1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان چارواکو يو بل افغان ژورناليست زنداني کړی

۱۳۸۹ دی ۲۱, سه‌شنبه

د سرنوشت ورځپاڼي مسول مدير اسدالله وحيدي له خپل دفتر څخه پوليسو يستلی او زندان ته يې اچولی دی.

https://p.dw.com/p/QphZ
«که چيري يو خبريال سرغړونه کړې وي د ځانګړي کميسيون له لوري بايد ترينه پوښتنه وسي.»
«که چيري يو خبريال سرغړونه کړې وي د ځانګړي کميسيون له لوري بايد ترينه پوښتنه وسي.»انځور: AP

د خبريالانو د ملاتړ ټولنو د هغه افغان خبريال د ژر تر ژر خلاصون غوښتنه کړي چي د لوی څارنوالۍ له لوري زندان ته ليږل سوی دی.

نوموړی ظاهراً وروسته تر هغه په کابل کي له خپل کاري دفتر څخه نيول سوي چي ويل کيږي د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار ډاکټر رنګين دادفر سپنتا د ورو په اړه يي يوه انتقادي ليکنه په سرنوشت ورځپاڼه کي خپره کړې ول.

په مطلب کي راغلي وو چي د ډاکټر سپنتا ورور طاهري په هرات کي يوه وسله واله ناقانونه ډله جوړه کړې ده.

اوس د خبريالانود ملاتړ ټولني وايي چي وحيدي د رسنيو د قانون خلاف د يو کس په دستور نيول سوی چي بايد ژر تر ژره آزاد سي.

په افغانستان کي د جنوبي آسيا د آزادو رسنيو ( سفما ) مشر رحيم الله سمندر وايي که چيري يو خبريال سرغړونه کړې وي د ځانګړي کميسيون له لوري بايد ترينه پوښتنه وسي.

« دغه توقيف د قانون خلاف دی، د اصولو خلاف دی، او له ولسمشر څخه غواړو چي په څارنوالۍ زور واچوي تر څو وحيدي بيرته آزاد کړي».

که څه هم تيرکال په افغانستان کي خبريالانو ته يو خوندي کال بلل سوی وو خو د سفما ټولنه وايي چي د ۲۰۱۱ کال له پيليدو راهيسي يو ځل بيا له خبريالانو سره د ناوړه سلوک يو شمير پيښي ورسره ثبت سوي دي.

ليکوال او ژورناليست ضيا بوميا وايي دا لومړی ځل ندی چي د رسنيو تش په نامه قانون تر پښو لاندي کيږي.

« په پوره بې شرمۍ او سپين سترګۍ دا لومړی ځل ندی چي د رسنيوقانون نقض کيږي، په وار وار دغه کار تر سره سوی دی».

افغانستان په ۲۰۰۶کال کي د ملګرو ملتونو د فرهنګي کمېسيون په چوکاټ کي هغه مسوده لاسليک کړه چي د خبريالانو خوندي توب تظمينوي.

خو لا هم ليدل کيږي چي امنيتي ادارې د رسنيو د قوانينو په نه پاملرني سره خبريالان نيسي، وهي ډبوي يي او د نامعلومي مودې لپاره يي د زندان د تورو تمبو شاته اچوي.

د خبريالانو د يوې بلي ټولني مشر ښاغلي بارکزي وايي چي د کورنيو قوانينو سربيره د خبريالانو د خوندي توب د نړيوال مصونيت د قانون سره سم هم د افغان خبريالانو مصونيت تظمين سوی دی.

د يادولو وړ ده چي د سرنوشت ورځپاڼي مسول مدير اسدالله وحيدي ددې راپورتر خپريدو پوري نه وو آزاد سوی.

هڅه مو وکړه چي په دې اړه د لوي څارنوالۍ نظر هم ولرو خو هغوی د مکررو اړيکو سره سره په دي اړه له ډير څه ويلو ډډه وکړه.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل