1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

افغانستان «آلمانی طالب» آلمان ته وسپاری

۱۳۹۷ اردیبهشت ۶, پنجشنبه

افغانستان هغه آلمانی شکمن طالب جنگيالی آلمان ته وسپاری، چي د روان کال په فيبروري مياشت کي د افغانستان په جنوب کي افغان امنيتي ځواکونو نيولی وو.

https://p.dw.com/p/2wisB
Afghanistan als Taliban Kämpfer festgenommener deutscher Staatsbürger Abdul Wadood
انځور: Afghan security forces

دغه ۳۶ کلن د هلمند ولايت په گريشک ولسوالۍ کي د افغان امنيتي ځواکونو د عملیاتو پرمهال نیولی سوی وو او اوس په جرمني کي په بند کي ناست دئ.

د آلمان په کارلسروهه ښار کي د دغه هيواد عمومي څارنوالۍ د پنجشنبې په ورځ ويلي دي: «پر تورن باندي ډير سخت شک دی چي د يوې بهرنۍ تورريستي ډلي «طالبانو» غړی سوی وو.»

افغانستان د چهارشنبې په ورځ دغه پولنډی الصله آلمانی توماس ک. د آلمان ته وسپاره او د آلمان فدرالي محکمې د هغه د بندي کولو امر وکړ.

د تحقيقاتو له مخي دغه سړی په ۲۰۱۲م کال کي پاکستان ته سفر کړی او د ۲۰۱۳م کال په لومړيو کي له وسله والو طالبانو سره يوځای سوی او د هغوی د جنگياليو د روزني په يوه کمپ کي روزل سوی دئ.

تر دې وروسته بيا هغه په افغانستان کي وسله والو طالبانو ته لېږل سوی وو.

د آلمان عمومي څارنوال ويلي دي چي د طالبانو مذهبي بنسټپالني سازمان له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو د ايستلو هدف تعقيبوي. هغوی دغي موخي ته د رسېدو له پاره له ځانمرگو بريدونو، ماينونو او بمي چاودنو څخه کار اخلي، چي په دې کي ډير ملکي تلفات رامنځ ته کيږي.