1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کډوال د ټاکنو په اړه ډیر هیله من نه دي

مسعود جهش (آژانسونه)۱۳۹۳ خرداد ۲۱, چهارشنبه

په پاکستان کې درې میلیونه میشت افغان کډوال د افغانستان د ټاکنو په اړه ډیر هیجاني نه دي. دا په داسې حال کې چې ډیر شمیر بهرني دیپلوماتان او عادي افغانان دغو ټاکنو ته ډیر سترگې په لاره دي.

https://p.dw.com/p/1CGMY
انځور: dapd

د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل له پاره له دیموکراتیکې لارې د قدرت لیږدول، ښايي په ټولې نړۍ کې یوه لویه لاس ته راوړنه وگڼل شي، خو په پاکستان کې میشت افغان کډوال د دغو ټاکنو په اړه ډیر فکر نه کوي.

سید محمد رفیق په پاکستان کې میشت افغان کډوال دی چې په همدې هیواد کې نړۍ ته راغلی او خپل ټول عمر یې هم په همدې ځای کې تیر کړی دی. هغه وایي: «زموږ له پاره چې ورک شوی نسل یو، دا یوازې د قدرت بدلیدل دي.» دغه د اته ماشومانو ۳۰ کلن پلار زیاتوي: «موږ داسې کومه هیله نه لرو چې د افغانستان نوی ولسمشر به افغانستان زموږ له پاره په یوه امن ناکه ځای باندې بدل کړي. زه په دې کې شک لرم چې ټاکنې به موږ ته زموږ هیواد بیرته راکړي.»

په افغانستان کې به د جون میاشتې پر ۱۴ نیټې د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو ترسره شي. دغه ټاکنې چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې د لومړي ځل له پاره په دیموکراتیکه توگه او د ټاکنو له لارې واک لیږدول کیږي، په نړیواله کچه ستایل شوی دی.

د پاکستان په شمال لویدیځه برخه کې د ازاخیل کډوالو په کمپ کې ۱۵۰۰۰ کسان ژوند کوي. دغه کمپ پیښور ښار ته نزدې پروت دی چې اوسیدونکي یې په دې اړه په شک او تردید کې دي چې راتلونکې ولسمشر به وشي کړای په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځ ته کړي.

سمرین جانه ۶۰ کاله عمر لري او خپل میړه یې له لاسه ورکړی دی. هغه وایي: «ژوند دلته په کمپونو کې په سختیدو دی، خو موږ نه غواړو چې بیرته افغانستان ته ولاړ شو. هلته مرگ او لوږه ده.» سمرین د افغانستان د لوگر ولایت اوسیدونکي ده خو له دیرشو کلونو راهیسې له خپلو اووه لمسیو سره په گډه په پاکستان کې د خټو په یوه کور کې ژوند کوي. هغه وایي چې پاکستاني چارواکو د برق او اوبو له قطعه کولو سره د کډوالو ژوند لا پسې سخت کړی دی.

پاکستان په افغانستان کې د کورنیو جگړو تر پیلیدو وروسته د ملگرو ملتونو په مرسته د میلیونونو افغان کډوالو کوربه شو. خو ښايي چې اوس د دغه هیواد حوصله د افغان کډوالو پر وړاندې کمه شوې وي.

پاکستاني وزیر عبدالقادر بلوچ، ویلي دي: «موږ هغوی [افغان کډوال] ټول د ۲۰۱۵ کال تر پایه پورې افغانستان ته استوو.» دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د رسمي شمیرو له مخې اوس هم په دې هیواد کې تر ۳ میلیونو ډیر افغانان د کډوالو په کمپونو کې ژوند کوي.

د دغو کډوالو له ډلې څخه یوازې نیمایي یې له پاکستاني چارواکو او همداراز د ملگرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره ثبت دي. پاکستاني چارواکو پر هغو کډوالو باندې چې راجستر شوي نه دي، تور لگوي چې په جنایتونو او ترهگریزو فعالیتونو کې لاس لري.

پاکستاني پولیسو پر افغان کډوالو باندې خپله څارنه ډیره کړې ده او په کراچۍ کې یې د هغوی پر تگ راتگ باندې محدودیتونه وضع کړي دي. خو پر دغو ټولو ستونزو سربیره هم ښايي له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته، په پاکستان کې د افغان کډوالو شمیر لا پسې لوړ شي.

په پیښور کې د کډوالو د ادارې چارواکی محمد عباس خان، وایي: «زه فکر کوم چې ډیر افغانان اوس هڅه کوي چې زموږ هیواد ته راشي.» پاکستان ویلي دي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو د امکان له کبله یې د ډیرو افغان کډوالو راتلو ته چمتوالی نیولی دی. خو خان وایي چې پاکستان اوس نه له مالي او نه هم له ټولنیز لحاظه دې ته چمتو دی چې د ډیر شمیر کډوالو پالنه وکړي.

کارپوهان وایي چې د پاکستان ضعیفه اقتصادي وضعیت ښايي د کډوالو پر وړاندې د بی حوصلگي لوی لامل وي. فدا خان په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه ډیرې څیړنې کړې دي. هغه وایي چې ۳۰ کاله مخکې د پاکستان اقتصاد پیاوړی وو نو له دې کبله د کډوالو راتلو ستونزې رامنځ ته نه کړې خو هغه روښانوي چې اوس د پاکستان اقتصاد ضعیفه دی او ډیر شمیر ځوانانو بیکاره دي چې نه غواړي افغانان یې کارونه واخلي، نو له دې کبله پاکستان د ډیر شمیر افغان کډوالو منلو ته چمتو نه دی.

خو ښايي افغان کډوال ډیر ژر افغانستان ته د تلو نیت و نه لري. افغان کډوال رفیق وایي: «موږ به یوازې د دې له پاره چې په افغانستان کې ټاکنې وشوې بیرته دې هیواد ته ولاړ نه شو، بلکې موږ به صبر وکړو ترڅو معلومه شي چې نوی ولسمشر څومره امنیت د امنیت په ټینگولو توانیږي، کار ځایونه برابروي او څومره ښه کس دی.»