افغان ښځینه سرتیري له پولو ساتنه کوي
د افغانستان په لویدځ کې چارواکي په امنیتي لیکو کې د ښځینه سرتیرو د ډیریدو خبر ورکوي. په دې البوم کې د افغانستان د پوله ساتو ځواکونو په لیکو کې ځینې ښځینه سرتیري وینئ چې لویدیځي پولې له یاغیانو او قاچاقبرانو ساتي.
دغه ښځینه سرتیرې د سرحدي پولیسو د ۵مې لوا په چوکاټ کې دندې ترسره کوي.
اوسمهال د ۵ سرحدي لوا په قوماندانۍ کې ټولټال ۲۳ ښځینه سرتیرې دنده ترسره کوي. دوی وايي د افغانستان په غرب کې خپلو خلکو ته د خدمت کولو له پارې ژمنې دي.
د ټولو ۲۳ ښځینه سرحدي پولیسو له ډلې څخه ۱۳ یې افسرانې او پاتې ۱۰ یې بیا د سرتیرو په توګه دندې ترسره کوي.
د افغانستان په لویدیځ کې د سرحدي پولسو د ۵مې لوا د قوماندانۍ چارواکي وايي چې دغو ښځینه سرتیرو د تیرو دوو کلونو په ترڅ کې ټول اړوند پوځي تمرینات ترسره کړي او د جګړې په قوانینو هم پوهیږي.
دغه ښځینه سرتیرې په اداري او عملیاتي څانګو او همدا راز د ښارونو او ولسواليو په کچه په هرات ولایت کې په دندو ګمارل شوي دي.
د سرحدي پولیسو دغه ښځنیه سرتیرې او افسرانې هره ورځ د سهار له ۷ بجو نیولې د مازیګر تر ۴ بجو پورې دنده ترسره کوي. خو د دوی ځانګړې نوکریوالانې بیا په ۲۴ ساعته ډول وظيفه تر سره کوي.
د افغانستان په غرب کې د چارواکو په وینا، د سرحدي پولیسو په لیکو کې د ښځینه سرتیرو علاقه د هرې ورځې په تیریدو سره مخ پر ډیریدو ده.
دا چې د ښځینه پولیسو پر وړاندې د وسلوالو مخالفینو لخوا تهدید شتون لري، خو دغه سرتیري وايي چې د هیواد له پاره به خپل ژوند قربان کړي. دوی وايي چې خوښ دي چې له دې لارې خپل هیواد ته خدمت کوي.
د سرحدي پولیسو د ۵مې لوا چارواکي وايي چې په تیرو وختونو کې سرحدي ښځینه پولیس سرتیرې له ګڼ شمیر ستونزو سره مخ وې، خو د ناټو ځواکونو او د داخلي روزنکو د روزنې له امله دغو سرتیرو د سپکو او درنو وسلو روزنه لیدلې چې د دغو سرتیرو په فعالیت او کارونو کې یې ښه اغیز رامنځ ته کړی دی.
چارواکي وايي چې د ښځینه پولیسو امکانات، اعاشه او اباطه او د زده کړو کچه ځانګړی ډول لري او د دوی د ظرفیت جوړونې په برخه کې له پخوا ډیرې هڅې کیږي.