1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکی: پاکستان پر کونړ۲۰۰ توغندي توغولي

۱۳۹۷ فروردین ۲۲, چهارشنبه

د کونړ ولايت د والي وياند عبدالغني مسمم ويلي دي چي د پاکستان له اړخه د سه شنبې په ورځ پر دغه ولايت توغندي توغول سوي دي.

https://p.dw.com/p/2vrYv
Grenzzaun zwischen Afghanistan und Pakistan
انځور: Reuters/C. Firouz

د کونړ ولايت وياند عبدالغني مسمم ويلي دي چي د سه شنبې په ورځ ناوخته (۲۰۱۸م کال د اپريل ۱۰مه نېټه) د دغه ولايت په سرحدي سيمه کي د پاکستان له اړخه په راکټي بريدونو کي يو کس وژل سوی او نژدې ۳۰۰ نور تېښتي ته اړ سوي دي. پاکستان او افغانستان په دوامداره توګه يو پر بل تورونه لګوي چي په خپله خاوره کي د وسله والو پر ضد په اړينو عملياتو کي پاته راغلي.

څو ورځي مخکي هم د کونړ ولايت چارواکو ويلي ول چي له څو ورځو راهيسي د دغه ولايت پر ځينو سيمو د پاکستان له اړخه توغندي توغول سوي دي.

د تيري پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اپريل ۵مه نېټه) د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت هم په يوه خپره کړې اعلاميه کي ويلي ول چي د پاکستان پوځ پر کونړ ولايت هوايي بريد کړی دی. په اعلاميه کي راغلي ول چي «د پاکستان جټ الوتکو د چهارشنبې په ورځ (يعني تيره اونۍ) د کونړ ولايت پر دانگام ولسوالۍ څلور بمونه غورځولي دي». پاکستان هغه مهال هم دغي اعلاميې ته غبرگون نه وو ښوولی.

له بلې خوا وسله والو طالبانو د افغانستان په غزني ولايت کي پر دوو امنيتي پوستو بريدونه کړي چي په نتيجه کي يې ۴ پوليس وژل سوي دي. د ياد ولايت وياند عارف نوري ويلي دي چي په دغو بريدونو کي درې نور پوليس ژوبل سوي هم دي. د وياند په خبره، دغه بريدونه د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۸ کال د اپريل ۱۰ نېټه) ناوخته تر سره سوي.

ويل کيږي چي وسله وال طالبان په غزني ولايت کي يا خو يوه برخه سيمه تر خپل کنټرول لاندي لري او يا هلته حضور لري.