1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانانو پر خطرناکو لارو اروپا ته مخه کړې

ميرويس جلالزی/ کابل۱۳۹۱ دی ۴, دوشنبه

د ۲۰۱۴ کال په را نژدې کیدو خارج ته د افغانانو د تیښتي پروسه ګړندۍ شوې ده. هغه کورنۍ چي اوس له افغانستان څخه د وتلو په حال حکي دي وايي، چي د هیواد د راتلونکي په اړه يې هیله مندي له لاسه ورکړې ده.(انځول له ارشيف څخه)

https://p.dw.com/p/178O8
انځور: picture-alliance/dpa

د اسدالله په نوم یوه ځوان نن په کابل کې دویچه ویله ته وویل، چې دی د هغو کسانو له ډلي څخه یو دی چې تر ۲۰۱۴ کال دمخه یوه امن ځای ته د خپلي کورنۍ د ایستلو له پاره هلي څلي کوي:

«زه د الکترونیک یو انجینیر وم اوس پروژې پای ته ورسېدې، هڅه کوم چې له ۲۰۱۴ کال دمخه له خپلي پنځه کسیزه کورنۍ سره له افغانستان څخه ووزم. ښايي بیا د اتیایمي لسیزي په څير کورنۍ جګړه ونښلي.»

هغه وایي زه دلته د راتلونکي په اړه هیڅ خوشبینه نه یم هيڅ راز خوشبیني نه لرم. له دغو تشویشونو سره سره افغان حکومت او امریکا، افغانانو ته ډاډ ورکوي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم په افغانستان کې حضور ولري او کورنۍ جګړه به نه رامنځته کیږي.

امریکا ویلي دي چې د نړیوالي ټولني ميلیاردونه ډالره مرستي لا هم له افغانستان سره پر ځای دي، او امریکا نه غواړي، چي هر څه پریږدي او بیا ګډودي رامنځته شي.

د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د افغانستان د څانگي کارکوونکي مصطفی پوپل دوې ورځي وړاندي په کابل کې د خبرو پر مهال وویل چې امریکا له افغانستان سره د اوږد مهالو علایقو غوښتونکې ده او په عمل کې یې هم دا ثابته کړې ده:

«امریکا داسي کوم پریکړه نه ده کړې چې افغانستان پریږدي او دا خلک یوازي شي، موږ بر عکس له افغانستان سره د اوږد مهاله همکاریو په لټه کې، چي دغه همکاریو ته په راتلونکې کښې هم دوام ورکړو.»

خو د امریکا او نړیوالي ټولني دغو ژمنو چې افغانستان به یوازي نه پریږدي د هغو نا امیدیو او تت انځور د ليري کولو له پاره چې د ډیرو افغانانو په ذهن کې دی ډیر څه نه دي کړي.

د کابل دوو تنو اوسیدونکو له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل هغه افغان ځواکونه چې امریکا او حکومت اوس پرې حساب کوي نه شي کولای د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته اوسنی نسبي امن وساتي: «مونږ په افغان ځواکونو ډاډه نه یو، هغوی تنظیمي او قومي جوړښتونو ته په پام سره عمل کوي، وسلي نه لري سواد نه لري.»

له دویچه ویله سره په خبرو کې یو شمیر عادي افغانانو او کسب کارو ویل چي اوس مهال د امنیتي انديښنو له کبله ډیر کاروبارونه سقوط شوي دي.

ميرويس جلالزی/ کابل
نجيب الله زيارمل