افغانانو په تيرو دوو کلونو کي ۲ ميليارده ډالره بډي ورکړي دي
۱۳۹۳ خرداد ۷, چهارشنبهپه دغو پوښتل سوو کسانو کې نيژدې ۸۱ سلنه يې تر امنیت وروسته فساد تر ټولو ستره ستونزه بللې ده. د دغي سروې له مخي په هرو درو کسانو کې ۲ یې د بېلابېلو لاملونو له مخي بډو ورکولو ته اړ شوي دي.
په افغانستان کي د روڼوالي د څار سازمان مشر یما ترابي، د چهارشنې په ورځ (۲۰۱۴ کال د مۍ ۲۸) په کابل کې د دې سروې د خپرېدو پر مهال خبریالانو ته وویل، چې په افغانستان کې د بډو ورکولو کچه تر دوه کاله دمخه نوره هم لوړه سوې ده:
«دوه کاله وړاندي د افغانانو د بډو د ورکړي کچه ۱،۲ میلیارده ډالره وه چې اوس دا کچه ۲ میلیاردو ډالرو ته لوړه شوې ده. دا د فساد په کچه کې د پام وړ زیاتوالی ښيي.»
ترابي زیاتوي چې تردې وړاندي به تر امنیت وروسته بې وزلي، بې کاري ستره ستونزه ګڼل کېده، خو اوس تر امنیت وروسته فساد دویمه ستره ستونزده بلل کیږي.
د سروې پر بنسټ تر عدلي او قضايي بنسټونو وروسته د پوهني او روغتیايي څانګي هم په فساد کې ښکېلي دي:
«یو څه چې جالب او تازه دي، هغه دا چې د پوهني په خدمتونو کې د دریمي درجې او د عامي روغتیا په څانګو کې په څلورمه درجه د فساد کچه لوړه شوې ده.»
د افغانستان د روڼوالي د څارني سازمان په هرو دوو کلونو کې د فساد په اړه ملي سروې ترسره کوي.
سره له دې چې افغان حکومت د فساد پر ضد د مبارزې څو ادارې رامنځته کړي دي خو بیا هم لېدل کیږي چې په دغه هيواد کې د فساد کچه ورځ تر بلي لوړیږي.
د کارپوهانو په باور پر حکومت د اغېزمنو څارونکو بنسټونو نه شتون د دې عامل شوی دی چې افغانستان د نړۍ په کچه فاسد هېواد وپیژندل شي.
د چارو کتوونکي عاشق الله یعقوب په دې اړه دوچه ویله آلمان غږ راډیو ته وویل، افغان حکومت د فساد د له منځه وړلو له پاره پياوړې سیاسي اراده نه لري:
«په حکومت کې داسي اراده نشته چې هغوی دې په ریښتینې بڼه د فساد جرړي وباسي، بل لامل یې په خپله دا هم دی چې که دا حکومت د فساد پر وړاندي د مبارزې اراده هم ولري، نو توان یې نه لري، دا ځکه چې په حکومت کې ډېري پیاوړي ډلې شته چې په فساد کې ښکېلي دي.»
په افغانستان کې د اداري فساد ډيرښت ځیني نور لاملونه هم لري، چې مهم یې ناامني، بې وزلي او له قانون څخه د معافیت فرهنګ بلل شوي دی.