره د بنسټ ډبره کېښوده.»

د امنیتي حالت د خرابېدو اندېښنه
Afghanistan Frank-Walter Steinmeier nach seiner Landung in Kabul
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen


د جرمني هیواد د بهرنیو چارو وزیر وايي داسې مهال یې افغانستان ته سفر کړی چې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د دې هیواد امنیتي حالت د خرابېدو په حال کې دی. مایر پر افغان حکومت ټینګار وکړ چې د سولې د پروسې په برخه کې دې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

فرانک والټر شټاین مایر همدا شان وویل چې د افغانستان او پاکستان د اړیکو له خرابېدو او د سولې د خبرو له درېدو څخه به ددې دواړو هیوادونو دوښمنان ګټه والي او سیمه به نوره هم نا امنیه شي.

هغه همدا شان وویل چې د کابل تر سفر وروسته به اسلام اباد ته هم سفر وکړي او د سولې د خبرو اترو په اړه به ورسره وغږیږي.

المان د افغانستان له امنیتي سکټور سره ۱۹۰ میلیونه یورو کلنۍ مرسته کوي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر وايي جرمني د بیا رغونې په برخه کې هم له کاله ۳۵۰ میلیونه یورو مرسته کوي. آلمان په تېرو ۱۳ کالو کې د افغانستان په شمال کې نظامي ماموریت هم درلود چې پر مهال یې ګڼ شمېر سرتیري ټپیان او ۵۸ یې وژل شوي دي.

د دواړو هیوادونو د دوستانه اړیکو د لمانځنې په غونډه کې ولسمشر غني وویل المان د خپلې دوستۍ په اوږدو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې.

غني وویل د نادر شاه او ظاهر شاه د واکنیو پر مهال هم المان د برېښنایي بندونو، نساجۍ، او درمل جوړونې په برخه کې مرستې کړې. ولسمشر غني په افغانستان کې د آلمان د مرستو او قربانیو له کبله یاد هیواد ته کورودانی ووایه او زیاته یې کړه چې د ایسف په چوکاټ کې د جرمني هلې ځلې د ستایلو دي.

ورته مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم د دواړو هیوادونو له دوستانه اړیکو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه: « افغانستان او المان د لمړي ځل له پاره په ۱۹۱۴ او ۱۹۱۵ کلونو کې د یو او بل د بهرنیو سیاستونو په چوکاټ کې ځای پیدا کړ، په تېرو سلو کالو کې د دواړو دوستو هیوادونو اړیکې له هر دول ستونزو څخه تشې وې.»

د همکاریو دوام

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ټینګار وکړ چې د افغانستان په شمال کې به د برېښنايي بندونو، سړک جوړونې او څښاک اوبو د برابرولو پروژو ته په راتلونکو کلونو کې هم دوام ورکړي. هغه له افغان سوداګرو څخه غوښتنه وکړه چې د بلخ هوايي ډګر ته څېرمه دې پانګونه وکړي. دا هوايي ډګر هم د جرمني هیواد له خوا جوړ شوي.

لا تر اوسه مالومه نه ده چې جرمني عسکر به تر ۲۰۱۶ کال ورسته هم په افغانستان کې پاته شي که نه؟ خو والټر شټاین مایر وايي دا پرېکړه به د ناټو غړي هیوادونه کوي. مایر وویل د آلمان پارلمان به هم په سږني مني کې په افغانستان کې د خپل نظامي حضور په اړه پرېکړه وکړي.

افغان حکومت ته د جرمني له خوا د افغان ډیپلوماټانو د روزلو پروژه هم هیله بښونکې ده او زیاتوي چې د اماني لېسې زده کوونکي دې هم په یاد هیواد کې وروزل شي.