1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانان د سوریې د جگړی په دواړو محاذو کې

گل احمد شمیر محمدي/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ مرداد ۱۱, یکشنبه

د سورېې په جگړه کې هم د افغانانو له حضور څخه خبرې کیږي. ویل کیږي چې ځينی یې د افغانستان په دننه او یا هم په ایران کې د دغې جگړې لپاره جذبیږي. ملگري د خپلو وژل شوو ملگرو کیسه کوي:

https://p.dw.com/p/1G8YR
د سورېې د جگړې بهرني جنگیالي
د سورېې د جگړې بهرني جنگیاليانځور: Reuters/A. Abdullah

عبدالبصر د هرات ولایت په فخرالدین مدرسه کې تر دیني زده کړو وروسته د هرات پوهنتون شریعاتو پوهنځې ته لاره وموندله. د هغه د دوستانو په خبره عبدالبصیر ډیر احساساتي وو او په ټولنیزو رسنیو کې د داعش ترهگرې ډلې د تبلیغاتو تر اغیز لاندی راغلې وو.

د عبدالبصر یو تن همصنفي مختار عمر یوسفي له دویچه ویله سره په مرکه کې وویل: عبدالبصیر تر ۱۴ ټولگي پورې په مدرسې کې درس ووایه او په دې توگه د شرعیاتو پوهنځي شپږم سمستر ته یې لار پیدا کړه. په پوهنتون کې تر یوه کال زده کړو وروسته یې وویل چې د خپلو زده کړو د دوام له پاره غواړي مدینې ته ولاړ شي او په دې نیت پاکستان ته لاړ:« هغه ویل چې په پاکستان کې د پوهنتون له لارې مدینې ته ځي. هغه لاړ او بیرته راغی. کله چې بیرته راستون شو تل به یې ویل چې زمونږ ورونه په عراق او سوریې کې دي زمونږه وظیفه څه ده؟ داسې خطر احساسیږي چې د بنسټ پالو د افکارو تر تاثیر لاندی راغلې دی.»

قاري عبدالبصیر چې په سوریه کې د داعش تر څنگ جگړه کوله
قاري عبدالبصیر چې په سوریه کې د داعش تر څنگ جگړه کولهانځور: Privat

عمر یوسفي زیاته کړه د رمضان میاشتې په وروستیو کې خبر خپور شو چې عبدالبصیر د سوریې په جگړه کې وژل شوې دی. څو ورځې مخکې کورنۍ یې د هغې فاتحه واخیستله:« د فاتحې په مراسمو کې یې هم وم. هلته ویل کیده چې په پاکستان کې دوستانو یې ورته د جهاد دمکلفیت ذهنیت ورکاوه او له هم هغه ځای څخه وړل شوې وو.»

د یوسفي په څیر ډیر شمیر ځوانان له افغان حکومت څخه په انټرنټي شبکو کې د داعش په څیر ترهگرو ډلو د فعالیت بندول غواړي. بې سوادي، فقر، بې روزگاري او نامعلومه سیاسي راتلونکی هغه عوامل دي چې له ترهگرو ډلو سره د ځوانان یوځای کیدو ته زمینه مساعدوي.

یو شمیر له هغو جنگیالیو څخه چې په سوریې کې د بشارالاسد رژیم پر وړاندی جنگیږي افغانان دي. د جگړی بل لور ته هم یو شمیر افغانان د اسد له سرتیرو سره اوږه په اوږه جنگیږي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هم د طالبانو او داعش په څیر نوو ډلو له گواښ سره مخامخ دی.

افغانستان خپله له نږدې څلورو لسیزو راهیسې د جگړی په لمبو کې سوزي. په دغه هیواد کې بې سوادۍ او افراطیت په ډیر شدت سره پرمختگ کړی دی او د دغو دوو پدیو پر وړاندی مبارزه ډیر وخت ته ضرورت لري. طالبانو خپل ترهگریز بریدونه جاري ساتلي. د دې ترڅنگ نورې ترهگریزې ډلې هم پيدا شوې دي، چې د هغو له جملې څخه پخوانی داعش یا«اسلامي دولت» ډله یادولې شو کوم چې په سوریې او عراق کې د یو اسلامي دولت رامنځته کولو په موخه جنگیږي.

د تیرو څو میاشتو راهیسې دغې ډلې په افغانستان کې هم خپل فعالیتونه پيل کړي دي او یو شمیر ځوانان د دغې ترهگرۍ ډلې په لیکو کې یوځای شوې دي. قاري عبالبصیر یو له دغو ځوانانو څخه وو چې په دې وروستیو کې په سوریه کې ووژل شو.

تر اوسه پوری څو واره د بشارالاسد رژیم له خوا په ټولنیزو شبکو کې د افغان داعشیانو ویډیو گانې خپرې شوې دي. بل لور ته هغه ډلې چې د اسد د رژیم پر ضد جنگیږي هغوې هم داسې ویډیو گانې خپرې کړي دي چې د اسد د رژیم په ملاتړ جنگیدونکي افغانان په کښې ښودل کیږي چې د دوی له خوا په جگړه کې ژوندي نیول شوي دي.

د افغانستان په لویدیځ کې پروت پر گاونډي هیواد ایران تور لگول کیږي چې مهاجر افغانان تر یوې لنډې مودې روزنې وروسته د سوریې جگړی ته استوي، تر څو د اسد د رژیم په ملاتړ وجنگیږي. که څه هم ایران په پرله پسې ډول دغه تورونه رد کړي دي، خو په دې برخه کې ډیر شواهد موجود دي.

ځيني نور افغانان چې د اسد د رژیم د سرتیرو تر څنگ جنگږي
ځيني نور افغانان چې د اسد د رژیم د سرتیرو تر څنگ جنگږيانځور: picture-alliance/dpa/Dmitriy Vinogradov

یو تن چې( مستعار نوم) یې مرزا محمد دی د ډیرو کلونونو راهیسې په ایران کې ژوند کوي دی وایې چې د ایران د حکومت له خوا کډوالو ته وعدی ورکول کیږي چې دوی بیا د دغو ژمنو پر اساس د ایراني پوځ له خوا روزنه ترلاسه کوي او بیا د سوریې جگړی ته استول کیږي.

نوموړی هم یو له هغو کسانو څخه دي چې خپله روزنیزه دوره یې بشپړه کړی ده. هغه دویچه ویله ته وویل: «ټاکل شوې وه چې زمونږ روزنیزه دوره به ۲۷ ورځې وي. وروسته بیا ۲۱ ورځې شوه. وروسته وویل شول چې په ۱۶ ورځو کې به یوه ډله سوریې ته واستول شي. د دوی روزنیزه دوره ډیره سطحي وه. پوځي زده کړی نه دي ، یوازي همدومره وايی چې په جبهه کې منډې ووهلی شي کافي ده. ټول په ایران کې د پاتی کیدو د ژمنو په خاطر ځي. ډيري اصلاً نه پوهیږي چې هدف یې څه دی.»

هغه زیاته کړه چې امکان لري، ځینی د خپلو مذهبی اعتقاداتو له مخې سورې ته لاړ شي، خو ديري دغه جنگیالي له مجبوریت او ټولنیزو فشارونو له امله چې په ایران کې بر دوی راځي د سورېې جگړې ته ځي.

د افغانستان حکومت ویلي دي چې د هغو رپوټونو پلټنه به وکړي چې گواکې له ایران څخه افغان مهاجرین سورېې ته استول کیږي.