1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان کارپوهان د سولې له پاره غونډې ته ډیر خوشبینه نه دي

مسعود جهش۱۳۹۴ دی ۱۷, پنجشنبه

اسلام آباد به د افغانستان، چین، امریکا او پاکستان د یوې غونډې کوربه وي چې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو ته یو میکانیزم جوړ کړي. کارپوهان د دغې غونډې او سولې ته د رسیدو هڅو په اړه ډیر خوشبینه نه دي. (آرشيف انځور)

https://p.dw.com/p/1HZgZ
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Mughal

راتلونکې اوونۍ به د افغانستان د احتمالې سولې خبرو اترو له پاره یو میکانیزم وټاکي. دا لومړی ځل دی چې امریکا او چین تر دې حده پورې په واضح توګه د سولې له خبرو اترو سره لیوالتیا او په هغه کې ښکیلتیا ښيي.

د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند، وایي همدا موضوع د راتلونکو هڅو له پاره امیدواري ډیروي. ځکه د هغه په خبره چین او امریکا دا ځل له افغانستان او پاکستان سره تر بل هر وخت ډیرې ژمنې کړې دي او قوي ضمانتونه یې رامنځ ته کړي دي. خو هغه یوه اندیښنه هم لري: «دا غونډه په یوه خراب وخت کې ترسره کیږي. له یوې خوا طالبان په خپل منځنیو جګړو کې بوخت دي او له بلې خوا د افغانستان حکومت دومره پیاوړی او یو موټی نه دی چې له یوه ثابت موقف سره خبرو اترو ته داخل شي.»

د طالبانو خپل منځني اختلافونه

تر دې مخکې په ۲۰۱۴ کال کې افغانستان د لومړي ځل له پاره په پاکستان کې د طالبانو له استازو سره مستقیمې خبرې اترې وکړي. د هغې غونډې کوربه هم اسلام آباد وو او چین او امریکایي چارواکو په کې د څارونکو په توګه ګډون کړی وو. خو دغه خبرې هیڅکله هم دوم پړاو ته و نه غځیدې او د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر، د مړینې د خبرې له بربنډیدو سره، په ټپه ودریدې.

له بلې خوا د طالبانو په منځ کې هم د دې ډلې د مشري پر سر سخت اختلافونه رامنځ ته شول او د هغوی نوی مشر ملا اخترمحمد منصور، د څو خبرونو له مخي د اختلافونو په پایله کې سخت ټپي شو. کارپوهانو او آن یو شمیر افغان چارواکو په ډاکه کړه چې د سولې د خبرو اترو پر وړاندې نوی خنډ په څو ډلو د طالبانو ویشل کیدل دي.

د افغانستان د چارو کارپوه احمد سعیدي په راتلونکې اوونۍ کې د مدني ټولنې د فعالانو له یوه پلاوي سره اسلام آباد ته سفر کوي او هلته له مدني فعالانو سره ویني ترڅو د نورو تر څنګ پر دې موضوع باندې بحث وکړي چې د سولې په راتلونکو احتمالي خبرو اترو کې باید کومې موضوعګانې مطرح شي. د سعیدي په اند د سولې د خبرو اترو پایله تر ډیره حده پورې د پاکستان نیت او د همکارۍ پر کچې پورې تړلې ده.

هغه زیاته کړه: «هغه څه چې افغانه مدني ټولنه یې له راتلونکو احتمالي خبرو اترو څخه غواړي داسې یوه موافقه ده چې په افغانستان کې جګړې ته د پای ټکی کیږدي. موږ په عین حال کې پر پاکستان باندې غږ کوو چې د افغانستان پر وړاندې خپله پالیسې بدله کړي، نه خپل تاکتیکونه.»

له طالبانو څخه د پاکستان د ملاتړ ادعاوي

ډیر شمیر افغانان او آن افغان چارواکي پر پاکستان باندې له طالبانو څخه د ملاتړ تور لګوي. افغان ولسمشر اشرف غني، خو آن ویلي دي چې کابل او اسلام آباد یو له بل سره په «یوې نه اعلان شوې جګړې» کې ښکیل دي. خو پاکستان بیا تل دغه تورونه ردوي او وایي چې پخپله د ترهګرۍ او پاکستاني طالبانو د بریدونو قرباني دی.

د افغانستان د چارو بل کارپوه وحید مژده، بیا وایي چې د افغان حکومت راتلونکې هڅه هم د کابل د تیرو هڅو په څیر ناکامه شي. د مژده په اند تر هغه وخته پورې چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه میشت وي، طالبان د سولې خبرې اترو ته نه حاضریږي: «دا د کابل حکومت او د هغه د نړیوالو ملاتړو یوه نوې هڅه ده چې د خلکو پام له ناامنیو څخه یوې نوې موضوع ته واړوي او خپلې ناکامي د هغې تر شا پټې کړي.»

په داسې حال کې چې سعیدي او ځلاند هم له راتلونکې غونډې ډیرې هیلې نه لري، دواړه ټینګار کوي چې د سولې د ترلاسه کولو له پاره باید هلې ځلې دوام ومومي. د ځلاند په اند د افغانستان راتلونکی د سولې احتمالي تړون کیدای شي تر کلونو سختو هڅو او له ځینو مسایلو څخه د تیریدو په پایله کې وي. دغه افغان کارپوه په عین وخت کې روښانوي چې افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید د سولې له پاره له قوي لاس ته راوړنو او ارزښتونه څخه هم تیر نه شي.