1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان: کانديدان دي ملت نه برمته کوي

حسين سيرت/ مسعود جهش۱۳۹۳ تیر ۳, سه‌شنبه

د افغانستان د بېلابېلو برخو اوسیدونکي وایي چې سیاسي ستونزو او نامعلومي راتلونکي د دوی کاروبار او اقتصاد ته سخته صدمه رسولې ده. د اقتصادي څیړونکي وایي چې د دغه وضعیت دوام له افغانستانه د انساني سرمایې د تیښتې لامل گرځي.

https://p.dw.com/p/1CPHf
Afghanistan - Land und Leute
انځور: dapd

که څه هم د ولسمشریزو ټاکنو له پاره د نوم لیکني د بهیر له پیلیدو څخه یوولس میاشتي تیریږي، خو دغه بهیر اوس هم پای ته رسیدلی نه دی او دا خبره لا هم روښانه نه ده چې ټاکنیز جنجالونه به څه وخت پای ته ورسیږي.

د پکتيا ولايت اوسېدونکی یوسف گل چې د ساختماني موادو پلورنځی لري وایي چې د کاروبار بازار یې سقوط کړی دی: «کار سقوط کړی دی. ټول خلک په دې اندېښنه کې دي چې څه به وشي. څوک هیڅ هم نه رانیسي. څوک کار کولو ته زړه نه ښه کوي.»

نامعلومي سیاسي راتلونکي نه یوازي پر لویو تجارتونو باندي ناوړه اغېزه کړې ده، بلکي واړه کسبه کاران یې هم ډیر تاواني کړي دي. افغان سوداگرو څو واري غوښتنه کړې ده چې ټاکنیز بهیر دې ژر تر ژره پای ته ورسیږي، څو اوسنی وضعیت دوام پیدا نه کړي.

د کابل ښار يو کسب کار اسدالله د کارونو له سستیدو څخه سر ټکوي: «نه شرکتونه شته او نه هم فابریکې. آن مسگران هودانونه نه جوړوي. هغوی وایي، تر هغه وخته پوري چې د افغانستان راتلونکې معلومه نه شي خپلي ۳۰۰۰ افغانۍ د اوسپني پر رانیولو نه لگوي.»

د کابل دغه اوسیدونکي پر دواړو کانديدانو، ټاکنیزو کمېسیونونو او افغان حکومت باندي غږ کوي چې اوسني وضعیت ته خاتمه ورکړي. اسدالله وایي: «دغه ملت نور مه برمته کوئ. گوتې یې پرې شوې، خپلي ویني یې توی کړې، په ځانمرگو بریدونو کې شهیدان شول، څو دغو کاندیدانو ته رايي ورکړي. نیمایي یې د اشرف غني پلویان دي او نیمایي یې د عبدالله عبدالله. نو هرو مرو به هیواد د کړکېچ پر لور بیایي.»

د کسبه کارانو ډیوالي کیدل

یو شمیر کسبه کاران وايي چې په وروستیو میاشتو کې یې خپلې پانگي له لاسه ورکړې دي. په مزارشریف ښار کې يو هوټل لرونکي وایي، تر هغه وروسته چې یې خپله سرمایه له لاسه ورکړه او ډیوالي شو، خپل کور او ښار یې پريښود او کابل ته راغی: «پخوا مي په مزارشریف ښار کې هوټل لاره. د ټاکنو له کبله کاروبار خراب شو او موږ د خپلو لگښتونو په پوره کولو و نه توانیدو. پوروړی شوم نو له همدې کبله راغلم کابل ته.»

ډیر افغانان وایي، په هر اندازه چې روان وضعیت دوام ومومي په هماغه اندازه به دوی ته اقتصادي تاوان ورسیږي. هغوی ټینگار کوي چې ژر تر ژره باید نوی ولسمشر وټاکل شي.

په همدې حال کې د اقتصادي برخي فعالان هم دا خبره تائیدوي چې نامعلومه سیاسي وضعیت پر اقتصاد باندي ناوړه اغېزه کوي. د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځی مشر رضا فرزام، په دې اړه وایي: «په هره اندازه چې د افغانستان د راتلونکې په اړه اعتماد له منځه ولاړ شي، او په هر اندازه چې ټاکنیز بهیر جنجالي او اوږد شي، په هماغه اندازه به یې پر اقتصاد باندي اغېزې هم ناوړه وي.»

دغه اقتصادي کارپوه وایي چې په تیرو څو میاشتو کې له افغانستان څخه په میلیونونو ډالر ایستل شوي دي او که پر سیاسي راتلونکي باندي ناباوري ډیره شي نو د هغه په خبره به لا ډیره انساني او مالي پانگه له افغانستان څخه وتښتي.