افغان کردوندګر: موږ مجبوره یو چې کوکنار وکرو
۱۳۹۵ فروردین ۲۷, جمعهپه افغانستان کې له کوکنارو څخه د تریاکو ټولول یو لوی کاروبار دی او آن د شپږو کلونو عمر لرونکي ماشومان هم په کروندو کې په کار بوخت وي.
نقیب الله وایي: «په دې سیمه کې ښوونځی او یا هم مدرسه نه شته نو له دې کبله باید زه له خپل پلار سره د تریاکو په ټولولو کې مرسته وکړم.»
د نقیب الله ۶۰ کلن پلار حاجي جانان، وایي: «زما په کورنۍ کې ۲۰ کسه دي او زه باید هغوی ته ډوډۍ پیدا کړم.» هغه د خپلو ستونزو په اړه د خبرو پر مهال زیاتوي: «موږ غریب خلک یو او په خپل کلي کې ډیرې ستونزې لرو. دلته روغتون یا بریښنا نه شته.»
افغانستان د نړۍ د مخدره توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هیواد دی. که څه هم د تیر کال وچ کالیو په دې هیواد کې د کوکنارو حاصلات یو څه راکم کړل، خو بیا هم دغه هیواد د کوکنارو تولید ته دوام ورکوي. د دولت له خوا د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو کمپاینونه هم ډیر موثر نه دي تمام شوي.
ویل کیږي چې د کوکنارو له کښت څخه تر ټولو ډیره ګټه طالبان ترلاسه کوي ځکه هغوی له کروندګرو، قاچاق وړونکو او پلورونکو څخه پیسې اخلي.
په ډیرو مواردو کې دولتي چارواکي هم د کوکنارو په کرهنه کې ښکیل وي. حاجي جانان وایي چې د هغه د سیمې قومي مشرانو له دولتي چارواکو څخه د کوکنارو د کرهنې اجازه ترلاسه کړې ده. هغه وایي: «هغوی سږ کال موږ ته له خپلو ځمکو څخه د حاصلاتو د ټولولو اجازه راکړې ده ځکه موږ په ډیرو ستونزو کې یو.»
د دغه شان ادعاو تاییدول یو څخه ستونزمن وي. د کندهار د والي مرستیال علي شمسي، دغه خبره ردوي او وایي چې د کروندو د ویجاړولو عملیات یې له مرکزي حکومت سره د ستونزو له کبله درولي دي.
تیر کال په ژړۍ ولسوالۍ کې څه نا څه په ۵۰۰۰ هکتاره ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو. د ملګرو ملتونو په حواله په دې کال کې یوازي ۱۸۰ هکتاره د کوکنارو کروندې د دولت له خوا ویجاړه شوې وه.
شمسي وایي: «موږ په دوامداره توګه له مخدره توکو سره د مبارزې وزارت سره په تماس کې یو او له هغوی څخه غواړو چې موږ ته امکانات، پیسې او سرمایې راکړې چې موږ په کندهار کې د تریاکو ضد کمپاین ژرتر ژره پیل کړو.»
په کابل کې بیا د مخدره توکو پر ضد مبارزې وزارت یوه ویاند حنیف دانشیار، د کندهار د والي مرستیال خبرې رد کړې او ویې ویل: «موږ په کندهار کې د کوکنارو د کروندو د له منځه وړلو منظم پروګرام لرو. په ژیړۍ کې تریاک کرل شوي خو موږ به یې له منځه یوسو.»
تیر کال په کندهار کې د تریاکو کښت ۴۰ سلنه راولوید. لامل یې په ټول هیواد کې د وچکالۍ له کبله د حاصلاتو کمیدل وو.
کندهار د ښه سبزیجاتو او میوو د تولید له کبله په افغانستان کې شهرت لري. افغان حکومت او نړیوال مرسته کوونکي یې غواړي چې د بدیل کښت له لارې په دې ولایت کې د کوکنار کرهنه کمه کړي.
شمسي وایي چې د ۲۸ میلیونو ډالرو په ارزښت په لاره اچول شوې پروژې په دې ولایت کې د کوکنارو کښت یو څه کم کړی دی: «موږ په ډیرو هغو ولسوالیو کې چې پخوا کوکنار کرل کیدل، د بدیل کښت پروژې پلې کړې دي.»
خو ښايي دغه پروژې پر ډیرو کروندګرو باندې اغیزه ونه لري. حاجي جانان وایي: «موږ مجبوره یو چې کوکنار وکرو.»